د دندې موندلو یا د کاروبار پیلولو او د ټولنې پروژې وړاندیز کولو لپاره مرسته

موږ څنګه خلکو سره د عاید ترلاسه کولو کې او یا د ټولنې پروژې وړاندیز کولو لپاره مرسته کوو ؟

ددې لپاره د یونیسیارمؤسسیه او هغی شریاکان د بدیل معشیت یو لړ پروګرامونه وړاندی کوي چې عبارت ده له:

  • د حرفوي زده کړو برنامې
    • د کاریابی بازار د تقاضا سره سم تخنیکي او مسلکي روزنو برنامي.
    • د ډیجیټلی زده کري او د اړتیا سره سم نور اقتصادی برنامی.   
    • روزنیز پروګرامو چې د بازار د سروي او د مهارتونو تحلیل پر بنسټ جوړ شوې وي.
  • د دندې موندنې اسانتیاوې برابرول
    • د مربوطه دندې په اړه مسلکی زده کړه او د زده کړي په جریان کې د عاید فرصت هم برابرول.
    • ګډونوال خصوصي شرکتونو ته د کار لپاره معرفي کول.
    • د خصوصي شرکتونو سره نږدې همکاري، څو د دندې امکانات زیات شي.
  • د وړو کاروبارونو د جوړولو او پراخولو لپاره مرسته
    • د نويو کاروبارونو لپاره نغدي مرستې.
    • د شتمنیو ملاتړ او د سوداګرۍ لارښودنه.
    • له فعال کاروبارونو سره د پراختیا لپاره د نغدو مرستو ملاتړ.
  • سوداګریزو قرضو ته لارسرسۍ
    • د لومړي مایکروفایننس بانک (FMFB) له لارې د کاروباري قرضه او د ظرفیت لوړولو فرصتونو ته لاسرسی.
  • د کار په بدل کې د نغدو پیسو مرسته
    • لنډمهالي معاش لرونکي دندې په ټولنیزو زیربناوو، کرنیزو چارو او د سیمې د پرمختیا پروژو کې.
  • د تولیداتو یا ویلیوچاین د پراختیا ملاتړ پروګرامونه
    • د تولیداتو په برخه مرستی او فرصتونو لکه غالۍ اوبدل، د خوړو پروسس، د مېوو پروسس، د څارویو پالنه او مالدارۍ، چرګانو روزنه، کرنیز کاروبار او نورو له لارې د دوامدار عاید د تولید فرصتونه برابرول.

د معیشت یا کاروبار د ملاتړ د وړتیا معلومولو لپاره، لومړی باید د UNHCR یا زموږ د همکارو ادارو لخوا ارزول شئ. دا ارزونې ممکن د زیان‌پذیرۍ پروفایل، ټولنیز-اقتصادي ارزونې، او د مهارتونو ارزونه پکې شامل وي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مناسبه مرسته درکړل شي. د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.

د کډوالو په برخه کی د ملل متحد عالي کمشنری کولی شي په ځینو مواردو کې د راستنیدونکو، داخلي بې ځایه شویو، کډوالو او پناه غوښتونکو سره د ټولنې په رهبرۍ نوښتونو، کوچنیو پروژو په جوړولو کې مرسته وکړي چې باید ستاسو خپلې ټولنې ته ګټه ورسوي. د دې لپاره، ستاسو وړاندیز به د کډوالو په برخه کی د ملل متحد عالي کمشنری  او ستاسو په سیمه کې  د یو همکار سازمان لخوا بیاکتنه او تصویب ته اړتیا ولري

د کډوالو په برخه کی د ملل متحد عالي کمشنری همکاری موسسې

 CHAد سویل ختیځ، مرکزي سیمو، شمال ختیځ، شمالي، سویلي سیمو لپاره  

WSTA د کابل/مرکزي سیمې لپاره

 ARAA د لویدیځې سیمې لپاره

مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره له دوی یا د کډوالو په برخه کی د ملل متحد عالي کمشنری سره اړیکه ونیسئ.


د بل څه په لټه کې یاست؟