که په بل هېواد کې د پناه غوښتونکي په توګه تر اوسېدو وروسته، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه فکر کوئ، په دې پاڼه کې له تاسو سره د مرستې لپاره ګټور معلومات موندلی شئ. که مو دلته د پام وړ موضوع ونه مونده، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.
که چیرې تاسو د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې د لومړی نیټې څخه وروسته افغانستان ته راستانه شوي یاست، مهرباني وکړئ د موجودو مرستو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.
افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه تر پرېکړې مخکې په دقت سره فکر وکړئ. مخکې له دې چې د بېرته ستنېدو په اړه پرېکړه وکړئ، تاسو باید هلته د اوسېدو د ځای امنیتي وضعیت او همداراز د کارموندنې فرصتونو او د خپلې کورنۍ لپاره موجودو خدماتو ته پام وکړئ. هر ډول پرېکړه چې تاسو کوئ، باید په بشپړ ډول ستاسو خپل انتخاب وي او تاسو باید هېڅکله د خپلې خوښې خلاف بېرته ستنېدو ته اړ نه شئ.

که زه افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړم، کوم ډول مرسته موجوده ده؟
ترجمه پشتو:
په افغانستان کې د UNHCR اداره اوس مهال هغو افغان کډوالو ته چې له ایران، پاکستان او تاجکستان او نورو هیوادونو څخه د UNHCR د داوطلبانه بېرته ستنېدو پروګرام له لارې افغانستان ته راستنېږي نغدي مرسته چمتو کوي ترڅو د بیرته راستنیدونکو د ترانسپورت لګښتونه او نوری بیړني اړتیاوې پوره کړي او د دوی سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې خپل ژوند بیا پیل کړي.
د مرستو لاسته راوړلو د شرایطو د برابروالي لپاره، د داوطلبانه بېرته ستنېدو فورم (VRF) ته چې ستاسو د پناه غوښتنې په هېواد کې دا UNHCR ادارې لخوا صادر شوی وي اړتیا لرئ. د داوطلبانه بېرته ستنېدو فورم(VRF) د ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو لپاره، د هغه هېواد د مرستې وېبپاڼه وګورئ چېرې چې اوسېږئ.

