څرنګه کولی شم د جنسي ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې په اړه راپور ورکوم؟

د UNHCR ادارې اړوند د اندیښنې وړ اشخاصو د جنسي ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې څانګه (SEA) بنسټیزه ناکامي څرګندوي. دا هغو کسانو ته زیان رسوي چې د UNHCR اداره یې د خوندیتوب دنده پر غاړه لري. دا په نړیواله کچه د پېژندل شویو نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه هم سرغړونه بلل کیږي او تل د ملګرو ملتونو د کارکوونکو لپاره د نه منلو وړ چلند او ممنوع چلند ګڼل کیږي.

د UNHCR د عمومي مفتش دفتر (IGO) یوه خپلواکه داخلي اداره ده چې د ناوړه چلند اړوند د هغو تورونو د پلټنو مسولیت لري چې هغه افراد او ادارې پکې ښکېلې وي چې په مستقیم ډول له UNHCR ادارې سره اړیکه لري. هر څوک کولی شي له IGO سره اړیکه ونیسي که چیرې دوی د UNHCR ادارې اړوند د کوم کارکوونکي غړي یا بل داسې کس له لوري چې په مستقیم ډول له UNHCR سره کار کوي د احتمالي ناوړه چلند یا جنسي ځورونې یا ناوړه ګټه اخیستنې په اړه اندیښنه یا معلومات ولري. هر څوک کولی شي له IGO سره اړیکه ونیسي که چیرې دوی د دې باور کولو دلیل ولري چې له UNHCR ادارې سره تړلی یو کارکوونکی یا بل کس ورسره سم چلند نه دی کړی.

کله چې تاسو راپور ورکوئ، تاسو باید لاندې موارد پکې شامل کړئ: څه درسره پېښ شوي دي؟ چا له ناوړه چلند سره د مخامخ کېدو ادعا کړې ده؟ پیښه (پېښې) کله او چیرته رامنځته شوي دي؟ IGO ټول هغه معلومات پټ ساتي د راپور له مخې یې ترلاسه کوي.

له پلټنو وروسته، که اړونده تورونه ثابت شي، او د UNHCR اداري کاري ډله وموندل شوه چې په جنسي ځورونه او ناوړه ګټه اخیستنه کې ښکیل دي، زموږ د د صفري زغم له تګلارې سره سم، د دوی دندې پای ته رسیږي. د جنسي ځورونې مرتکبین هم په نورمال ډول له خدماتو څخه ګوښه کیږي، او په دواړو حالتونو کې له بیا کار کولو څخه منع کیږي. په نیویارک کې د UNHCR اداره د ملګرو ملتونو د حقوقي چارو له دفتر سره هم نږدې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د جنسي ناوړه چلند معتبر تورونه چې ښايي جرمي چلند وي د جرمي تعقیب لپاره ملي چارواکو ته راجع کړي.

د هغو اقداماتو په اړه چې د UNHCR اداره یې د جنسي ناوړه چلند سره د مبارزې لپاره ترسره کوي، مهرباني وکړئ دغه پاڼه وګورئ: http://www.unhcr.org/uk/our-fight-against-sexual-exploitation-abuse-and-harassment.html

له IGO سره د اړیکې معلومات په لاندې ډول دي:

بریښنالیک[email protected] :

ویب پاڼې

د شکایت فورمهwww.unhcr.org/php/complaints.php : شریکول: