له موږ سره اړیکه

موږ دلته د مرستې لپاره یو.

موږ د UNHCR د خدماتو په اړه ستاسو پوښتنو او نظرونو ته ښه راغلاست وایو. دا چې موږ څنګه له تاسو سره مرسته کولی شو، د دې معلومولو لپاره مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

Image of call operators taking calls

له موږ سره اړیکه

د برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: [email protected]

له یکشنبې تر پنجشنبې، د سهار له 8 د مازدیګر تر 4 بجو پورې په وړیا او محرم ډول زنګ ووهئ.
0791990225
0790691746
0704996168 

موږ په کابل، کندهار، هرات او جلال آباد کې له خپلو دفترونو او مرکزونو بهر د شکایتونو بکسونه لرو. تاسو کولی شئ خپل لیکلی نظر او د خپلې اړیکې شمېره د شکایتونو په بکس کې واچوئ، زموږ یو کارکوونکی به بېرته له تاسو سره اړیکه ونیسي.

که تاسو فکر کوئ چې د درغلۍ یا ناوړه چلند قرباني یاست، تاسو باید سم لاسي په دې اړه UNHCR ته راپور ورکړئ. د درغلیو او ناوړه چلند د راپور ورکولو په اړه نور معلومات دلته پیدا کړئ

آواز

د خوراکي مرستې په ګډون په افغانستان کې د موجودو مرستود بېلابېلو ډولونو په اړه د معلوماتو لپاره، د آواز په نامه د مرستې ټېلېفوني کرښې ته په اونۍ کې اووه ورځې وړیا زنګ وهلی شئ. ستاسو اړیکو ته د ځواب ویلو لپاره ښځینه او نارینه استازي موجود دي او د آواز ټيم پر دري، پښتو، اردو، انګلیسي او نورو ژبو خبرې کوي.

د آواز ټېلېفوني کرښې سره په 410 وړیا شمېره اړیکه ونیسئ

د آواز وېبپاڼه وګورئ: awaazaf.org