لاندې معلومات د هغو کسانو سره مرسته کوي چې تمه لري ترڅو له افغانستان څخه ووځي یا داسې کسان وي چې په افغانستان کې د ملګرو یا کورنۍ سره یا هم په سیمه ییزه کچه په زوره بې ځایه شوي وي.
د انګلستان دولت د افغان اتباعو د ملاتړ لپاره د کډوالۍ دوه پلانه اعلان کړي چې عبارت دي له: د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو او مرستې تګلاره (ARAP) او د افغان اتباعو د بیا میشتیدنې پلان (ACRS)UNHCR . یواځې د ACRS له یوې ډلې سره تړاو لري. د ACRS (Afghan Citizens Resettlement Scheme [د افغانانو د بیامیشتیدنې سکیم]) د دوهمې لارې په اړه نور معلومات پدې پاڼه کې موندلی شئ.
د افغانانو د ځای په ځای کولو او مرستې تګلاره (ARAP)
دغه پلان په افغانستان کې ځايي ګمارل شویو پخوانیو کارکوونکو (LES) ته د ځای په ځای کولو یا نورو مرستو وړاندیز کوي ترڅو په افغانستان کې بدلیدونکي وضعیت ته انعکاس ورکړي. د ARAP پلان د اپریل په 1 نېټه 2021 کې پیل شوی او تر اوسه پرانیستی پاتې دی.
د UNHCR اداره د کډوالو په دې پروسه کې دخالت نه لري او نه شي کولی د دې پروسې په اړه پوښتنو ته ځواب ووایي.تاسو کولی شئ د دې فورمې په کارولو سره د ARAP په پلان پورې اړوند پوښتنو لپاره د اړونده ادارې له دفتر سره اړیکه ونیسئ: ARAP Contact Us با ما تماس بگیرید موږ سره اړیکه ونیسئ (office.com)..
د افغان اتباعو د بیا میشتیدنې پلان (ACRS)
د انګلستان دولت په رسمي ډول ACRS برنامه د جنورۍ په 6 مه نېټه د 2022 پرانیستی دی. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ACRS لپاره د غوښتنلیک پروسه شتون نه لري. د ACRS لپاره راجع کول باید له دریو لارو څخه یوه کې وي چې دلته یې موندلی شئ: د افغان اتباعو د بیا میشتیدنې پلانGOV.UK (www.gov.uk) –.
په سیمه کې به د UNHCR دفترونه یواځې د هغو افغان کډوالو په راجع کولو کې برخه اخلي چې، د تعریف له مخې د خپل اصلي هیواد څخه د باندې استوګنه لري، او بیا میشتیدنې ته اړتیا لري. ACRS ته د ټولو راتلونکو کسانو راجع کول به د UNHCR د بیا میشتیدنې له کړنلاو سره سم وي. دا په دې معنا ده چې په سیمه کې د UNHCR همکاران به په هغه هیواد کې چې دوی پکې اوسیږي د انفرادي کډوالو د ساتنې اړتیاوې ارزوي، او که مناسبه وګڼل شي بیا به د میشتیدنې لپاره خپلې قضیې بېرته سپاري. کډوال نه شي کولی چې د بیا میشتیدنې لپاره غوښتنه وکړي. په دې اړه نور معلومات دلته موندل شئ”څرنګه کولی شم د ACRS د 2 پروسو لاندې د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې ونیول شم؟”