موږ دلته د مرستې لپاره یو.
موږ د UNHCR د خدماتو په اړه ستاسو پوښتنو او نظرونو ته ښه راغلاست وایو. دا چې موږ څنګه له تاسو سره مرسته کولی شو، د دې معلومولو لپاره مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.
له موږ سره اړیکه
د برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: [email protected]
له یکشنبې تر پنجشنبې، د سهار له 8 د مازدیګر تر 4 بجو پورې په وړیا او محرم ډول زنګ ووهئ.
- 0791990225
- 0790691746
- 0704996168
که تاسو په لاندې سیمو کې اوسېږئ، کولی شئ له محلي شمېرو سره اړیکه ونیسئ.
- بامیان: 0791990080
- جلال آباد: 0784076076 | 0701729190 | 0791990342
- کندهار: 0700031762 (ښځینه) | 0700031772 (نارینه)
- مزار: 0791990319
موږ په کابل، کندهار، هرات، مزار، کندز، ګردېز او جلال آباد کې له خپلو دفترونو او مرکزونو بهر د شکایتونو بکسونه لرو. تاسو کولی شئ خپل لیکلی نظر او د خپلې اړیکې شمېره د شکایتونو په بکس کې واچوئ، زموږ یو کارکوونکی به بېرته له تاسو سره اړیکه ونیسي.
که تاسو فکر کوئ چې د درغلۍ یا ناوړه چلند قرباني یاست، تاسو باید سم لاسي په دې اړه UNHCR ته راپور ورکړئ. د درغلیو او ناوړه چلند د راپور ورکولو په اړه نور معلومات دلته پیدا کړئ
د خوراکي مرستې په ګډون په افغانستان کې د موجودو مرستود بېلابېلو ډولونو په اړه د معلوماتو لپاره، د آواز په نامه د مرستې ټېلېفوني کرښې ته په اونۍ کې اووه ورځې وړیا زنګ وهلی شئ. ستاسو اړیکو ته د ځواب ویلو لپاره ښځینه او نارینه استازي موجود دي او د آواز ټيم پر دري، پښتو، اردو، انګلیسي او نورو ژبو خبرې کوي.
- د آواز ټېلېفوني کرښې سره په 410 وړیا شمېره اړیکه ونیسئ
- د آواز وېبپاڼه وګورئ: awaazaf.org