حقوقي مرسته

په دې پاڼه کې تاسو د UNHCR لخوا د وړاندې شوو حقوقي مرستو/خدماتو په اړه معلومات موندلی شئ. که دلته مو د پام وړ موضوع پیدا نه کړه، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

آیا UNHCR له ماسره حقوقي مرسته کولی شي؟

UNHCR اوس مهال په هرات، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، کندز او کابل ولایتونو کې وړیا حقوقي او مشورتي خدمات/مرستې وړاندې کوي. حقوقي مشورې د مدافع وکیلانو (حقوق پوهانو) لخوا وړاندې کېږي چې کډوالو، پناه غوښتونکو، داخلي بېځایه شوو (هغه افغانان چې د جګړو یا نورو دلایلو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي وي) او هغو افغانانو لپاره چې په نورو هېوادونو کې تر کډوالۍ وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي وي د لاسرسي وړ دي.  

حقوقي مشوره ورکول هغو مناسبو حقوقي سپارښتنو ته ویل کېږي چې په انفرادي ډول په یوه مشخصه حقوقي قضیه کې د مرستې لپاره وړاندې کېږي. زموږ مدافع وکیلان (حقوق پوهان) د لاندې مواردو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو کې له تاسو سره مرسته کولی شي:

  • د کورنۍ حقوق
  • د کور، ځمکې او ملکیت حقوق
  •  مدنی ثبت او اسنادو ته لاسرسی

UNHCR همداراز هغو خلکو ته حقوقي مرستې وړاندې کوي چې مدني اسنادو ته اړتیا لري، چې د اسنادو د صادرولو لپاره مادي ملاتړ پکې شاملېږي.

څنګه زه حقوقي ملاتړ ترلاسه کولی شم؟

UNHCR اوس مهال یوازې په هرات، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، کابل او کندز ولایتونو کې وړیا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي. که تاسو په دغو ولایتونو کې اوسېږئ او حقوقي مرستې ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ ترڅو موږ پوه شو چې آیا تاسو د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره پر شرایطو برابر یاست که نه.

د ملکي اسنادو ترلاسه کولو په برخه کې د همکارۍ ترلاسه کول

دا معلومات په افغانستان کې د رسمي اسنادو د ترلاسه کولو څرنګوالی تشرېح کوي.

د رسمي اسنادو په ترلاسه کولو کې همکارۍ ته د اړتیا په صورت کې، UNHCR  ښايي له تاسو سره مرسته وکړي. د نورو معلوماتو لپاره، زموږ د وړیا همکارۍ شمېرو ته زنګ ووهئ.


پېژند پاڼه - تذکره

تذکره (پېژندپاڼه) په افغانستان کې د ملي هویت هغه رسمي سند دی چې د حکومت له خوا ورکول کېږي. دا سند د پېژندنې (هویت) یو باور وړ سند دی چې له ملي ډېټابېس سره وصل دی.

تذکره (پېژندپاڼه) د لاندې مواردو لپاره لازمي ده:

  • په روغتونونو او کلینیکونو کې د وړیا روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره؛
  • په ښوونځي یا پوهنتون کې د نوم لیکنې لپاره؛
  • د نورو ملکي اسنادو لکه پاسپورت او نکاح خط د ترلاسه کولو لپاره؛
  • حج ته د تګ لپاره؛
  • د کار د غوښتنې لپاره، لکه څنګه چې ډېری کار ګومارونکي، د حکومت په شمول تذکره (پېژندپاڼه) لازمي ګڼي؛
  • د پاسپورت یا د موټر چلولو د جواز (لایسنس) ترلاسه کولو لپاره؛
  • په ټاکنو کې د ګډون لپاره؛
  • د ځمکې د رسمي قبالې ترلاسه کولو لپاره؛ او
  • د دعوې پر مهال په محکمه کې د ګډون لپاره.

د تذکرې (پېژندپاڼې) د ترلاسه کولو پروسه:

  1. تاسو د خپل نږدې نارینه خپلوان لکه ستاسو د پلار، نیکه، کاکا یا ورور د پېژندپاڼې پر اساس د ځان لپاره تذکره (پېژندپاڼه) ترلاسه کولی شئ.
  2. د تذکرې لپاره ځانګړي شپږ قطعې عکسونه.
  3. د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې یا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته مراجعه وکړئ او عریضه وکړئ یا د غوښتنې فورمه ډکه کړئ.
  4. یاده فورمه باید د ګذر وکیل یا ملک تصدیق کړي (دوی باید فورم ډک او ټاپه/مهر کړي) او وروسته بیا فورم د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ته وسپارل شي.
  5. د غوښتنې فورمه د نارینه خپلوان له تذکرې او خپلو عکسونو سره د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ته وسپارئ.
  6. د تذکرې (پېژندپاڼې) د ترلاسه کولو لپاره د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له خوا خبر ته په تمه شئ
  7. د برېښنايي پېژندپاڼې لپاره بایومتریک کول لازمي دي.

