د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مرسته

په دې پاڼه کې تاسو په افغانستان کې د پناه غوښتنې د څرنګوالي په اړه معلومات موندلی شئ. که مو دلته د پام وړ موضوع پیدا نه کړه، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

څنګه د پناه غوښتنې لپاره اقدام کولی شم؟  

که تاسو یو بهرنی کس یاست، د پناه غوښتنې او د  UNHCRپه دفترکې د نوم لیکنې په لټه کې یاست، مهرباني وکړئ د دغه برېښنالیک [email protected]  له لارې موږ ته برېښنالیک راولیګی او خپل د اړیکې معلومات شریک کړئ. د نورو معلوماتو او لارښوونو لپاره به وروسته له تاسو سره اړیکه ونیول شي. که ټېلېفوني اړیکه نه شی نیولی، کولی شئ د لیدنو لپاره په ټاکلو ساعتونو کې له موږ سره وګورئ.

د لیدنې وختونه

که تاسو یو کډوال یا پناه غوښتونکی یاست او غواړئ زموږ له کارکوونکو سره د خپلو اندېښنو د شریکولو یا معلوماتو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړئ، په کابل کې په ICON کمپ کې د UNHCR دفتر واقع دی. د لیدنې ځای ته د لاسرسي لپاره، مهرباني وکړئ په عمومي دروازه کې موجودې لارښوونې تعقیب کړئ. 

د لیدنې ساعتونه د دوشنبې او چهارشنبې په ورځ د سهار له 8:30 د غرمې تر 12:30 بجو پورې دي. هیله ده په یاد ولرئ چې له دغو ټاکل شوو ساعتونو پرته په نورو وختونو کې لیدل امکان نه لري. له پاملرنې مو مننه.

د طبي پاملرنې په برخه کې  مرسته ترلاسه وکړئ

پدی معلوماتو کې دا  تشریح شوي چې تاسو څنګه کولی شئ د طبي درملنې په لګښت کې مرسته ترلاسه کړئ که چیرې تاسو هغه کډوال یا پناه غوښتونکي یاست چې په کابل کی ژوند کوي او د UNHCR سره ثبت شوي.

که تاسو یا ستاسو په کورنۍ کې څوک طبي پاملرنې ته اړتیا لري، تاسو باید یو عامه روغتون یا کلینیک ته ورشئ، چیرې چې د کډوالو او پناه غوښتونکو وړیا درملنه کیږي.  د وړیا روغتیایي خدماتو په اړه معلومات لاندې موندلی شئ.

که تاسو نشئ کولئ چې په عامه روغتون کې طبي خدمات ترلاسه کړی، نو UNHCR ممکن قضیه- په- قضیه اساس تاسو سره بل ځای کې د طبي پاملرنې لګښت کې مرسته وکړي.  د دې معلومولو لپاره چې آیا تاسو د مرستې لپاره وړ یاست او که نه، تاسو باید دا لاندې ګامونه تعقیب کړئ:

  1. تاسو باید لومړی په عامه روغتون یا کلینیک کې درملنه وکړئ.  په یاد ولرئ چې خپل د UNHCR کډوالو یا پناه غوښتونکو سند له ځان سره ولرئ. تاسو باید یواځی UNHCR سره اړیکه ونیسئ که چیرې هغه درملنه چې تاسو ورته اړتیا لرئ په عامه روغتون کې په وړیا توګهشتون نلري.
  2. -په کابل کې د UNHCR دفتر ته ورشئ او زموږ له یوه کارمند سره خبرې وکړئ. او یا هم د کډوالو د اړیکې شمیرې ته زنګ ووهئ.
  3. که تاسو په طبي لګښتونو کې د مرستې لپاره وړ یاست، نو له تاسو به وغوښتل شي چې د دریو خصوصي روغتونونو څخه د نرخونو غوښتنه وکړئ.
  4. UNHCR به د نرخونو بیاکتنه وکړي او تایید به کړي چې آیا موږ د درملنې په لګښت کې تاسو سره مرسته کولی شو او که نه.
  5. ستاسو د درملنې وروسته به UNHCR لګښتونه په مستقیم ډول د روغتیایي پاملرنې چمتو کوونکي ته ورکړي.  که تاسو پخپله د درملنې لپاره پیسې ورکړې وي نو تاسو باید موږ ته رسید یا د پیسو د ورکړې سند وښایاست او موږ به تاسو ته لګښت درکړو.

