د کورنۍ بیا یوځاۍ کیدل

UNHCR (د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنر) له افغانانو څخه یو شمیر پوښتنې ترلاسه کوي چی سنګه کولای شی د کورنی دهغه غړو سره چی دافغانستان نه دباندی هستوګنه کوی یوځای شی. د کورنۍ د بیا یوځای کیدو برنامی، او څوک  کولای شی چی دی برنامو ته لاره و مومی ، د ځانګړیو هیوادونو لخوا رامینځته شوي. دې پروګرامونو ته د لاسرسي لپاره غوښتنلیکونه د UNHCR له لارې نه، بلکه د هغه هیواد د رامینځته شوي کړنلاري له مخی سپارل کیږی.

دلاندنی لینکونو له لاری تا سو کولای شی له ځینې کورنۍ یوځای کیدو د پروګرامونو په اړه توضیحاتو ته لاسرسی و مومی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنری به د دې لیست تازه کولو لپاره کار وکړي ترڅو د نورو هیوادونو د کورنۍ یوځای کیدو د پروګرامونو توضیحات پکې کډ کړي. په ورته وخت کې، که چیری تاسو په هغه هیواد کې د کورنۍ بیا یوځای کیدو پروګرامونو په اړه معلومات وغواړئ چې لاندې ونه موندل شي، مهرباني وکړئ د هغه هیواد دولتي ویب پاڼه کې د “کورنۍ یوځای کیدو (family reunification)” لټون وکړئ د کوم په اړه چې تاسو علاقه لرئ.


🇦🇺 آسټرالیا 🇦🇺

که تاسو چیری په آسټرالیا کې د کورنۍ غړي لرئ،کیدای شی دکورنۍ یوځای کیدل یا سپانسر شوي یا ملاتړ شوی ویزې اختیارونه ستاسو لپاره شتون لری. د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ زموږ د آسټرالیا  د مرستی د پاڼي څخه لیدنه وکړئ.


🇦🇹 اتریش 🇦🇹

که تاسو د خپلې کورنۍ د هغه غړو څخه جلا شوي یاست چې اوس په اتریش کې هستوګنه کوی، تاسو ګوندی د ځانګړي شرایطو لاندې په اتریش کې د دوی سره یوځای شئ کوم چې تاسو یې دلته موندلی شئ.

 


🇧🇪 بلجیم 🇧🇪

که تاسو د خپلې کورنۍ د هغه غړو څخه جلا شوي یاست چې اوس په بلجیم کې هستوګنه کوی، تاسو ګوندی د ځانګړي شرایطو لاندې په بلجیم کې ورسره یوځای شئ. تاسو کولای شئ لا زیات معلومات او نور شرایط لکه د ویزي درلودل دلته ومومئ. 

 


🇧🇦 بوزنیا او هرزه ګوینا 🇧🇦

بوزنیا او هرزیګوینا ته د کورنۍ بیا یوځای کیدو په اړه د لا زیاتو معلوماتو په اړه، مهرباني وکړئ زموږ بوزنیا او هرزه ګوینا د مرستې له پاڼي څخه لیدنه وکړئ.


🇨🇦 کاناډا 🇨🇦

که تاسو د کورنۍ داسي غړي لرئ چې د کاناډا د دولت لخوا د کډوالو په توګه پیژندل شوي وی، تاسو ګوندی د ځانګړو شرایطو لاندې د دوی سره یوځای شئ. تاسو کولای شئ لا زیات معلومات او دلته ومومئ.

🇭🇷 کروشیا 🇭🇷

د کروشیا د قانون له مخې، که ستاسو د کورنۍ غړي ته نړیوال ساتنه ورکړل شوی وي (پناه یا فرعي ساتنه) تاسو حق لرئ کروشیا ته راشئ او هلته ژوند ته دوام ورکړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره چې څوک وړ او پرشرایطو برابر دی، مهرباني وکړئ زموږ د کروشیا مرستې ویب پاڼي څخه لیدنه وکړئ.


