په انګلستان کې د UNHCR د ادارې په اړه

UNHCR، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره، د ملګرو ملتونو اړوند هغه اداره ده چې د هغو افرادو د ساتنې دنده لري چې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او په نورو هیوادونو کې خونديتوب پیداکوي. په انګلستان هېواد کې د UNHCR د ادارې دفتر په دغه هېواد کې د کډوالو، پناه غوښتونکو او بې وطنه افرادو د حقوقو او هوساینې د ساتنې لپاره چارواکو او نورو ته د لارښوونې، روزنې او ملاتړ چمتو کولو له لارې، او د نړیوالو معیارونو د ودې او پراختیا له لارې. په قانون، تګلاره او طرزالعملونو کې د ګټورو فعالیتونو د پلي کولو له لارې کار کوي. موږپهځینومواردوکېانفراديګډوالو،پناهغوښتونکو،بېوطنهاشخاصواوددویپهاستازیتوبکارکوونکوکسانوتهمشورههمورکوو.

په انګلستان کې د UNHCR ادارې دفتر په انګلستان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه مني او نه هم د پناه غوښتنې په اړه د کډوالو پرېکړې کوي. په انګلستان هېواد کې، د انګلستان دولت (د کورنیو چارو وزارت) د کډوالو د وضعیت د ټاکلو د پروسې مسولیت لري.

موږ نه شو کولی په انګلستان کې ‘د پاتې کیدو لپاره’ د هر ډول غوښتنلیکونو په اړه یا چاته حقوقي مشوره ورکړو یا هم د اشخاصو استازیتوب وکړو.مهرباني وکړئ ‘په انګلستان کې حقوقي مرستې ته لاسرسی’ او ‘په انګلستان کې چېرته کولی شو مرسته ترلاسه کړو’ زموږ د مرستې اړوند پاڼو ته مراجعه وکړئ چې د هغو ادارو په اړه معلومات لري چې د قانوني مشورې او نورو ډولونو ملاتړي (د بیلګې په توګه ښوونه او روزنه، کارموندنه، رواني روغتیا) خدمات وړاندې کوي.


په انګلستان کې د UNHCR له ادارې سره اړیکه:

که تاسو کومه پوښتنه/اندیښنه لرئ چې د مرستې اړوند په دې پاڼه کې نه وي حل شوې، نو مهرباني وکړئ زموږ له دفتر سره د تلیفون یا بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
  • د تلیفون شمېره:+44 203 761 9500 - 2 دوهم اختیار (د سهار له 9:30 بجو څخه تر ماښام 5:00 د دوشنبې څخه تر پنجشنبې، د جمعې په ورځ د سهار 9:30 بجو څخه تر ماسپښین 2:30 بجو پورې).
  • بریښنالیک: [email protected].
  • زموږ دفتر عموماً له اشخاصو سره په حضوري توګه لیدنه نه کوي — موږ ټول مراجعین هڅوو چې له موږ سره د بریښنالیک او تلیفون له لارې اړیکه ونیسي.
  • مهرباني وکړئ د پوستي صندوق اړوند پوښتنې دې پتې ته ولېږئ: 10 Furnival Street, EC4A 1AB London, United Kingdom

نور اړوند معلومات

<< بیرته د انګلستان کورپاڼې ته ورشئ او >> زموږ د مرستې په پاڼه کې بل هیواد غوره کړئ