په انګلستان کې حقوقي مرستې ته لاسرسی

په انګلستان کې د UNHCR اداره حقوقي مشورې نه ورکوي.تاسو کولی شئ په دې پاڼه کې د حقوقي مشورې د موندلو اړوند معلومات پیداکړئ.

په انګلستان کې حقوقي مرستې د هغو خصوصي وکیلانو، حقوقي مشاورینو او یا د ځانګړو ادارو له لارې ورکول کیږي چې کولی شي د حقوقي مرستې د پروسې په چوکاټ کې خپل خدمات په وړیا ډول وړاندې کړي. تاسو کولی شئ د حقوقي مرستې په اړه نور معلومات په کې د انګلستان د دولت په ویب پاڼه کې دلته ترلاسه کړئ: حقوقي مرسته.

 که تاسو په انګلستان یا ویلز کې یاست، نو کولی شئ د قانون ټولنې په ویب پاڼه کې خپلې سیمې ته نږدې مېشت وکیلان پیداکړئ.

 که تاسو په سکاټلینډ کې یاست، نو کولی شئ د سکاټلینډ قانون ټولنه په ویب پاڼه کې خپلو سیمو ته نږدې وکیلان پیداکړئ.

 که تاسو په شمالي ایرلینډ کې یاست، نو مهرباني وکړئ د شمالي ایرلینډ د قانون ټولنه وګورئ ترڅو خپلو سیمو ته نږدې وکیلان پیداکړئ.

تاسو ښايي د کډوالۍ د خدماتو د کمیشنرۍ دفتر (OISC) اړوند د مشاورینو موندونکی ډیټابیس هم وپلټئ چې د انګلستان د دولتي خدماتو په ویب پاڼه باندې یې موندلی شئ.

یوځل چې درته لارښوونه وشي، که چیرې ستاسو حقوقي استازی د ځانګړو مسایلو په اړه د مرستې غوښتنه وکړي ترڅو له مخې یې د قضیې په اړه هر ډول ملاتړي اسناد چمتو کړي، نو کله چې دا کار کوي دوی کولی شي په انګلستان هېواد کې د UNHCR له ادارې سره اړیکه ونیسي.

ځینې نورې تخصصي ادارې چې ښايي په دې برخه کې ګټورې وي عبارت دي له:

د اتباعو د مشورې اداره

  • د اتباعو د مشورې اداره، د کور، د کورنۍ اړوند قانون او کډوالۍ په ګدون د اړونده ستونزو په اړه ټولو افرادو ته په وړیا ډول مشوره ورکوي.

د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دوی له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

د Praxis اداره

  • د Praxis اداره په انګلستان هېواد کې کډوالو او مهاجرینو ته د کډوالۍ او کور اړوند دواړو مسایلو کې ملاتړي تخصصي خدمات چمتو کوي.
  • له دوۍ څخه د مرستې ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دوی ویب پاڼې ته ورشئ.

د انګلستان د نرښځیانو او همجنسبازانو د کډوالۍ ډله (UKLGIG)

  • د UKLGIG اداره د پناه غوښتنې او کډوالۍ د سیستم له لارې له LGBTQI+ افرادو سره مرسته کوي. د دوی د مشورې د کرښې شمېره 7811 7922 020 ده، او دا د دفتر په رسمي ساعتونو کې د اوونۍ په رسمي ورځو کې کار کوي. د دوی پته له 32-36 Loman Street, Southwark, London SE1 0EH څخه عبارت ده. د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دوی له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

د ATLEU اداره

  • ATLEU د قاچاق او غلامۍ څخه ژغورل شویو افرادو ته د مستقیم حقوقي ملاتړ خدمات چمتو کوي.
  • دوی اوسمهال یواځې د مهالوېش شوې لیدنې له لارې مراجعین ټاکي — د لیدنې د مهالوېش کولو د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دوی ویب پاڼې ته ورشئ.

نور اړوند معلومات

<< بیرته د انګلستان کورپاڼې ته ورشئ او >> زموږ د مرستې په پاڼه کې بل هیواد غوره کړئ