په انګلستان کې پناه غوښتنه

په انګلستان کې د UNHCR ادارې دفتر په انګلستان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه مني او نه هم د پناه غوښتنې په اړه د کډوالو پرېکړې کوي.

په انګلستان هېواد کې، د انګلستان دولت (د کورنیو چارو وزارت) د کډوالو د وضعیت د ټاکلو د پروسې مسولیت لري. په دې توګه، په انګلستان کې د UNHCR اداره نه شي کولی چې د پناه غوښتنې د ادعاوو په اړه کومو پرېکړو ته چټکتیا ورکړي.

پناه غوښتونکی چاته ویل کیږي؟

پناه هغه خوندیتوب دی چې یو هیواد یې په خپله خاوره کې غیر تبعه افرادو ته ورکوي. د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې 14 مه ماده (UDHR) بیانوي هرڅوک حق لري چې د تعقیب، شکنجې او ازار څخه د خوندیتوب په موخه د پنا غوښتونکی شي.

پناه غوښتونکی هغه څوک دی چې خپل اصلي هیواد د دې لپاره پریږدي ترڅو په بل هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي. په عملي او قانوني توګه د هغه کس لپاره اړینه ده چې ژر تر ژره په رسمي توګه د پناه غوښتنه وکړي.

کډوال چاته ویل کیږي؟

د 1951 کال د کډوالو کنوانسیون له مخې د کډوال په تعریف کې هغه څوک شاملیږي چې:

‘د نژاد، دین، تابعیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب له مخې د ځورونې له امله د ښه اساسي وېرې له امله، یا د سیاسي مفکورې له کبله، له خپل هیواد څخه بهر وي، او د دې توان نه لري یا د دې ډار له امله، په خپل هېواد کې د ځان په ګټه له خوندیتوب څخه د ګټې پورته کولو لیوالتیا نه لري.’

د کډوالو د وضعیت معلومول هغه پروسه ده چې یا یې د کډوالو کوربه دولت یا هم د UNHCR اداره معلوموي چې آیا یو پناه غوښتونکی د کډوال اړوند تعریف په شرایطو برابر دی او که نه.

ایا زه په انګلستان هېواد کې د پناه غوښتنې وړ یم؟

د وړ کېدو په اړه معلومات د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په انګلستان هېواد کې د پناه د غوښتنې لپاره، تاسو باید په فزیکي توګه په انګلستان کې شتون ولرئ.

څرنګه کولی شم په انګلستان هېواد کې د پناه غوښتنه وکړم؟

که څه هم د نړۍ په نورو هیوادونو کې د UNHCR اداره خپله کډوال معلوم او ثبتوي، خو په انګلستان هېواد کې د UNHCR ادارې رول داسې نه دی چې معلومه کړي چې چاته باید په انګلستان کې پناه ورکړل او چاته ور نه کړل شي. دا د انګلستان هېواد د کورنیو چارو د وزارت مسولیت دی چې په دې هیواد کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه او په اړه یې پریکړه وکړي. په دې اساس، د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه باید په مستقیم ډول د انګلستان هېواد د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

په انګلستان هېواد کې د UNHCR ادارې دفتر نه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه مني او نه هم د پناه غوښتنې په اړه پریکړه کوي.

د دې په اړه معلومات چې څرنګه او چېرته کولی شئ خپله د پناه غوښتنې ادعا ثبت کړئ د انګلستان د دولتي خدماتو په ویب پاڼه کې یې موندلی شئ.

په دې اړه معلومات چې تاسو باید د پناه غوښتنې د ادعا د ثبتولو لپاره کوم اسناد چمتو کړئ د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې یې موندلی شئ.

زه له 18 کلونو څخه کم عمر لرم، زما لپاره یې پروسه څه ډول ده؟

د کوچنيانو (د 18 کالو څخه کم عمره کسانو) لپاره دا معلومات چې څرنګه کولی شي په خپله ورته غوښتنلیک وسپاري د انګلستان د دولتي خدماتو په ویب پاڼه کې موندل کیدلی شي.

ایا د UNHCR اداره کولی شي ما ته حقوقي مشوره راکړي؟

په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره نه شي کولی چې کومه حقوقي مشوره ورکړي. د پناه غوښتونکو حقوقي استازیتوب او مشوره د شخصي وکیلانو او یا هم د متخصصو ادارو له لارې ورکول کیږي چې کیدای شي د حقوقي مرستې تر پروسې لاندې خپل خدمات په وړیا ډول وړاندې کړي.

