د دندې موندلو یا د کاروبار پیلولو لپاره مرسته

آیا UNHCR له ماسره د دندې په موندلو یا د کاروبار په پیلولو کې مرسته کولی شي؟  

UNHCR او زموږ همکارې ادارې د دندې په برخه کې د روزنې او د کاروبار پیلولو بلاعوضه مرستې چمتو کوي ترڅو د کډوالو او هغو کسانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

موږ له لاندې لارو، له خلکو سره د عاید په لاسته راوړلو کې مرسته کوو:

  • د کار د موندلو په موخه د حرفوي زده کړو وړاندې کول.
  • زموږ د حرفوي زده کړو د کورسونو فارغانو ته د عملي کار د دورو برابرول، ترڅو په یوه نوي کار کې وروزل شي او په ورته وخت کې عاید هم ترلاسه کړي.
  • له دوی سره د کوچنیو کاروبارونو په پیلولو کې بلاعوضه مرستې کول او د شته کاروبارونو د پراخولو لپاره د دوی مالي ملاتړ کول. 

د دې لپاره چی معلوم شي چی آیا تاسو په دغو پروګرامونو کې د ګډون وړ یاست،  لومړی باید تاسو د UNHCR یا زموږ د یوې همکارې ادارې لخوا و ارزول شئ. د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.


د بل څه په لټه کې یاست؟