که تاسو د 2023 کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستنېدو ته اړ شوي یاست، په دې پاڼه کې تاسو د موجودو مرستو په اړه معلومات ترلاسه کولی شئ.
که د پام وړ معلومات/موضوع دلته نه شئ موندلی، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ .
د کندهار، جلالاباد او کابل د نغدي مرستو مرکزونو د وضعیت په اړه خبرتیا:
یاد شوي درې د نغدي مرستو مرکزونه چې راستنېدونکو ته یې د ساتنې خدمات او نغدي مرستې وړاندې کولې تړل شوي دي. راستنېدونکو ته باید خبر ورکړل شي چې د لاندې معلوماتو له مخې د تورخم د عمري خدماتو مرکز، د سپین بولدک د تخته پُل خدماتو مرکز او د لشکرګاه ښار د لشکرګاه خدماتو مرکز ته مراجعه وکړي.
دا چی آیا تاسو به د UNHCR څخه مرسته ترلاسه کړی او که نه، دا ستاسو په شخصي حالت او د هغو اسنادو په ډول پورې اړه لري چې له تاسو سره شته. د نورو معلوماتو لپاره لاندې خپل اسناد انتخاب کړئ.
څوک کولی شي مرستې ترلاسه کړي
څوک کولی شي مرستې ترلاسه کړي
د ۲۰۲۶ کال د فبروري له ۱۵مې نېټې څخه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هغو افغان کډوالو او یا د کډوالۍ ته ورته وضعیت لرونکو کسانو ته نغدي مرستې برابروي چې لاندې شرطونو څخه لږ تر لږه یو پوره کړي: الف) په داوطلبانه ډول راستنېږي؛ ب) په خپل سري/ناڅاپي ډول خپله راستنېږي؛
ج) له پاکستان څخه شړل کېږي، په دې شرط چې د لاندې جدول له مخې د وړتیا لږ تر لږه یو معیار ولري:
د پناه هېواد او د اسنادو ډول
1. پاکستان
✓ د ثبت کارت (PoR)
✓ د داوطلبانه راستنېدنې فورم (VRF)
✓ سلیپ (Slip)
✓ د پناه غوښتنې تصدیق (Asylum Certificate)
د وړتیا معیارونه
۱. مجردې ښځې
۲. د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ
۳. هغه کورنۍ چې یو غړی یې معلولیت لري
۴. هغه کورنۍ چې سرپرست یې سپین ږیری (۶۰ کاله او پورته، نارینه یا ښځه) وي
۵. یوازې سپین ږیري کسان (۶۰ کاله او پورته، نارینه یا ښځه)
۶. هغه کورنۍ چې امیندواره ښځې ولري
۷. هغه کورنۍ چې یو غړی یې د ژوند ګواښوونکې ناروغۍ لري
۸. بې سرپرسته او له کورنۍ جلا شوي ماشومان
۹. هغه کورنۍ چې یو غړی یې د راستنېدنې یا شړلو پر مهال وفات شوی وي
۱۰. هغه کسان چې له جدي محافظتي خطرونو سره مخ وي
له پاکستان څخه بېاسناده راستنېدونکي او شړل شوي کسان:
یوازې هغه کسان چې له جدي محافظتي خطرونو سره مخ وي
• کله چې پورته معیارونه پوره کړئ، تاسو به د ثبت نام او مرستې څانګو ته معرفي شئ.
د UNHCR د خدماتو مرکزونه
• هغه کسان چې د تورخم له لارې (ننګرهار ولایت) راځي، کولی شي د عمري خدماتو مرکز (تورخم، ننګرهار) کې د ارزونې او مرستې پروسه بشپړه کړي. دا مرکز د شنبې څخه تر جمعې، د سهار له ۰۸:۰۰ څخه تر شپې :۰۰۹ پورې پرانیستی دی.
• هغه کسان چې د سپین بولدک له لارې (کندهار ولایت) راځي، کولی شي د تخته پُل خدماتو مرکز (سپین بولدک، کندهار) کې خدمات ترلاسه کړي. دا مرکز د شنبې څخه تر جمعې، د سهار له :۰۰۰۸ څخه د شپې تر :۳۰۴ پورې فعال دی.
• هغه کسان چې د بهرامچې له لارې (هلمند ولایت) راځي، کولی شي د لشکرګاه خدماتو مرکز (لشکرګاه، هلمند) ته مراجعه وکړي. دا مرکز د شنبې څخه تر پنجشنبې، د سهار له ۰۸:۰۰ څخه تر مازدیګر ۰۴:۳۰ پورې پرانیستی دی.
• مهرباني وکړئ خپل سفر د یادو مرکزونو او د UNHCR دفترونو د کاري ساعتونو مطابق تنظیم کړئ. له دې ساعتونو بهر، د کندهار او جلالاباد خدماتو مرکزونه یوازې د ترانزیت خدمتونه (د ظرفیت په شتون پورې مشروط) وړاندې کوي او د مرستې پروسه به په بله ورځ ترسره شي.
