ښه راغلاست

يو اين ايچ سۍ ار United Kingdom - Help for refugees and asylum-seekers

په انګلستان کې د UNHCR اداره – د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مرسته

د افغانانو لپاره د کډوالۍ د شته پروسو په اړه د معلوماتو لپاره، له دې پاڼې لیدنه وکړئ.

د اوکراینیانو لپاره د کډوالۍ د شته پروسو په اړه د معلوماتو لپاره، له دېپاڼې لیدنه وکړئ.

د ‘مرستې’ اړوند هغې ویب پاڼې ته ښه راغلاست چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یا UNHCR له لوري پر مخ وړل کیږي. هغه کډوال، پناه غوښتونکي، او بې وطنه کسان چې په انګلستان (برتانیه) کې دي کولی شي د خپلو هغو حقوقو او مکلفیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې په انګلستان هېواد کې د دوی لپاره شتون لري. خپل شاوخوا مو وګورئ او دا چې چېرته کولی شئ اړونده مرسته ترلاسه کړئ د دې په ګډون، هغه څه پیداکړئ چې تاسو د انګلستان په اړه په پوهېدو کې ورته اړتیا لرئ.

په دې ویب پاڼه باندې به تاسو د لاندې مواردو په اړه ګټور معلومات پیداکړئ:

⬅️ په انګلستان کې د UNHCR اداره
⬅️ څه ډول کولی شو د پناه غوښتنه وکړو
⬅️حقوقي مرسته
⬅️ چیرته مرسته پیداکولی شئ
⬅️ بیا ځل میشتیدنه
⬅️ له خپلې کورنۍ سره بیا یوځای کیدل

هر اړونده پاڼه به د معلوماتو له مخې په دوامداره توګه تازه کیږي.