که تاسو له پاکستان څخه بیرته راستانه شوي یاست نو څنګه کولی شی چی مرسته ترلاسه کړئ

که تاسو د 2023 کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستنېدو ته اړ شوي یاست، په دې پاڼه کې تاسو د موجودو مرستو په اړه معلومات ترلاسه کولی شئ.

که د پام وړ معلومات/موضوع دلته نه شئ موندلی، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ .

دا چی آیا تاسو به د UNHCR څخه مرسته ترلاسه کړی او که نه، دا ستاسو په شخصي حالت او د هغو اسنادو په ډول پورې اړه لري چې له تاسو سره شته. د نورو معلوماتو لپاره لاندې خپل اسناد انتخاب کړئ.


آیا تاسو د داوطلبانه راستنېدو فورم لرئ؟

که د پاکستان په بالِلي یا ازاخېل کې د UNHCR د داوطلبانه بېرته راستنېدو مرکز د داوطلبانه بېرته راستنېدو فورمه درکړې وي، تاسو په افغانستان کې زموږ د نغدو پیسو د وېش له مرکز څخه نغدي مرسته ترلاسه کولی شئ.

د داوطلبانه بېرته راستنېدو په فورم کې به ستاسو د کورنۍ ثبت شوي هر کس ته 375 امریکايي ډالر ورکړل شي. د بېلګې په توګه: که پنځه کسیزه کورنۍ ولرئ، تاسو به 5 ضرب په 375 کې = 1875 امریکايي ډالر ترلاسه کړئ.

ستاسو د کورنۍ هر یو غړی چې له تاسو سره بېرته راستون شوی او د PoR اعتبار لرونکی کارت نه لري او د داوطلبانه بېرته راستنېدو په فورم کې یې نوم نشته، خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په تصدیق پاڼه کې ثبت شوي وي، تر مرکې/مصاحبې وروسته به تر کوره د ترانسپورت د لګښتونو لپاره هر کس ته 20 امریکايي ډالر ورکړل شي.


آیا د POR اعتبار لرونکی کارت لرئ؟

که د 2023 کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستانه بېرته راستانه شوي یاست، ستاسو د کورنۍ ټول غړي چې د PoR اعتباري کارت ولري (آبي کارت چې د 2023 د جون تر 30مې وخت لري) هغوی به د نغدي مرستو د وېش په مرکز کې د هر کس پر سر 375 امریکايي ډالر ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه، که ستاسو د پنځه کسیزې کورنۍ هر غړی د PoR اعتبار لرونکی کارت ولري، تاسو به 5 ضرب په 375 کې = 1875 امریکايي ډالر ترلاسه کړئ.

که ستاسو په کورنۍ کې یو څوک اعتبار لرونکی PoR کارت ونه لري، هغوی ته به تر کوره د ترانسپورت د لګښت لپاره د هر کس پر سر 20 امریکايي ډالر ورکړل شي.

د دغو مرستو د ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید په تورخم/سپین بولدک کې ټاپه شوې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لخوا د بېرته راستنېدو تصدیق پاڼه ولرئ.

 


آیا د UNHCR د پناه غوښتنې تصدیق پاڼه یا سلیپ لرئ؟

که تاسو په پاکستان کې د UNHCR یا د UNHCR د همکارو ادارو لخوا ثبت شوي یاست او تاسو ته یې د پناه غوښتنې تصدیق پاڼه یا د UNHCR سلیپ (یوه پاڼه چې په هغې کې ستاسو د قضيې/کیس شمېره لیکلې وي) درکړی وي، تاسو به د خپلې کورنۍ لپاره 140 امریکايي ډالر او د ترانسپورت لپاره هر کس پر سر 20 امریکايي ډالر نغده مرسته ترلاسه کړي.

دغه مرستې یوازې د هغو کسانو لپاره دي چې د 2023 کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه بېرته راستانه شوي وي. تاسو باید په تورخم/سپین بولدک کې ټاپه شوې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لخوا د بېرته راستنېدو تصدیق پاڼه ولرئ.

که تاسو په افغانستان کې اوسېږئ او د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي نه یاست، تاسو د UNHCR لخوا د مرستې لپاره پر شرایطو برابر نه بلل کېږئ.


آیا نور اسناد لرئ؟

که تاسو پورتني هېڅ اسناد ونه لرئ، د کډوالۍ نړیواله اداره(IOM)  به له تاسو سره د دوی په ترانزیت مرکزونو کې مرسته وکړي. په دې کې هغه کسان شاملېږي چې لاندې اسناد ولري:

  • د PoR شین یا زیړ کارت
  • د افغانستان د اتباعو کارت (ACC)
  • د اعتبار لرونکو اسنادو نه درلودل