د افغانستان د وضعیت په اړه د انګلستان اړوند د UNHCR معلومات او لینکونه

لاندې معلومات د هغو کسانو سره مرسته کوي چې تمه لري ترڅو له افغانستان څخه ووځي یا داسې کسان وي چې په افغانستان کې د ملګرو یا کورنۍ سره یا هم په سیمه ییزه کچه په زوره بې ځایه شوي وي. 

د انګلستان دولت د افغان اتباعو د ملاتړ لپاره د کډوالۍ دوه پلانه اعلان کړي چې عبارت دي له: د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو او مرستې تګلاره (ARAP) او د افغان اتباعو د بیا میشتیدنې پلان (ACRS)UNHCR . یواځې د ACRS له یوې ډلې سره تړاو لري. د ACRS (Afghan Citizens Resettlement Scheme [د افغانانو د بیامیشتیدنې سکیم]) د دوهمې لارې په اړه نور معلومات پدې پاڼه کې موندلی شئ.

د افغانانو د ځای په ځای کولو او مرستې تګلاره (ARAP)

دغه پلان په افغانستان کې ځايي ګمارل شویو پخوانیو کارکوونکو (LES) ته د ځای په ځای کولو یا نورو مرستو وړاندیز کوي ترڅو په افغانستان کې بدلیدونکي وضعیت ته انعکاس ورکړي. د ARAP پلان د اپریل په 1 نېټه 2021 کې پیل شوی او تر اوسه پرانیستی پاتې دی.

د UNHCR اداره د کډوالو په دې پروسه کې دخالت نه لري او نه شي کولی د دې پروسې په اړه پوښتنو ته ځواب ووایي.تاسو کولی شئ د دې فورمې په کارولو سره د ARAP په پلان پورې اړوند پوښتنو لپاره د اړونده ادارې له دفتر سره اړیکه ونیسئ: ARAP Contact Us با ما تماس بگیرید موږ سره اړیکه ونیسئ (office.com).

د افغان اتباعو د بیا میشتیدنې پلان (ACRS)

د انګلستان دولت په رسمي ډول ACRS برنامه د جنورۍ په 6 مه نېټه د 2022 پرانیستی دی. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د ACRS لپاره د غوښتنلیک پروسه شتون نه لري. د ACRS لپاره راجع کول باید له دریو لارو څخه یوه کې وي چې دلته یې موندلی شئ: د افغان اتباعو د بیا میشتیدنې پلانGOV.UK (www.gov.uk) –.

په سیمه کې به د UNHCR دفترونه یواځې د هغو افغان کډوالو په راجع کولو کې برخه اخلي چې، د تعریف له مخې د خپل اصلي هیواد څخه د باندې استوګنه لري، او بیا میشتیدنې ته اړتیا لري. ACRS ته د ټولو راتلونکو کسانو راجع کول به د UNHCR د بیا میشتیدنې له کړنلاو سره سم وي. دا په دې معنا ده چې په سیمه کې د UNHCR همکاران به په هغه هیواد کې چې دوی پکې اوسیږي د انفرادي کډوالو د ساتنې اړتیاوې ارزوي، او که مناسبه وګڼل شي بیا به د میشتیدنې لپاره خپلې قضیې بېرته سپاري. کډوال نه شي کولی چې د بیا میشتیدنې لپاره غوښتنه وکړي. په دې اړه نور معلومات دلته موندل شئ”څرنګه کولی شم د ACRS د 2 پروسو لاندې د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې ونیول شم؟”

څرنګه کولی شم د ARAP پروسې لپاره غوښتنلیک وسپارم؟

که کوم پخوانی LES کارکوونکي په دې باور وي چې هغه یې مستحق دی، نو باید د هغې آنلاین فورمې په کارولو سره غوښتنلیک ورکړي چې دلته د لاسرسي وړ ده: د ARAP (office.com) د برنامې لاندې په برتانیا کې د ځای پرځای کیدو غوښتنلیک. دوی به (د افغانستان په ګډون او د دوی د دندې حالت، رتبې یا ډول، یا د خدمتي مودې په پام کې نیولو پرته له هر هیواد څخه د غوښتنې د ترسره کولو وړ وي.

نور معلومات یې دلته موندلی شئ: د افغانانو د ځای پرځای کولو او مرستې تګلاره: د وړتیا د معیارونو، د وړاندیزي توضیحاتو او د غوښتنلیک د سپارلو د څرنګوالي په اړه نور معلومات – GOV.UK (www.gov.uk).

