د افغانستان هوم پانړے ته وگرځه

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې UNHCR هغه پروګرامونوته تاسی نه راجع کوي چې پدې وروستیو کې د حکومتونوله لوری د افغان اتباعو ځای په ځای کولو یا ایستلو په موخه اعلان شوي. که تاسو ته دا معلومات درکړل شوي وي، نو دا غلط دي. د دوی لپاره ټول معلومات او غوښتنلیکونه باید د دوی د اړوند  اړیکو او کړنلارو له لارې ترسره شي.

یو شمیر هیوادونو په تازه ډول د هغو افغان اتباعو لپاره فرصتونه اعلان کړي دي چې د دغو هیوادونو سره یې کار کړی او یا ورسره یو ډول تړاو لری، ترڅو دغه افغان اتباع دې هیوادونو ته د سفر اجازه ترلاسه کړي 

د پاملرنی وړ ده  چی دا برنامې د دې هیوادونو لخوا ترتیب شوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ددغو برنامو لپاره غوښتنلیکونو نه اخل

ممکن نور برنامې اوس او یا په نژدی راتلونکی شتون ولري. په هغه صورت کی به د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره هڅه وکړي چه  دا لیست او معلومات له سره ترتیب کړی 

د دې برنامو توضیحات د دغوهیوادونو لخوا په ورکړل شوي ویب پاڼو کې موندل کیدی شي 


🇺🇸 امریکا

متحده ایالاتو پدې وروستیو کې د هغو افغان اتباعو لپاره فرصتونه اعلان کړل چې د متحده ایالاتو حکومت ، اردو ، نادولتي مؤسسو یا رسنیو سره کار کوي یا ورسره تړاو لري. مهرباني وکړئ د جزیاتو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څخه لاندې سایټونو څخه لیدنه وکړئ : 


🇨🇦 کاناډا

د کاناډا برنامه د هغو افغان اتباعو لپاره شتون لري چې “دندې یې د کاناډا حکومت سره د پام وړ او / یا دوامداره اړیکې لري” ، پشمول د کاناډا د اردو او ځایی کارمندانو لپاره ژباړونکي چې د کاناډا په سفارت کې کار کوي یا کار کړی وي. مهرباني وکړئ د جزیاتو لپاره لاندې سایټ څخه لیدنه وکړئ :  

 


🇬🇧 انګلستان

انګلستان په افغانستان کې د اوسني او پخواني ځایی کارمندانو لپاره دوه برنامې رامینځته کړي. مهرباني وکړئ د جزیاتو لپاره لاندې سایټونو څخه لیدنه وکړئ: 


🇩🇰ډینمارک

ډنمارک د ژباړونکو او نورو افغانانو لپاره لاندې برنامه رامینځته کړې چې په سیمه ایز ډول د ډنمارک نظامي ځواکونو یا په افغانستان کې د ډنمارک حکومت لخوا ګمارل شوي یا یی د ډنمارک له حکومت سره مرسته کړی. تاسو کولی شئ لاندې سایټونو کې معلومات ومومئ:


🇩🇪 جرمني

د هغو کسانو لپاره چې د آلمان حکومت یا اردو سره کار کوي لومړیتوب لري، د هغو کسانو لپاره هم ارزښتناک دی چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې لخوا تمویل شوي بشري حقونو فعالیتونو کې بوخت دي.  


🇹🇩 بیلجیم

افغان اتباع چې د بلجیم له اردو، سفارت یا اړوند ماموریتونو سره کار کوي: په رسمي ډول، د قرارداديانو له لارې یا د ” شرکتونه ” په توګه ممکن د بشري ویزو لپاره په پام کې ونیول شي .


اړوند معلومات 

<< د افغانستان هوم پانړے ته وگرځه
>> زموږ د مرستې پانړی کې بل هیواد غوره کړئ