انتقال

UNHCR له افغانستان څخه په وتلو کې له هېچا سره مرسته نه شي کولی. موږ افغانان نورو هېوادونو ته نه شو لېږدولی یا یې هم د سفر د لوجستیکي او مالي لګښت ملاتړ نه شو کولی. سره له دې، که له افغانستان څخه د وتلو په اړه فکر کوئ، په همدې پاڼه کې بل ځای ته د لېږدېدو د پروګرامونو په اړه معلومات موندلی شئ.

که مو پرېکړه کړې وې چې په افغانستان کې پاتې کېدل ستاسو لپاره خوندي نه دي، یو ځای ته د تګ په اړه د پرېکړې پرمهال تاسو باید خپل خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ. مهرباني وکړئ له UNHCR او نورو باوري سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړئ ترڅو پرېکړه وکړئ چې تاسو او ستاسو کورنۍ چېرته په خوندي ډول پناه غوښتلی شئ.

آیا UNHCR له افغانستان څخه په وتلو کې له ماسره مرسته کولی شي؟

UNHCR له افغانستان څخه په وتلو کې له هېچا سره مرسته نه شي کولی. موږ افغانان نورو هېوادونو ته نه شو لېږدولی یا یې هم د سفر د لوجستیکي او مالي لګښت ملاتړ نه شو کولی.

ځينې هېوادونه پر شرایطو د برابرو افغانانو د لیږدلو پروګرامونه لري. تاسو د بېلابېلو هېوادونو د پروګرامونو په اړه نور معلومات د دې پاڼې په پای کې موندلی شئ.  UNHCR نه شي کولی تاسو دغو پروګرامونو ته ور معرفي یا هم ستاسو د غوښتنلیکونو ملاتړ وکړي.

آیا UNHCR کولی شي له ښځینه زده کوونکو او هغو ښځو سره چې له کاره منعه شوي له افغانستان څخه په وتلو کې مرسته وکړي ؟

UNHCR  د دې توان نلري چی کوم افغان نورو هېوادونو ته ولېږدولئ.

ځینې هېوادونه هغو افغانانو ته فرصتونه وړاندې کوي چې دغو هېوادونو ته د سفر لپاره پر شرایطو د برابروالي مشخص معیارونه ولري. تاسو د بېلابېلو هېوادونو د پروګرامونو په اړه نور معلومات لاندې موندلی شئ. UNHCR نه شي کولی تاسو دغو پروګرامونو ته ور معرفي یا هم ستاسو د غوښتنلیکونو ملاتړ وکړي.

که زه له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړم څه باید وکړم؟

که تاسو پرېکړه کړې وې چې په افغانستان کې پاتې کېدل ستاسو لپاره خوندي نه دي، یوه ځای ته د تګ په اړه د انتخابونو د کتلو پرمهال تاسو باید خپل خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ. سپارښتنه کېږي چې له UNHCR او نورو باوري سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړئ ترڅو پرېکړه وکړئ چې تاسو او ستاسو کورنۍ چېرته په خوندي ډول پناه غوښتلی شئ.   

که زه مخکې له افغانستان څخه وتلی وم څه باید وکړم؟  

که تاسو له افغانستان څخه وتلي یاست، تاسو د مرستې په اړه د معلوماتو، خدماتو او د پناه یا خوندیتوب د غوښتنې د ډول لپاره له UNHCR یا د اړوند هېواد د کډوالو له ادارې سره اړیکه ونیسئ. بېلابېل هېوادونه پناه غوښتونکو ته د ځواب ویلو بېلابېلې طریقې لري.

د نورو معلوماتو لپاره، کولی شئ په هغه هېواد کې  د UNHCR د مرستې وېبپاڼه وګورئ چې غواړئ هلته پناه واخلئ.

پاکستان | ایرن | نور

اورېدلي مې دي چې ځینې هېوادونه هلته د سفر لپاره له هغو افغانانو سره د مرستې لپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې د دوی لپاره یې کار  کړی وي. آیا په افغانستان کې د UNHCR دفتر دغو پروګرامونو ته په لاسرسي کې له ماسره مرسته کولی شي؟

ځینو هېوادونو په دې وروستیو کې هغو افغانانو ته فرصتونه اعلان کړي دي چې له دغو هېوادونو سره یې کار کړی و او یا هم له دغو هېوادونو سره په یو ډول تړلي وو، تر څو هلته د سفر لپاره د اجازې غوښتنه ورکړي. دغه پروګرامونه له UNHCR څخه په بشپړډول خپلواک دي او موږ نه شو کولی خلک دغو پروګرامونو ته ور معرفي کړو یا یې د غوښتنلیکونو ملاتړ وکړو.

تاسو دغو هېوادونو ته د لېږدېدو د پروګرامونو په اړه معلومات لاندې موندلی شئ. د دغو هېوادونو په پروګرامونو کې له بدلونونو څخه د خبریدو په صورت کې به UNHCR هڅه وکړي چې دا لېست تازه وساتي. مهرباني وکړئ د نورو معلوماتو لپاره له اړوندو پروګرامونو سره اړیکه ونیسئ.









د بل څه په لټه کې یاست؟