په طبي بیړني حالت کې (چیرې چې تاسو فکر کوئ ستاسو ژوند په خطر کې دی یا تاسو بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لرئ)، تاسو باید سمدستي د نږدې روغتیایی خدماتو مرکزڅخه بیړنۍ درملنه وغواړئ.

روغتونونه د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره وړیا طبي پاملرنې چمتو کوي


ساري ناروغۍ

انتاني روغتون

پته: سالان واټ، دوهمه ناحیه، کابل

ټیلیفون: ۹۳۲۰۲۲۰۱۳۷۲+


د ماشومانو لپاره طبي پاملرنه

د اتاترک د ماشومانو روغتون

پته: د کابل طبي پوهنتون شاته

ټیلیفون :۰۲۰۲۵۰۰۳۱۲

بریښنالیک: [email protected]

 


د زېږون پالنه او د ښځو روغتیا

د ملالۍ زیږون روغتون

پته: ملالۍ واټ، شهر نو، کابل

ټیلیفون: ۰۲۰۲۲۰۱۳۷۷

د رابعې بلخي د زېږون روغتون

پته: فروش ګاه، دوهمه ناحیه، کابل

ټیلیفون: ۰۲۰۲۱۰۴۵۰۸/۰۲۰۲۱۰۰۴۳۹

 


د سترګو پاملرنه

نور د سترګو روغتون

پته: سینما پامیر، کابل

تلیفون: ۰۲۰۲۱۰۰۴۴۶/۰۷۷۸۱۰۶۶۸۱

بریښنالیک: [email protected]


د زړه درملنه او داخلي درمل

د جمهوریت روغتون

پته: کابل، د کابل امنیه قوماندانۍ مخې ته، کورنیو چارو وزارت ته څېرمه او د چرګانو کوڅه

ټیلیفون: ۰۲۰۲۲۰۱۳۷۳ / ۱۳۷۵

استقلال روغتون

پته: شپږمه ناحیه، سی رحیم الله الدین

ټیلیفون: ۰۲۰۲۵۰۰۶۷۴

د ابن سینا روغتون

پته: پل ارتل، لومړۍ ناحیه، کابل

ټیلیفون: ۰۲۰۲۱۰۰۳۵۹ / ۰۲۰۲۵۰۰۳۴۱

د کابل مرکز پولی کلینیک

پته: لومړۍ ناحیه، سینما پامیر، کابل

ټیلیفون: ۰۲۰۲۱۰۰۴۴۵

د نري رنځ روغتون

ادرس: ثناء توريم، دارالامان، شپږمه ناحیه، کابل

ټیلیفون: ۹۳۰۷۵۲۰۱۴۸۴۲ +

 


رواني روغتیا او مشوره ورکول

نړیوال رواني سازمان IPSO

ډاکټر فرشته کویډز، علي فتحي او انجي مسمه

ځای: کابل

تلیفون: ۰۷۰۷۲۰۲۴۸۹، ۰۷۸۰۱۲۴۱۴۴

بریښنالیک [email protected] / [email protected]

میډیکا افغانستان

حمیرا رسولي

ځای: کابل

تلیفون: ۰۷۸۲۰۵۱۴۰۵، ۲۲۱۲۲۰۳۵

بریښنالیک: [email protected]

د افغانانو لپاره طبي ریفریشر کورسونه

ډاکټر ضیا

ځای: کابل

تلیفون: ۰۷۷۷۲۱۸۱۶۴

بریښنالیک: [email protected]

د ماشومانو لپاره SOLACE

ډاکټر نوید حمکار

ځای: کابل

تلیفون: ۰۷۸۵۲۷۲۷۶

بریښنالیک: [email protected]

شرف الدین اعظمي

ځای: کابل

تلیفون: ۰۷۴۷۱۱۱۲۱۳

بریښنالیک: [email protected]

HealthNet TPO

ځای: کابل او خوست

تلیفون: ۰۷۸۱۲۴۱۴۴

بریښنالیک: [email protected]

امریکایی کلینیکي ارواپوه

ډاکټر نارمن ګوستاوسن

ځای: کابل

بریښنالیک: [email protected]

د تابش سازمان

ډاکټر ویس اریا

ځای: کابل

تلیفون: (۰۲۱) ۵۴۸۲۴۳۱

بریښنالیک: [email protected]، [email protected]