 


زیږون کارت

زیږون کارت یو حقوقي سند دی چې د ماشوم د زیږېدو نېټه او وخت تائيدوي او همداراز د ماشوم د مور او پلار مشخصات پکې ثبتیږي. په افغانستان کې د ماشوم له پنځه کلن کېدو مخکې دغه سند غوښتل کېدای شي. د عامې روغتیا وزارت په روغتیايي مرکزونو کې د زیږېدونکو ماشومانو د ثبتولو په شمول د زیږون کارتونو د صادرولو مسؤلیت لري.

د زیږون کارتونو ترلاسه کول د لاندې مواردو لپاره مهم دي:

  • د هویت قانوني تثبیت: د زیږون کارت درلودل په راتلونکي کې د تذکرې ترلاسه کول خورا اسانه کوي. د بېلګې په توګه: کله چې ماشوم یو کلن شي، پلار یې کولی شي د وکیل، ملک یا ارباب له مرستې پرته د زیږون د کارت لپاره غوښتنه وکړي. دا کار په آسانۍ سره د ماشوم د زیږون کارت او د هغه د پلار د تذکرې (پېژندپاڼې) په وړاندې کولو سره کېدای شي.
  • د نسب اثبات: د زیږون کارت د ماشوم او د هغه د مور او پلار ترمنځ نسبي اړیکه ثابتوي، چې د میراث د حقونو او د ماشوم د توقیف د قضیې لپاره مهم دی.
  • د حقونو خوندیتوب: هغه ماشومان چې د زیږون له کارت پرته زیږېدلي، دوی له لومړنیو حقونو څخه د محرومېدو له ګواښ سره مخ دي. په دغو حقونو کې زده کړې، روغتیايي خدماتو او نورو ټولنیزو خدماتو ته لاسرسی شامل دی. د زیږون کارت د ماشوم د عمر او هویت قانوني ثبوت وړاندې کوي، له ماشومانو څخه د احتمالي ګټې اخیستنې، د ماشومانو له کار او په کم عمر (ماشومتوب) کې له ودونو څخه ساتنه کوي.

د زیږون کارت د ترلاسه کولو پروسه په روغتون یا کور کې د ماشوم په زیږېدو پورې اړه لري.

که ماشوم په روغتون یا کلینیک کې زیږېدلی وي:

  1. د ماشوم تر زیږېدو وروسته، د ماشوم مور او پلار ته د ماشوم نوم، د پلار نوم، د زیږون نېټه او وخت او د روغتون نوم لرونکی ژېړ کارت ورکول کېږي.
  2. پلار باید ژیړ کارت د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ته وسپاري او د زیږون د کارت د غوښتنې فورمه ډکه کړي.
  3. فورمه باید د مور او پلار او د زیږون د برخې/ولادي نسايي متخصص له خوا لاسلیک شي چې د ماشوم روغتیا یې معاینه کړې وي.
  4. د دې پروسې تر بشپړېدو وروسته، د نفوسو د احوالو د ثبت اداره به د زیږون کارت صادر کړي.

که ماشوم په کور کې زیږېدلی وي:

  1. د ماشوم پلار باید د ثبت ادارې (حیاتي احصایې) ته مراجعه وکړي او اړونده فورمه ډکه کړي او د زیږون کارت غوښتنه وکړي.
  2. د پېژندپاڼې څانګه به د ګذر وکيل، ملک يا ارباب ته د ماشوم د پيدايښت د تاييد لپاره يو مکتوب واستوي.
  3. د زیږون تر تایید وروسته به د پېژندپاڼو د وېش اداره د زیږون کارت صادر کړي.