مرسته
• هغه کسان چې پورته معیارونه پوره او د ثبت نام پروسه بشپړه کړي، د کورنۍ په کچه یو ځل د څو موخو لپاره نغدي مرسته ترلاسه کوي، لکه څنګه چې لاندې ښودل شوې ده:
• د هرې کورنۍ لپاره ۱۱۵۰۰ افغانۍ، پرته له دې چې د کورنۍ د غړو شمېر په نظر کې ونیول شي
• سربېره پر دې، د معلولیت لرونکو کسانو او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو لپاره ۲۳۰۰ افغانۍ اضافي مرسته
• نغدي مرسته د حساب پي (HesabPay) کارتونو له لارې ورکول کېږي چې سمدستي مشخصې پیسې پکې اضافه کیږی او د راستنېدونکو کورنیو ته د رسېدو پر مهال سپارل کېږي.
• سربېره پر دې، راستنېدونکي/شړل شوي کسان به د لومړنیو روغتیایي خدماتو، واکسین، د شپې استوګنځای، د ساتنې مشورې، د ماین خطر پوهاوي، د ماشومانو لپاره دوستانه فضاوو او د خوارځواکۍ ارزونې څخه هم ګټه واخلي.
هغه کسان چې غواړي په پاکستان کې VRF ترلاسه کړي
• هغه افغانان چې د ثبت معتبر کارت (PoR) لري او غواړي افغانستان ته راستانه شي، کولی شي په پاکستان کې د UNHCR د داوطلبانه راستنېدنې مرکزونو ته مراجعه وکړي (د ازاخیل مرکز په نوشهره، خیبرپښتونخوا، او د بلیلي مرکز په کویټه، بلوچستان کې) تر څو د داوطلبانه راستنېدنې فورم (VRF) ترلاسه کړي. دې مرکزونو ته د تګ لپاره مخکې وخت اخیستل اړین نه دي.
د اسنادو په اړه مهمې مشورې
• د PoR کارتونه، Slip، د پناه تصدیق، د ګوریزه/کډوالۍ کارتونه او VRF کېدای شي په پاکستان کې د چارواکو له خوا ضبط شي. د دې ستونزې د مخنیوي لپاره:
o د خپلو اسنادو روښانه انځور په موبایل کې وساتئ؛
o د اسنادو کاپۍ له نږدې خپلوانو سره شریکې کړئ؛
o چاپ شوې کاپي په خوندي ځای کې وساتئ.
• که تاسو په افغانستان کې د UNHCR نغدي مرسته ومنئ:
o د خدماتو په مرکز کې د UNHCR یا د هغوی د همکارو ادارو لخوا به ستاسو اسناد (VRF، PoR، Slip، د پناه غوښتنې تصدیق، د ګوریزه/کډوالۍ کارت( د اصالت لپاره وڅېړل شي؛
o ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو لومړني معلومات به ثبت شي او بایومتریک معلومات (د ګوتو نښې او د سترګو د عنبیې اسکن) به ترې واخیستل شي. دا کار د مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي کې مرسته کوي.
o د نغدي مرستې ترلاسه کولو لپاره بایومتریک ثبت لازمي دی. که تاسو له دې پروسې سره موافق نه یاست، UNHCR نشي کولی نغدي مرسته در کړي.
o د مرستې ترلاسه کولو لپاره د PoR ، Slip یا د پناه تصدیق سپارل اړین نه دي.
• هغه کسان چې له جدي محافظتي خطرونو سره مخ وي، باید د هویت او مسلکي شالید د ثبوت لپاره موجود اسناد وړاندې کړي او د ثبت نام او محافظتي ارزونې ټول پړاوونه بشپړ کړي.
• ستاسو نغدي مرسته د حساب پي (HesabPay) کارت له لارې ورکول کېږي. دا کارت د ډیبیټ کارت په څېر کار کوي او د افغانستان په کچه په ATM، د خرڅلاو ځایونو او د حساب پي له استازو سره کارېدلی شي. په کارت کې د ثبت وروسته سمدستي پیسې اضافه کېږي. خپل کارت او PIN خوندي وساتئ ځکه چې کېدای شي د بودجې د موجودیت په صورت کې د راتلونکو اضافي مرستو لپاره وکارول شي.
• هغه کسان چې له پاکستان څخه راستنېدلي یا شړل شوي وي او مخکې یې مرسته ترلاسه کړې وي، د خدماتومرکزونو کې د نغدي مرستې مستحق نه دي.
• ښځې او نجونې حق لري چې د خدماتو د ترلاسه کولو لپاره د جلا ځای غوښتنه وکړي، تر څو د مرستې پر مهال یې خوندیتوب او ساتنه تضمین شي.
د درغلیو مخنیوی
• د UNHCR ټول خدمات وړیا دي. که له تاسو څخه د پیسو یا کوم امتیاز غوښتنه کېږي، مهرباني وکړئ راپور یې ورکړئ:
• د اړیکې شمېرې: ۰۷۹۱۹۹۰۲۲۵، ۰۷۹۰۶۹۱۷۴۶، ۰۷۰۴۹۹۶۱۶۸
• برېښنالیک [email protected] یا : [email protected]
