له کورنۍ سره د اړیکو اړوند معلوماتو د شریکولو (FLIS) فورمه

د FLIS فورمه، چې زیاتره وختونه له کورنۍ سره د بیا یوځای کیدو لپاره د غوښتنلیک په موخه له تېروتنو سره مل وه، تر 23 د اکتوبر 2020 پورې بنده شوې ده. له یادې نیټې څخه وروسته ترلاسه شوي ټولې فورمې شتون لري او بیرته به ورکړل شي.

د دې بدلون دلیل په اصل کې د دې لپاره دی چې د FLIS عملي بڼې محدودیتونه درلودل، ځکه چې د بیا میشت شويو کډوالو د کورنیو د غړو په اړه معلومات زیاتره په ساحه کې زموږ د دفترونو له لوري راټول شوي وو خو داسې غیر حقیقي توقعات پیدا شول چې په انګلستان کې میشته کډوالو خپلوان به هم دلته د بیا میشتیدنې وړتیا ولري.

ایا زما د کورنۍ د بیا میشته کیدو احتمال د دې لپاره لږ دی چې زه نه شم کولی د FLIS فورمه ولیږم؟

نه. د FLIS فورمې له منځه وړل به په انګلستان هېواد کې ستاسو د کورنۍ د غړو د بیا میشته کیدو په احتمال باندې اغیزه و نه لري. هغه کډوال چې د بیا میشتیدنې (د دوی د خوندیتوب د اړتیاوو او زیانونو پراساس) ورته لومړیتوب ورکول کیږي تل د خپلو خپلوانو د موقعیت په اړه پوښتل کیږي نو په دې هرڅه به د UNHCR اداره مخکې له مخکې پوهیږي.

سربیره پردې، د UNHCR اړوند هیواد او ساحوي دفترونه مخکې له مخکې د کډوالو لپاره داسې لارې لري چې د دوی د خوندیتوب اندیښنو او ستونزو په اړه ورسره اړیکه ونیسي.

څه به وشي که چېرې ما مخکې له مخکې د FLIS فورمه لیږلې وي؟

د ټولو FLIS فورمو لپاره چې د اکتوبر له 23 مې 2020 څخه مخکې ترلاسه شوي، اړونده افراد به یې یو ځواب ترلاسه کړي چې دا ومني چې فورمه ترلاسه شوې ده او د UNHCR اړوند دفتر ته لیږدول کیږي. لکه څرنګه چې دغه حالت تل تکراریږي، نو د UNHCR اداره نه هشي کولی له انګلستان څخه د باندې کډوالو د کورنیو د غړو د انفرادي قضیو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي نو ستاسو خپلوان باید خپله د UNHCR له نږدې دفتر سره اړیکه ونیسي. که تاسو یوه تائیدي نه وي ترلاسه کړې چې موږ ستاسو فورمه ترلاسه کړې ده، نو مهرباني وکړئ په اړه یې له موږ سره اړیکه ونیسئ.

د FLIS له فورمې پرته څه ډول کولی شم د UNHCR ادارې ته اجازه ورکړم چې زما د کډوالۍ اړوند د کورنۍ غړي چې له انګلستان څخه د باندې ژوند کوي خبر کړم؟ که چیرې دوی په هغه ځای کې چې وي ستونزې ولري نو زه له دوی سره د مرستې لپاره څه کولی شم؟

د FLIS فورمې بیرته اخیستل په دې معنا نه دي چې UNHCR ستاسو له خپلوانو څخه خبر نه لري. هغه کډوال چې د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې نیول کیږي تل به د هغوۍ د خپلوانو په اړه ترې پوښتنه کیږي. که په انګلستان هېواد کې بیا ځل مېشت شوي یاست، نو تاسو به د بیا میشتیدنې د مرکې پر مهال د خپلو خپلوانو یادونه کړي وي او د UNHCR اداره مخکې له مخکې ستاسو یاد معلومات په اسنادو کې لري.


نور اړوند معلومات

<< بیرته د انګلستان کورپاڼې ته ورشئ او >> زموږ د مرستې په پاڼه کې بل هیواد غوره کړئ