ستاسو خوندیتوب او هوساینه مهمه ده. که تاسو یا ستاسو پیژندل شوی څوک د تاوتریخوالي، ناوړه ګټه اخیستنې یا غفلت سره مخ یاست – که تاسو بالغ یاست یا ماشوم – مهرباني وکړئ پوه شئ چې مرسته شتون لري، او تاسو یوازې نه یاست.
آیا د خپل خوندیتوب یا د ماشوم د هوساینې لپاره اندېښمن یاست؟
که تاسو د خپلې هوساینې او خوندیتوب یا د ماشوم د هوساینې په اړه اندېښمن یاست، تاسو زموږ د UNHCR له ټيم سره د مرستې او ملاتړ لپاره اړیکه نیولی شئ.
د لاندې دلایلو له مخې تاسو له موږ سره اړیکه نیولی شئ.
- که له تاوتریخوالي سره مخ شوي یاست.
- که اندېښمن یاست چې له کوم ماشوم څخه ناوړه استفاده یا ګټه اخیستل کېږي.
- که له تاسو غوښتل شوي وي چې له خپلې خوښې پرته له یو چا سره واده وکړئ.
- که اندېښمن یاست چې یو ماشوم له خپلې خوښې پرته واده کېږي/واده شي.
- که تاسو ګواښل شوي، ځورول شوي یا سپک شوي یاست.
- که تاسو د داسې ماشوم په اړه اندېښمن یاست چې له هغه څخه د خطرناکو کارونو د کولو غوښتنه شوې وي
- که تاسو د هغه ماشوم په اړه اندېښمن یاست چې هغه مور او پلار نلري او نور خپلوان د هغه پالنه کوي.
- که تاسو د میراث له ترلاسه کولو څخه منعه شوي یاست یا په زور سره ستاسو عاید د کورنۍ د یوه غړي لخوا اخیستل شوی وي.
تاوتریخوالی څه ته وايي؟
په تاوتریخوالي کې زیان رسوونکې کړنې شاملېږي لکه فزیکي زور یا ځواک چې د یوه شخص د خوښې خلاف کارول کېږي. په دا ډول زیان رسوونکو کړنو ګواښل هم تاوتریخوالی بلل کېږي. تاوتریخوالی د ټپي کېدو، مړینې یا رواني ځورونې/زیان لامل کېدای شي.
تاوتریخوالی هر وخت او هر ځای، په عامه یا خصوصي ځایونو کې پېښېدای شي.
تاوتریخوالی ښايي ډېرې بڼې ولري، لکه فزیکي تاوتریخوالی، احساساتي/عاطفي یا رواني تاوتریخوالی او یا اقتصادي تاوتریخوالی. په اقتصادي تاوتریخوالي کې ښايي نورو ته د کار اجازه نه ورکول او یا د یوه کار کولو ته د هغوی اړ ایستل، د هغوی عاید/ګټه ترې اخیستل او د میراث حق نه ورکول شامل وي.
په داسې حال کې چې ښځې او نجونې زیاتره له تاوتریخوالي سره مخ دي ، هلکان او نارینه هم د تاوتریخوالي ښکار/موخه ګرځېدلی شي.
دا ستاسو ګناه نه ده. که تاسو تاوتریخوالی یا ناوړه ګټه اخیستنه تجربه کړې وي، تاسو د ملاتړ او پاملرنې مستحق یاست. د مرستې لپاره لاس رسی یو زړور او مهم ګام دی.
که تاسو له تاوتریخوالي سره مخ شوي یاست، مرسته ترلاسه کړئ
تل په یاد ولرئْ!
که تاسو یا هغه څوک چې تاسو یی پېژنئ له هر ډول تاوتریخوالي سره مخ شوي وئ او یا ځان له ګواښ سره مخ بولئ، په دې برخه کې مرستې موجودې دي.
د ملاتړ موندلو لپاره زړه نا زړه کېږئ مه. هغه خدمات موجود دي چې تاسو غواړئ هغو ته لاسرسی ولرئ. تاسو د مرستې ترلاسه کولو حق لرئ او اړ نه یاست چې دغه مسایل په خپله حل کړئ.
تاسو کولی شئ د UNHCR سره د دوی د بریښنالیک پتې له لارې[email protected] : یا د UNHCR د مرستې شمیرو له لارې زموږ د کاري ساعتونو په ترڅ کې (د سهار له 8 بجو څخه تر مازیګر 4 بجو پورې، د یکشنبې څخه تر پنجشنبې پورې) اړیکه ونیسئ، او موږ به په کمه موده کې ستاسو غوښتنې ته ځواب ووایو:
- 0790691746
- 0704996168
- 0791990225
هر هغه څه چې تاسو موږ ته وایئ هغه به پټ پاتې شي. موږ به ستاسو معلومات له هیچا سره شریک نه کړو پرته لدې چې ستاسو رضایت موجود وي. تاسو حق لرئ چې د UNHCR له ښځینه یا نارینه کارمندانو سره خبرې وکړئ.
موږ ستاسو په ژبه خبرې کوو. زموږ ټیم کولای شي په دري، پښتو او نورو محلي ژبو اړیکه ونیسي.
که تاسو ښځه، سړی، نجلۍ یا هم هلک یاست کولای شئ اړیکه ونیسئ. موږ دلته یو چې د جنس یا عمر پام کې نیولو پرته، د هر هغه چا ته غوږ شو او ملاتړ یې وکړو چې اړتیا ورته وي.
د سختۍ په وخت کې، ډیر فکرونه او احساسات کولای شي زموږ ورځني ژوند تر هغه حده اغیزمن کړي چې موږ ممکن زیان رسوونکي فکرونو را مخ ته شي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تاسو یوازې نه یاست. که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ نو مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ.