له ښځو، ماشومانو او ځانګړو اړتیاوو لرونکو خلکو سره مرسته.

آیا د خپل خوندیتوب یا د ماشوم د هوساینې لپاره اندېښمن یاست؟

که تاسو د خپلې هوساینې او خوندیتوب یا د ماشوم د هوساینې په اړه اندېښمن یاست، تاسو زموږ د UNHCR له ټيم سره د مرستې او ملاتړ لپاره اړیکه نیولی شئ.

د لاندې دلایلو له مخې تاسو له موږ سره اړیکه نیولی شئ.

  • که له تاوتریخوالي سره مخ شوي یاست.
  • که اندېښمن یاست چې له کوم ماشوم څخه ناوړه استفاده یا ګټه اخیستل کېږي.
  • که له تاسو غوښتل شوي وي چې له خپلې خوښې پرته له یو چا سره واده وکړئ.
  • که اندېښمن یاست چې یو ماشوم له خپلې خوښې پرته واده کېږي/واده شي.
  • که تاسو ګواښل شوي، ځورول شوي یا سپک شوي یاست.
  • که تاسو د داسې ماشوم په اړه اندېښمن یاست چې له هغه څخه د خطرناکو کارونو د کولو غوښتنه شوې وي
  • که تاسو د هغه ماشوم په اړه اندېښمن یاست چې هغه مور او پلار نلري او نور خپلوان د هغه پالنه کوي.
  • که تاسو د میراث له ترلاسه کولو څخه منعه شوي یاست یا په زور سره ستاسو عاید د کورنۍ د یوه غړي لخوا اخیستل شوی وي.

تاوتریخوالی څه ته وايي؟

په تاوتریخوالي کې زیان رسوونکې کړنې شاملېږي لکه فزیکي زور یا ځواک چې د یوه شخص د خوښې خلاف کارول کېږي. په دا ډول زیان رسوونکو کړنو ګواښل هم تاوتریخوالی بلل کېږي. تاوتریخوالی د ټپي کېدو، مړینې یا رواني ځورونې/زیان لامل کېدای شي.

تاوتریخوالی هر وخت او هر ځای، په عامه یا خصوصي ځایونو کې پېښېدای شي.

تاوتریخوالی ښايي ډېرې بڼې ولري، لکه فزیکي تاوتریخوالی، احساساتي/عاطفي یا رواني تاوتریخوالی او یا اقتصادي تاوتریخوالی. په اقتصادي تاوتریخوالي کې ښايي نورو ته د کار اجازه نه ورکول او یا د یوه کار کولو ته د هغوی اړ ایستل، د هغوی عاید/ګټه ترې اخیستل او د میراث حق نه ورکول شامل وي.

په داسې حال کې چې ښځې او نجونې زیاتره له تاوتریخوالي سره مخ دي ، هلکان او نارینه هم د تاوتریخوالي ښکار/موخه ګرځېدلی شي.

تل په یاد ولرئْ!

که تاسو یا هغه څوک چې تاسو یی پېژنئ له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ شوي وئ او یا ځان له ګواښ سره مخ بولئ، په دې برخه کې مرستې موجودې دي.

د ملاتړ موندلو لپاره زړه نا زړه کېږئ مه. هغه خدمات موجود دي چې تاسو غواړئ هغو ته لاسرسی ولرئ. تاسو د مرستې ترلاسه کولو حق لرئ او اړ نه یاست چې دغه مسایل په خپله حل کړئ.

د دغه برېښنالیک: [email protected] یا د لاندې ذکر شوو د مرستې شمېرو له لارې UNHCR سره اړیکه نیولی شئ.

  • 0790691746
  • 0704996168
  • 0791990225

ستاسو لخوا به ټول شریک شوي معلومات په محرم ډول وساتل شي او ستاسو له خوښې پرته به له بل هېچا سره شریک نه شي.