د UNHCR اداره د دې غوښتنلیکونو په بیاکتنه کې ښکیل نه ده او نه شي کولی د دې پروسې په اړه د مراجعینو پوښتنو ته ځواب ووایي. تاسو کولی شئ د دې فورمې په کارولو سره د ARAP په پلان پورې اړوند پوښتنو لپاره د اړونده ادارې له دفتر سره اړیکه ونیسئ ARAP Contact Us :با ما تماس بگیرید له موږ سره اړیکه اړیکه ونیسئ (office.com).

زه د ARAP تر پروسې لاندې منل شوی یم. په انګلستان هېواد کې زما حقوق کوم دي؟

که چیرې یو غوښتونکی د ARAP تر پلان لاندې بریالی شوی وي، هغه به د دې فرصت ولري چې انګلستان ته د ننوتو لپاره د اوږدمهاله رخصتۍ غوښتنه هم وکړي. هغه غوښتونکي چې مخکې له مخکې په انګلستان کې د ARAP لاندې د کډوالۍ لنډمهاله حالت لري، کولی شي وړیا غوښتنه وکړي ترڅو د خپل حالت د ساتلو لپاره دغه موده د نامعلومې نېټې لپاره پاتې کېدو ته واړوي.

زه د ARAP د پروسې لاندې انګلستان ته راغلی یم. ایا زما کورنۍ له ما سره یوځای کیدلی شي؟

هغه کسان چې د ARAP پروسې له لارې انګلستان ته راځي د کډوالۍ حیثیت نه لري او له همدې امله له کډوالو سره د هغوۍ د کورنۍ د بیا یوځای کیدو له اصولو سره سم د کورنۍ د غړو د سپانسر کولو وړتیا نه لري. موږ سپارښتنه کوو چې تاسو په دې اړه حقوقي مشوره وغواړئ.

تاسو ښايي د د افغان وکیلانو له نوښت ادارې سره اړیکه ونیسئ، کوم چې له هغو افغانانو سره مرسته کوي څوک چې غواړي په انګلستان کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. په دې اړه نور جزیات دلته موندلی شئ: د افغان وکیلانو د نوښت اداره پیل شوې ده — د خوندي تګ راتګ او له دوس سره د [email protected].  له لارې اړیکه نیولی شئ.

زه په افغانستان کې قرار لرم. ایا زه د ACRS 2 پروسې لاندې د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې نیول کیدلی شم؟

له بده مرغه نه. بیامیشتیدنه د هغه مهاجرینو د انتقال پورې تړاو لري څوک چې د تعریف له مخې د خپل اصلي هیواد څخه بهر افراد دی او هغوی د بیامیشتیدنې اړتیا لرونکو په توګه ګڼل کیږي. د همدې لپاره، هغه افغانان چې په هیواد کې دننه دي هغوی د ACRS لاره 2 لاندې نشي راجع کیدی. د دولت په مشرۍ د تخلیه او ایستلو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د UNHCR (United Nations High Commissioner for Refugees [د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري]) د افغانستان مرستې پاڼه دلته وګورئ: د موقعیت بدلولو پروګرامونه – UNHCR افغانستان.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې، د انګلستان دولت د مرستې لپاره ځانګړې کرښه لري چې هغه مهال یې کارولی شئ که تاسو په افغانستان کې غیر برتانوي تابعیت لرئ یا په افغانستان کې د غیر برتانوي اتباع د کورنۍ غړي یاست، او مرستې ته اړتیا لرئ، نو دې شمېرې ته تلیفون وکړئ : +44 2475 389 980 ( یا په انګلستان کې 02475 389 980 شمېرې ته زنګ ووهئ ).

د لاره 2 لاندې به UNHCR څوک راجع کوي؟

UNHCR به د UNHCR د بیامیشتیدنې د سپارلو کټګوریو سره په مطابقت کې د ACRS لاره 2 ته افغان مهاجرین راجع کوي. د سپارلو کټګوریو په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ دا سایټ وګورئ: https://www.unhcr.org/46f7c0ee2.html

UNHCR به ډیری رجعتونه د ایران او پاکستان څخه کوي. هغه افراد چې د اوږد انتظار په حالت کې دي او همدارنګه هغوی چې پدې وروستیو وختونو کې د افغانستان څخه تښتیدلي دي هغوی به د بیامیشتیدنې لپاره په نظر کې ونیول شي.

