بیا میشتیدنه څه ته وایي؟

بیا میشتیدنه یعني د هیواد څخه د نړیوال محافظت ته اړتیا لرونکي هغه خلک چي په داوطلبانه، خوندي، او تنظیم شوي توګه د هغه ځاۍ څخه چیرې چې دوی راجسټر شوي (یا د UNHCR سره یا د کوربه حکومتي چارواکو سره راجسټر شوي وي) بل هیواد ته چې دوی یې د کډوال په توګه منلي وي لیږدول کیږي.

بیا میشتیدنه د اوږدې مودې حل په توګه غوره شوي. دا ممکن د کډوالو لپاره یوه لاره وړاندې کړي چې په پای کې په خپل نوي هیواد کې اتباع شي، که څه هم دا پروسه څو کاله وخت نیسي. هغه کډوال چې بیا ځای پر ځای شوي دي د کار او زده کړې حق ورکول کیږي، روغتیایی پاملرنې او نورو ټولنیزو خدماتو ته لاسرسۍ، او د ژبو ټولګیو په ګډون په محلي ټولنو کې د ګډون لپاره اړین ملاتړ ورسره کیږي.

ایا زه کولی شم د بیا میشتیدنې لپاره غوښتنه وکړم؟

هیڅوک نشي کولی د بیا میشتیدنې لپاره غوښتنه وکړي.

UNHCR هغه خلک پیژني چې په هغه هیواد کې چې دوی ثبت شوي دي او همدارنګه د دوی په خپل هیواد کې د جدي زیان له خطر سره مخ دي، معمولا د دوی ژوند، ازادۍ یا فزیکي خوندیتوب، یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له امله تر ګواښ لاندي وي. دا خطرونه هغه وخت ارزول کیږي کله چې د افرادو او کورنیو ځانګړو اړتیاو ته ځواب ووایی، د ځایی شرایطو په پام کې نیولو سره، د قانوني او فزیکي خوندیتوب شتون، اړونده خدماتو ته لاسرسۍ، خپل هیواد ته د خوندي بیرته راستنیدو امکانات او د کورنۍ یووالي اصول شتون ولري. 

ښښځي، نارینه، نجوني او هلکان کیدای شي د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې ونیول شي، همدارنګه د متنوع جنسیت پیژندنې یا جنسي تمایل لرونکي کسان، معلولیت لرونکي کسان، بې دولت اشخاص او نور هغه خلک چي د ارزوني سره سم نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري. فکتورونه لکه ملیت، توکم، سیاسي نظر، مذهبي عقیدې، تعلیم، کاري تجربه او ژبه هغه لاملونه ندي کوم چې UNHCR به د بیا میشتیدنې لپاره خلک په پام کې ونیسي.

بیامیشتیدنه حق نه ګڼل کیږي.

د بیا میشتیدنې هیوادونه محدود شرایط وړاندیز کوي، پدې معنی چې ډیری کډوال په بل هیواد کې د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې نه نیول کیږي حتی که UNHCR پدې باور وي چې دا به د دوی د ساتنې لپاره یا د کورنۍ غړو سره یوځای کولو لپاره اړین وي. UNHCR به د بیا میشتیدنې هیواد ته د راجع کولو لپاره خورا بیړنۍ قضیې ته لومړیتوب ورکړي. کډوال نشي کولی هغه هیواد غوره کړي چې UNHCR به یي د دوی د قضیې د غور کولو غوښتنه وکړي، که څه هم دوی حق لري چې پریکړه وکړي چې دوی بیا میشته شي یا نه.

زه څنګه پوهیږم که زه د بیا میشتیدنې قضیه لرم؟

که ستاسو قضیه د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې ونیول شي، UNHCR به تاسو سره اړیکه ونیسي.  UNHCR به تاسو سره د بیا میشتیدنې پروسې په بیلابیلو مرحلو کې اړیکه ونیسي.  دا مهمه ده چې تاسو UNHCR ته ووایاست که تاسو خپل تلیفون شمیره یا هم آدرس بدل کړئ. 

ټول خدمتونه چې د UNHCR لخوا وړاندې کیږي د بیا میشتیدنې په شمول، وړیا دي.  که له تاسو څخه د بیا میشتیدنې په اړه د پیسو ورکولو غوښتنه وشي، مهرباني وکړئ د پیښې راپور UNHCR ته ورکړئ: https://www.unhcr.org/making-complaint.html  

ستاسو شخصي معلومات پشمول ستاسو نوم، بیوګرافیک معلومات او هغه دلیلونه چې تاسو نړیوال محافظت ته اړتیا لرئ د UNHCR پالیسي لخوا خوندي شوي، او ستاسو له اجازې پرته به د بیا میشتیدنې هیوادونو سره شریک نشي. 

زما د بیا میشتیدنې د قضیې په اړه وروستۍ پریکړه به څوک کوي؟

UNHCR هغه خلک پیژني چې ممکن بیا میشتیدنې ته اړتیا ولري او د دوی سره به مرکه وکړي ترڅو هغه معلومات راټول کړي چې د بیا میشتیدنې هیواد لخوا ورته اړتیا وي. په هرصورت، وروستۍ پریکړه چې آیا یو څوک د کډوال په توګه د بیا میشتیدنې لپاره منل کیږي یا نه د بیا میشتیدنې هیوادونو کې د حکومتي چارواکو لخوا به دا پریکړه کیږي نه د UNHCR لخوا. 

د بیا میشتیدنې هیوادونه هم ځانګړي معیارونه او پالیسۍ پلي کوي کوم چې ممکن د UNHCR مخه ونیسي چې دوی ته ځینې قضیې راجع کړي. 

که ستاسو قضیه د بیا میشتیدنې هیواد ته نه راجع کیږي، که تاسو ته مشوره درکړل شي چې تاسو اوس مهال د بیا میشتیدنې وړ نه یاست، یا که چیرې د بیا میشتیدنې هیواد پریکړه وکړي چې تاسو د کډوال په توګه نه مني، نو UNHCR به په هر هغه هیواد کې چي تاسو اوس مهال راجستر شوي یاست تر هغه چې UNHCR په پام کې ونیسي چې تاسو نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لرئ مرستې او ساتنې ته دوام ورکړي. 


<< بیرته د معمول پوښتنو کورپاڼي ته   >>  زموږ د مرستې پانړی کې بل هیواد غوره کړئ