زما د کتنې له اړوند مرکې وروسته څه پیښیږي؟

د دې په اړه د معلوماتو په ګډون چې ستاسو د کتنې له مرکې وروسته څه پیښیږي: ستاسو د پناه غوښتنې د ثبت کارت (ARC) او د کډوالۍ د ایستلو توقیف د انګلستان هېواد د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شي.

د پناه غوښتنې اړوند د خپلې مرکې په اړه معلومات د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شئ.

زما د پناه غوښتنې له مرکې وروسته څه پېښیږي؟

د هغو ممکنه پریکړو په اړه معلومات چې ستاسو د پناه غوښتنې له مرکې وروسته د انګلستان د کورنیو چارو وزارت له لوري ترسره کیدلی شي د انګلستان د دولتي خدماتو په وېب پاڼه کې یې موندلی شئ.

زه د خپلې د پناه غوښتنې په اړه پریکړې ته انتظار یم. ایا په انګلستان کې د UNHCR اداره کولی شي یاده پروسه ګړندۍ کړي؟

له بده مرغه، نه.په انګلستان هېواد کې، د انګلستان د دولت (د کورنیو چارو وزارت دفتر) د کډوالو د وضعیت د ټاکلو د پروسې مسولیت لري. په انګلستان کې د UNHCR ادارې دفتر په دې هېواد کې نه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه مني او نه هم د پناه غوښتنې په اړه پریکړه کوي.

ما په انګلستان هېواد کې د کډوالۍ د دریځ د ترلاسه کولو غوښتنه کړې خو زما ادعا بریالۍ نه شوه. ایا د UNHCR اداره راسره مرسته کولی شي؟

نه. په انګلستان هېواد کې د UNHCR ادارهنه شي کولی چې په دې اړه کډوالو ته کومه حقوقي مشوره ورکړي او موږ نه شو کولی د افرادو د پناه غوښتنې په پروسه او استیناف په غوښتنه کې د هغوۍ استازیتوب وکړو.

زه اوسمهال له انګلستان هېواد څخه بهر یم خو غواړم په انګلستان کې پناه وغواړم. ایا د UNHCR اداره راسره مرسته کولی شي؟

نه. په انګلستان هېواد کې د پناه غوښتنې لپاره باید، تاسو په فزیکي توګه په انګلستان کې شتون ولرئ. د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه له UNHCR پرته د انګلستان دولت ته سپارل کیږي. په دې اړه نور معلومات د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شئ.

زه په انګلستان هېواد کې یم او غواړم په بل هیواد کې پناه وغواړم یا بل هیواد ته ولیږدول شم. ایا په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره له ما سره مرسته کولی شي؟

نه. په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره نه شي کولی له هغو اشخاصو سره چې په دې هېواد کې دي بل هیواد ته د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په سپارلو کې مرسته وکړي.

هر هیواد د پناه غوښتنې او د پناه غوښتنې د ادعا د څرنګوالي په اړه بېلابېل اصول او مقررات لري. د بېلابېلو هیوادونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د UNHCR ادارې د بېلابېلو مرستو اړوند پاڼې ته دلته مراجعه وکړئ.

سربیره پردې، په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره نه شي کولی له انګلستان څخه بل هیواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د لیږد یا ځای په ځای کولو لپاره ترتیب برابر کړي. که تاسو له انګلستان څخه بل هیواد ته د لیږدولو لپاره د غوښتنلیک په چمتو کولو کې لیوالتیا لرئ، تاسو باید د اړوند هیواد له چارواکو سره اړیکه ونیسئ.

زه مخکې په بل هیواد کې د UNHCR له ادارې سره ثبت شوی یم او د پناه غوښتنې اړوند د خپلې ادعا په اړه د اسنادو او معلوماتو لپاره هغه هېواد ته لاسرسي ته اړتیا لرم.

که تاسو اوسمهال په انګلستان کې یاست او غواړئ په دې تصدیق کولو کې مرسته وغواړئ چې تاسو په بل هیواد کې د UNHCR له ادارې سره د کډوال په توګه ثبت شوي یاست، مهرباني وکړئ موږ ته خپل معلومات په دې بریښنالیک راولېږئ: [email protected].


نور اړوند معلومات

<< بیرته په انګلستان کې د UNHCR کورپاڼې ته ورشئ >> زموږ د مرستې په پاڼه باندې بل هیواد غوره کړئ