🇩🇪 آلمان 🇩🇪

تاسو کولی شئ په آلمان کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ خو دا  د دوی د قانوني وضعیت ډول او له دوی سره ستاسو د خپلوی او اړیکی پورې اړه لري. تاسو کولی شئ پدې اړه معلومات ترلاسه کړی چې څوک په آلمان کې د کورنۍ یوځای کیدو د غوښتنلیک لپاره وړاوپرشرایط برابر دی، څنګه غوښتنه وکړئ او څوک کولی شي دلته ستاسو سره مرسته وکړي.

 


🇮🇪 آیرلنډ 🇮🇪

که تاسو د خپلې کورنۍ د هغه غړو څخه جلا شوي یاست چې اوس په آیرلنډ کې هستوګنه کوی، تاسو ګوندی د ځانګړي شرایطو لاندې په آیرلنډ کې ورسره یوځای شئ. تاسو کولی شئ دا معلومات ترلاسه کړی چي څوک وړ اوپرشرایطو برابر دی او څنګه دلته غوښتنه وکړي.

 


🇳🇱 هالنډ 🇳🇱

که تاسو د خپلې کورنۍ د هغه غړو څخه جلا شوي یاست چې اوس په هالنډ کې هستوګنه کوی، تاسو ګوندی د ځانګړي شرایطو لاندې په هالنډ کې ددوی سره یوځای شئ. تاسو کولی شئ دلته لا زیات معلومات ترلاسه کړی او د هالنډ د کډوالو د شورا څخه معلوماتو لپاره لارښوونه ترلاسه کړئ څوک چې کولای شي تاسو ته ددې پروسې په اړه معلومات درکړي.

 


🇳🇿 نوی زیلانډ 🇳🇿

که تاسو په نوی زیلانډ کې د کورنۍ غړي لرئ، ممکن د کورنۍ یوځای کیدل یا سپانسر یا د ملاتړ شوي ویزې اختیارونه ستاسو لپاره موجود وي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ زموږ د  نوی زیلانډ د مرستی د پاڼي څخه لیدنه وکړئ.


🇨🇭 سویتزرلنډ 🇨🇭

که ستاسو اصلی یعنی خپله کورنۍ په سویتزرلنډ کې وي، تاسو ممکن د ځانګړو شرایطو لاندې ورسره یوځای شئ. دا چي  تاسو به وکولی شئ خپلې کورنۍ سره  په سیتزرلنډ کی یوځای شئ  دا د دوی قانوني وضعیت پورې اړه لري  د دې لپاره چې څوک وړ او پرشرایطو برابر دی او د نورو توضیحاتو په اړه، مهرباني وکړئ زموږ د سویتزرلنډ مرستې (Help Switzerland) ویب پاڼي څخه لیدنه وکړئ.


🇬🇧 انګلستان 🇬🇧

تاسو کولی شئ په انګلستان کی له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ خو دا به د دوی د قانوني وضعیت ډول او له دوی سره ستاسو خپلوی او اړیکې پوری اړه لري. تاسو کولی شئ پدې اړه معلومات دلته ترلاسه کړی چې څوک په انګلستان کې د کورنۍ یوځای کیدو د غوښتنلیک لپاره وړ او پرشرایط براربر دی، څنګه غوښتنه وکړئ او دا چي څوک کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي.

 


🇺🇸 متحده ایالات 🇺🇸

که ستاسو خپلوان متحده ایالاتو ته د بیا میشته شوي کډوالو په توګه داخل شوي وي یا په متحده ایالاتو کې پناه ورکړل شوې وي، دوی ممکن په متحده ایالاتو کې ستا سو سره د یوځای کیدو لپاره د غوښتنې وړ وي. د کورنۍ یوځای کیدو موجود پروسو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د متحده ایالاتو  دمرستې پاڼي څخه لیدنه وکړئ.


اړوند معلومات