د زیږون د کارت د ورکېدو په صورت کې، کولی شئ د لاندې پروسې له لارې د کاپي (مثنی) غوښتنه وکړئ:

  1. غوښتونکی د یوه غوښتنلیک یا عریضې په واسطه د موضوع او د زیږون کارت د بیا ترلاسه کولو اړتیا په اړه توضېحات ورکوي.
  2. د ورک شوي زیږون کارت د بیا صادرولو لپاره، په اړینو اسنادو کې په رادیو کې د ورکې اعلان سند، دوه عکسونه او د ورک شوي زیږون کارت یوه کاپي شامل دي. د زیږون کارت د خرابېدو په صورت کې، دوه عکسونه او خراب شوی اصلي زیږون کارت اړین دی.
  3. غوښتونکی اړین اسناد په کابل ولایت کې په خپل ښار یا ولسوالۍ کې د ملکي ثبت ادارې ته سپاري. د غوښتنې د پروسې له بشپړېدو وروسته به غوښتونکی د زیږون کارت ترلاسه کړي.

نکاح خط

د نجلۍ او هلک تر واده وروسته، دوی کولی شي په قانوني ډول د ښځې او خاوند په توګه د خپل واده لپاره نکاح خط ترلاسه کړي.

نکاح خط د لاندې مواردو لپاره مهم دی:

  • په افغانستان کې د ننه او بهر د ښځې او خاوند په توګه یوځای سفر کول. د هغې ښځې او خاوند لپاره چې مکې معظمې ته د حج یا عمرې د ادا کولو لپاره سفر کوي، نکاح خط لازمي دی.

د نکاح خط ترلاسه کولو پروسه:

  1. ښځه او خاوند باید د نکاح خط د غوښتنې لپاره د محکمې اړونده فورمه ډکه کړي.
  2. تر بشپړېدو وروسته، فورمه باید د ټولنې د مشرانو (ملک یا د ګذر وکیل) او ګاونډیانو له خوا لاسلیک شي ترڅو ښځې او خاوند د هویت او استوګنې تصدیق وکړي.
  3. یاده فورمه باید د بیا کتنې لپاره اړوندې محکمې ته وسپارل شي. وروسته بیا محکمه د نورو پروسو د اجراآتو د بشپړولو لپاره د ښځې او خاوند د بېرته ورتګ لپاره دوی ته یوه نېټه ټاکي.
  4. په ټاکل شوې نېټه، ښځه او خاوند باید محکمې ته د قاضي له خوا د خپل واده د تایید لپاره له دوو شاهدانو سره حاضر شي. تر تایید وروسته به محکمه ښځې او خاوند ته نکاح خط صادر کړي.

 


د مړینې سند

د مړینې سند یو حقوقي سند دی چې د حکومتي ادارو لخوا په رسمي ډول د یو کس د مړینې د تاییدولو لپاره صادرېږي. دا سند د مړینې د ثبت په رسمي کتاب کې ثبتېږي.

د خپلوانو د مړینې په صورت کې، د مړینې د سند ترلاسه کول ښايي د لاندې مواردو لپاره اړین وي:

  • د حقوقي دلایلو لپاره د بېلګې په توګه: د مړه شوي شخص د ملکیت/شتمنۍ د تثبیتولو، د شتمنۍ/ملکیت د مالکیت لیږدول او د بانکي حسابونو او نورو مالي حسابونو تړل.
  • د بیمې اړوند حقونه، تقاعد یا د ټولنیز خوندیتوب امتیازات، یا نور دولتي امتیازات، چې د مړینې ثبوت ته اړتیا ده. د بېلګې په توګه، که خپلوان مو دولتي کارکوونکی وي، تاسو کولی شئ د هغه له مړینې وروسته یې تقاعد واخلئ، خو د دغه کار لپاره د مړینې سند ته اړتیا ده.

د مړینې د سند ترلاسه کولو پروسه:

  1. د ولایت یا ولسوالۍ په مرکز کې د پېژندپاڼې ادارې ته مراجعه وکړئ.
  2. د مړینې په اړه د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ته خبر ورکړئ او د مړه شوي کس پېژندپاڼه د ملکي خدماتو مامور ته وسپارئ.
  3. د نفوسو د ثبت اداره به د مړه شوي کس د مړینې د تایید لپاره د ولسوالۍ له څارنوال یا د کلي له مشر سره اړیکه نیسي.
  4. د مړینې تر تایید وروسته به د نفوسو د ثبت اداره یوه فورمه ټاپه کړي، چې د مړینې فورمه (فوتي خط/د مړینې سند) بلل کېږي او د مړ شوي کس خپلوانو ته یې ورکوي.

د بل څه په لټه کې یاست؟