په انګلستان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقوق او امتیازات

کډوال:

د انګلستان دولتي ویب پاڼه د نویو کډوالو لپاره یو خپور شوی لارښود لري چې دلته یې موندلی شئ.

د اتباعو د مشورې (Citizens Advice) ادارې ویب پاڼه په دې اړه ګټور معلومات لري چې تاسو باید د کډوالۍ د اجازې له ترلاسه کولو وروسته د کومو پایلو تمه وکړئ — چې دلته یې موندلی شئ.

زه یو کډوال یم، ایا په انګلستان هېواد کې شته امتیازاتو ته لاسرسی موندلی شم؟

کډوال حق لري چې د هیواد د اتباعو سره یو شان په انګلستان کې د سوکالۍ د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. په اړه یې نور معلومات دلته موندلی شئ.

زه یو کډوال یم، ایا په انګلستان هېواد کې کار کولی شم؟

که تاسو یو کډوال یاست، تاسو به وکولی شئ پرته له کوم محدودیت څخه په انګلستان کې کار وکړئ. تاسو به یواځې د خپلې ملي بیمې شمیرې ته اړتیا ولرئ – دا د تورو او عددونو لرونکې یوه شمېره ده چې ستاسو د استوګنې د جواز په بایومتریک کارت باندې چاپ شوي وي. نور معلومات یې دلته په 4 م څپرکي کې موندلی شئ.

پناه غوښتونکي:

که زه یو پناه غوښتونکی یم نو ایا دلته مالي او د کورنۍ ملاتړ ترلاسه کولی شم؟

که تاسو یو داسې پناه غوښتونکی یاست چې ادعا یې پاتې وي یا حتی که ستاسو د پناه غوښتنه رد شوې هم وي، تاسو ښايي د پناه غوښتنې د ملاتړو خدماتو لپاره وړ یاست.

د ملاتړو خدماتو درې اساسي ډولونه یې عبارت دي له: 95 مه برخه، 98 مه برخه او د 4 مې برخې ملاتړي خدمات. له دې ملاتړو خدماتو سره، تاسو کولی شئ د کور او مالي مرستې، یا دواړو لپاره وړ وبلل شئ.

د 95 مې برخې ملاتړي خدمات

تاسو د 95 مې برخې د ملاتړ لپاره هغه مهال وړ یاست که تاسو یو داسې پناه غوښتونکی یاست چې د د پاتې کیدو ادعا مو په جریان کې وي او تاسو له 18 څخه زیات عمر لرئ او همدارنګه د د ډېرې بې وزلۍ ازموینه مو بریالۍ کړي وي. یو شخص هغه مهال ‘بې وزله’ ګڼل کیږي که چیرې دوی د اوس یا راتلونکو 14 ورځو په اوږدو کې د ځان او کورنۍ د کوم بل غیر متکي غړي لپاره د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره کافي استوګنځي یا کافي پیسې ونه لري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئASAP  د 95 مې برخې د ملاتړ د حقایقو پاڼې ته مراجعه وکړئ .

د 98 مې برخې ملاتړ

98 مه برخه هغه لنډمهاله مرسته ده چې هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې داسې ښکاري چې بې وزله دي او هم هغه کسان چې د 95 مې برخې د ملاتړ لپاره غوښتنه یې کړي وي خو خپلې پریکړې ته په تمه وي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ ASAP د 98 مې برخې د ملاتړ په اړه د حقایقو پاڼه وګورئ.

د 4 مې برخې ملاتړ

د 4 مې برخې ملاتړ د هغو رد شویو پناه غوښتونکو لپاره د لاسرسي وړ دی چې د بې وزلۍ د ازموینې له بریالي کولو سربیره یوه اندازه ټاکلي معیارونه پوره کوي.

د دې ملاتړ لپاره د وړتیا معیارونو او پروسې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ ASAP د 4 مې برخې د ملاتړ د حقایقو پاڼې ته مراجعه وکړئ.

د پناه غوښتنې د ملاتړ په اړه نور معلومات د انګلستان د دولت له ویب پاڼې دلته ترلاسه کولی شئ.

که زه په انګلستان هېواد کې پناه غوښتونکی وم ایا دلته کار کولی شم؟

د پناه غوښتونکو زیاتره یې په انګلستان کې د کار کولو حق نه لري. په هر حال، که چیرې تاسو “د خپلې ګناه پرته” له 12 میاشتو څخه زیات د خپلې پناه غوښتنې پایلې ته انتظار کوئ نو د کډوالۍ مقررات دغه ډول کسانو ته اجازه ورکوي چې د کار کولو غوښتنه وکړي. دا کیدای شي په لومړیو کې د پناه غوښتنې له ادعا وروسته 12 میاشتې وي، یا 12 میاشتې وروسته له دې چې د نورو غوښتنلیکونو د سپارلو وروسته يېد تازه ادعا په توګه وګڼل شي. یواځې هغو کسانو ته اجازه ورکول کیږي چې د د مسلکي دندو د کموالي په لیست کې مهارت لرونکي دندې ترسره کولی شي.

د کډوالۍ د عدالت پروژې په قانون مرکز NI کې یوه لارښود مسوده جوړه کړې ده. دا له هغو کسانو سره مرسته کو يچې د پناه غوښتنې په لټه کې دي تر څو پوه شي چې په داسې حال کې چې د کډوالۍ پایله یې پاتې وي، څه ډول او ایا دوی کولی شي د کار کولو اجازې غوښتنه وکړي. یاد لارښود په څو ژبو کې د لاسرسي وړ دی: انګلیسي، ترینګیا، سومالیايي، فارسي، او عربي.

که څه هم پناه غوښتونکي کولی شي په رضاکار ډول په داسې حال کې چې د دوی ادعا په پام کې نیول کیږي، کار وکړي. په رضاکارانه کار کولو کې د وخت مصرف کول، بې معاشه کار کول، او د هغه څه ترسره کول شامل دي چې موخه یې د چاپیریال یا یو چا (شخص یا ډلې) څخه پرته، یا د نږدې خپلوانو سربیره، نور ګټه اخلي.


نور اړوند معلومات

<< بیرته د انګلستان کورپاڼې ته ورشئ او >> زموږ د مرستې په پاڼه کې بل هیواد غوره کړئ