بیامیشتیدنه یو حق ندی. د بیامیشتیدنې هیوادونه محدود سهم وړاندیز کوي، یعني ډیری کډوال په بل هیواد کې د بیامیشتیدنې لپاره په نظر کې نشې نیول کیدلاۍ حتی که UNHCR باور هم ولري چې د هغوی خوندیتوب لازمي دی یا د خپلو کورنیو د غړو سره باید یوځای شي.  UNHCR به د بیامیشتیدنې هیواد ته راجع کولو لپاره خورا عاجل قضیو ته لومړیتوب ورکړي

د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ وګورئ: https://help.unhcr.org/faq/ps/resettlement/

یو فرد څنګه د لاره 2 پروګرام ته راجع کیدی شي؟ آیا هغوی، د هغوی د کورنۍ غړي یا قانوني استازي کولی شي د ACRS لاندې د بیامیشتیدنې لپاره غوښتنه وکړي؟

د ACRS د لاره 2 لاندې د بیامیشتیدنې لپاره غوښتنه کول ممکن ندي.

کډوال، د کورنۍ غړي یا قانوني استازي نشي کولی د بیامیشتیدنې لپاره غوښتنه وکړي او د بیامیشتیدنې لپاره د UNHCR سره نشي راجستر کیدی.

مهرباني وکړئ د بیامیشتیدنې ملاحظه کیدو غوښتنې لپاره UNHCR یا ملګري ادارو ته مراجعه مه کوئ. UNHCR به د افرادو او کورنیو د اړتیاو په اړه ریکارډ کې د معلوماتو پربنسټ د بیامیشتیدنې قضیي او کیسونه پیژني. د محافظت اندیښنو شریکولو لپاره افراد باید هماغه هیواد کې د UNHCR سره اړیکه ونیسي په کوم کې یې چې پناه غوښتلې ده.

که چیرې UNHCR تشخیص کړي چې یو فرد ممکن د بیامیشتیدنې کیس ولري، UNHCR به مستقیم د فرد سره اړیکه ونیسي. بیامیشتیدنه لکه د نورو ټولو خدمتونو په څیر چې د UNHCR یا د دې د شریکانو لخوا وړاندې کیږي وړیا ده. که چیرې کوم چا له تاسې یا ستاسې د کورنۍ غړي څخه د بیامیشتیدنې یا د نورو خدمتونو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې وي، مهرباني وکړئ په اړه یې UNHCR ته راپور ورکړئ.

زه د ACRS د پروسې له لارې انګلستان ته راغلی یم. ایا زما کورنۍ له ما سره یوځای کیدلی شي؟

هغه کسان چې د ACRS د 1 او 3 پروسې له لارې انګلستان ته راځي د کډوال حالت نه لري او له همدې امله له کډوالو سره د هغوۍ د کورنۍ د بیا یوځای کیدو له اصولو سره سم د کورنۍ د غړو د سپانسر کولو وړتیا نه لري. موږ سپارښتنه کوو چې تاسو په دې اړه حقوقي مشوره وغواړئ.

تاسو کولی شئ د افغان وکیلانو د نوښت له ادارې سره هم اړیکه ونیسئ. د نورو مواردو ترڅنګ، اړونده پروژه له افرادو سره مرسته کوي چې په انګلستان هېواد کې له د خپلې کورنۍ سره یوځای شي. په دې اړه نور جزیات دلته موندلی شئ: د افغان وکیلانو د نوښت اداره پیل شوې ده — د خوندي تګ راتګ او له دوس سره د [email protected] له لارې اړیکه نیولی شئ.

که زه په افغانستان یا ګاونډي هیواد کې یم نو زه څرنګه کولی شم د UNHCR له ادارې سره اړیکه ونیسم؟

که تاسو په افغانستان کې یاست یا په یوه ګاونډي هیواد کې یاست، یا تاسو ملګري او کورنۍ لرئ چې هلته دي، نو کولی شئ د UNHCR د اړونده مرستې پاڼو ته مراجعه وکړئ:

که تاسو په افغانستان کې یاست یا په یوه ګاونډي هیواد کې یاست، یا تاسو ملګري او کورنۍ لرئ چې هلته دي، نو کولی شئ د UNHCR د اړونده مرستې پاڼو ته مراجعه وکړئ:


نور اړوند معلومات <<بیرته د انګلستان کورپاڼې ته ورشئ او >>زموږ د مرستې په پاڼه کې بل هیواد غوره کړئ