د درغلیو او ناوړه چلند په اړه راپور ورکول

د UNHCR ټول خدمات وړیا دي. پر هغه چا باور مه کوئ چې زموږ د خدماتو په بدل کې  له تاسو پیسې غواړي. که زموږ د خدماتو په بدل څوک له تاسو څخه پیسې یا نورې غوښتنې چې جنسي بڼه ولري وکړي، مهرباني وکړئ سم لاسي په دې اړه UNHCR ته راپور ورکړئ.

UNHCR  د هغو اشخاصو په اړه خبر دی چې په جعلي توګه ځانونهUNHCR   کارکوونکي معرفي کوي چې په هغو کې د فېسبوک جعلي پاڼې هم شاملېږي. تاسو باید د UNHCR له دفتر سره د اړیکې لپاره یوازې په دې وېبپاڼه کې راغلي د اړیکو لارې وکاروئ.

درغلي څه ته وايي؟

هره هغه کړنه چې په هغو کې ناسمې څرګندونې او یا د حقایقو پټول شامل وي، هغه که په پوهه یا قصدي ډول د ګټې ترلاسه کولو لپاره تېر ایستل وي، یا د تېر ایستلو لپاره هڅه وي.

د درغلیزو کړنو په بېلګو کې لاندې موارد شاملېږي:

  • له مرستو او خدماتو څخه د ګټې ترلاسه کولو په موخه ستاسو د شخصي وضعیت په اړه د ناسمو معلوماتو وړاندې کول؛
  • د جعلي اسنادو کارول یا په ناسم دول د اصلي اسنادو کارول؛
  • د شخصي ګټې لپاره د پیسو غوښتنه یا له مرستو او خدماتو (لکه راجسترولو، دایمي مېشتېدو) څخه د ګټې اخیستنې په موخه د پیسو ورکړه؛
  • د UNHCR، نورو ادارو او همکارو ادارو د استازیتوب په اړه ناسمه/جعلي ادعا.

ناوړه چلند څه ته وايي؟

د UNHCR ټول کارکوونکي د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د اصولو او مقرراتو پر رعایتولو مکلف دي. ناوړه چلند د دغو اصولو او مقرراتو په رعایتولو کې د کارکوونکي د پاتې راتلو په معنا ده.

ناوړه چلند کې لاندې موارد شامل دي:

  • له هغو خلکو څخه جنسي ګټه اخیستنه او ناوړه استفاده چې موږ خدمات ورته وړاندې کوو
  • درغلي (لکه: د ګټې ترلاسه کولو لپاره د اسنادو جعل کول)
  • فساد (لکه: له کډوالو او نورو څخه پیسې اخیستل)
  • د راجسترولو او دایمي مېشتېدو په پروسه پورې اړوند درغلي
  • غلا او اختلاس (لکه: د وسایلو/تجهیزاتو او پیسو غلا کول)
  • جنسي ځورونه

په مشخصه توګه، مالي درغلۍ، د راجسترولو او دایمي مېشتېدو په برخه کې درغلۍ، فساد، جنسي ګټه اخیستنه او ناوړه استفاده (SEA) او جنسي ځورونه د جدي سرغړونو په توګه بلل کېږي، دا که د UNHCR د کارکوونکو، د همکارو ادارو د کارکوونکو یا قراردادیانو (هغه کسان چې موږ یې د کار کولو لپاره ګومارو) لخوا وي.

UNHCR د جنسي ګټې اخیستنې او ناوړه استفادې پر وړاندې د صفر زغم [هېڅ د نه منلو وړ] پالیسي لري. دا کار د جدي سرغړونې په توګه بلل کېږي او د UNHCR ټول کارکوونکي په ډېر جدیت سره په دا ډول کړنه کې له ښکېلېدو څخه منعه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د چلند له معیارونو سره سم، د UNHCR او د همکارو غیر دولتي مؤسسو کارکوونکي باید له لاندې کړنو څخه په جدیت سره ډډه وکړي:

  • د پيسو، کار، غوره چلند، توکو یا خدماتو په مقابل کې له هرچا سره جنسي فعالیت لرل
  • له هر هغه چا سره جنسي فعالیت لرل چې تر اتلس کلنۍ ټيټ وي
  • په هر ډول جنسي سپکاوي، سپکوونکي یا جنسی استحصالي چلند کې ښکېلېدل.

د جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې په شمول د درغلۍ، فساد او ناوړه چلند د راپور ورکولو څرنګوالی

تاسو باید خپلې اندیښنې د هر ډول درغلۍ، فساد یا د جنسي ګټې اخیستنې او ناوړه استفادې د احتمالي قضیو په اړه زموږ د مرستې د لاندې ټېلېفوني کرښو له لارې راپور ورکړئ. ټول ورکړل شوي راپورونه به په محرم ډول وڅېړل شي.

لاندې وړیا شمېرې له یکشنبې تر پنجشنبې د سهار له 8 د مازدیګر تر 4 بجو فعالې دي.

0791990225 | 0790691746 | 0704996168 

د دغه برېښنالیک: [email protected]  له لارې هم له UNHCR سره اړیکه نیولی شئ. د UNHCR په ډېری دفترونو او ځایونو کې د شکایتونو بکسونه موجود دي چې تاسو کولی شئ خپل لیکلي نظرونه وړاندې کړئ.

پر دې سربېره، هر څوک چې د UNHCR د کارکوونکو یا د همکارو ادارو د کارکوونکو لخوا د احتمالي ناوړه چلند په اړه اندېښنې یا معلومات لري، کولی شي د UNHCR د عمومي پلټنې له دفتر(IGO)  سره اړیکه ونیسي. ستاسو راپور به په ډېر دقت سره څېړل کېږي او په بشپړ ډول به محرم ساتل کېږي. تاسو له لاندې محرمو انټرنېټي لارو راپور ورکولی شئ.

ستاسو په راپور کې باید لاندې موارد شامل وي:

  • څه پېښ شوي؟ د پېښې یا پېښو په اړه څه پوهېږئ په تفصیل سره یې ولیکئ.
  • چا دغه سرغړونه کړې؟ آیا پوهېږئ چې نور څوک هم په دې کې ښکلېل دي؟ که داسې وي، مهرباني وکړئ د هغه کس پوره نوم، دنده او اداره ذکر کړئ.
  • څه وخت او چېرته  دغه پېښه یاپېښې شوې؟ د امکان په صورت کې مهرباني وکړئ د هغه نېټه او وخت ولیکئ.