که په افغانستان کې اوسېږئ، تاسو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د خدماتو په اړه د مرستې او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغه پاڼه کارولی شئ.
که تاسو اوس مهال په افغانستان کې نه اوسېږئ، مهرباني وکړئ په هغه هېواد کې چې اوسېږئ د هغه هیواد د UNHCR د مرستې پاڼه وګورئ.
نن ورځ په کوم شي کې مرستې ته اړتیا لرئ؟
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنری (UNHCR) له افغانستانه د وتلو لپاره له هېچا سره مرسته نه شي کولی. که تاسو د نورو هېوادونو د نقل مکان د پروګرامونو په اړه نور معلومات غواړئ، مهرباني وکړئ د نقل مکان پاڼه وګورئ.
ټولې بشري مرستې وړیا دي. هېڅوک دا حق نه لري چې له تاسو څخه د مرستې په مقابل کې پیسې یا نورې غوښتنې ولري. UNHCR د هغو اشخاصو په اړه خبر دی چې په جعلي توګه ځانونه دUNHCR کارکوونکي معرفي کوي چې په هغو کې د فېسبوک جعلي پاڼې هم شاملېږي. تاسو باید د UNHCR له دفتر سره د اړیکې لپاره یوازې په دې وېبپاڼه کې راغلي د اړیکو لارې وکاروئ.