افغانستان ته بېرته ستنېدل

که په بل هېواد کې د پناه غوښتونکي په توګه تر اوسېدو وروسته، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه فکر کوئ، په دې پاڼه کې له تاسو سره د مرستې لپاره ګټور معلومات موندلی شئ. که مو دلته د پام وړ موضوع ونه مونده، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

که چیرې تاسو د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې د لومړی نیټې څخه وروسته افغانستان ته راستانه شوي یاست، مهرباني وکړئ د موجودو مرستو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه تر پرېکړې مخکې په دقت سره فکر وکړئ. مخکې له دې چې د بېرته ستنېدو په اړه پرېکړه وکړئ، تاسو باید هلته د اوسېدو د ځای امنیتي وضعیت او همداراز د کارموندنې فرصتونو او د خپلې کورنۍ لپاره موجودو خدماتو ته پام وکړئ. هر ډول پرېکړه چې تاسو کوئ، باید په بشپړ ډول ستاسو خپل انتخاب وي او تاسو باید هېڅکله د خپلې خوښې خلاف بېرته ستنېدو ته اړ نه شئ.

که زه افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړم، کوم ډول مرسته موجوده ده؟

UNHCR اوس مهال هغو افغان کډوالو ته چې له ایران، پاکستان او تاجکستان څخه د UNHCR  د داوطلبانه بېرته ستنېدو (VolRep) پروګرام له لارې افغانستان ته راستنېږي، له هر راستنېدونکي سره 375 امریکايي ډالره مرسته کوي. دغه مرسته د ترانسپورت د لګښتونو او په افغانستان کې د ژوند د بیا پیلولو په موخه ورکول کېږي.

هغه افغان کډوال چې له نورو هېوادونو لکه هند، مالیزیا، روسیې او نورو څخه د UNHCR د دواطلبانه بېرته ستنېدو د پروګرام له لارې بېرته افغانستان ته راستنېږي، هغوی به د ترانسپورت لګښتونه لکه د الوتکې د ټکټونو لګښت او افغانستان ته له رسېدو سره سم به هر کس 225 امریکايي ډالره ترلاسه کړي.

پر دغو شرایطو د برابروالي لپاره، د داوطلبانه بېرته ستنېدو فورم ته چې ستاسو د پناه غوښتنې په هېواد کې د UNHCR لخوا صادر شوی وي اړتیا لرئ. د داوطلبانه بېرته ستنېدو فورم(VRF)  د ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د هغه هېواد د مرستې وېبپاڼه وګورئ چېرې چې اوسېږئ.