خواړه، سرپناه او نورې مرستې

که دلته خپله د پام وړ موضوع نه شئ موندلی، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ


زما کورنۍ خوراکي توکو ته اړتیا لري. آیا UNHCR مرسته کولی شي؟

UNHCR د خوراکي توکو په برخه کې مرسته نه وړاندې کوي. د خوراکي توکو په برخه کې د مرستې لپاره، مهرباني وکړئ د خوړو له نړیوال پروګرام (WFP) سره اړیکه ونیسئ.

د اړیکې شمېره: 0790555544 (له یکشنبې تر پنجشنبې د سهار له 8 د مازدیګر تر 4 بجو وړیا  زنګ ووهئ)

برېښنالیک: [email protected]


زه د سون توکو، جامو او نورو اړینو توکو د اخیستلو لپاره مرستې ته اړتیا لرم. آیا UNHCR مرسته کولی شي؟

که تاسو زموږ پر شرایطو برابر وئ، UNHCR ښايي تاسو ته اړین توکي لکه کمپلې، د پخلنځي بستې، سون توکي او د حفظ الصحې وسایل برابر کړي. د ملاتړ/مرستې ترلاسه کولو په موخه پر شرایطو د برابروالي د معلومولو لپاره، لومړی باید تاسو د UNHCR یا زموږ د یوې همکارې ادارې له لوري و ارزول شئ. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

 


زما کور زیانمن شوی یا ویجاړ شوی. آیا UNHCR ماته سرپناه برابرولی شي؟

که ستاسو اوسنی استوګنځی د ژوند کولو لپاره مناسب نه وي، UNHCR ښايي له تاسو سره د کور د بیا رغونې یا د بدیلې سرپناه په برابرولو کې مرسته وکړي. UNHCR هغو کورنیو سره د سرپناه په برابرولو کې مرسته کولی شي چې بېړنۍ اړتیا لري – موږ له ټولو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره کافي سرچینې نه لرو.

د سرپنا په برخه کې مرستې/ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې، تاسو باید پر لاندې یوه معیار برابر وئ:

  • تاسو باید د ځمکې د مالکیت ثبوت ولرئ
  • تاسو پر عامه یا دولتي ځمکه اوسېږئ او له محلي ادارو څخه د اعتراض نه کولو سند ترلاسه کولی شئ.
  • تاسو د ځمکې د انتقال یا استعمال د حق سند ترلاسه کولی شئ
  • ستاسو کور ښکاره زیان لري

د سرپنا په برخه کې د مرستې د ترلاسه کولو لپاره پر شرایطو د برابروالي لپاره، لومړی باید تاسو د UNHCR یا زموږ د یوې همکارې ادارې له لوري و ارزول شئ. د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.


زه خپل کورته د بېرته ستنېدو په اړه فکر کوم او غواړم پوه شم چې هلته زما لپاره کوم خدمات او کاري فرصتونه شته. چېرته نور معلومات موندلی شم؟

مخکې له دې چې خپل کور ته د بېرته ستنېدو یا بل ځای ته د تګ په اړه پرېکړه وکړئ، تاسو باید هغه فرصتونه او خدمات په پام کې ونیسئ چې ښايي تاسو ته هلته موجود وي. که غواړئ یوې داسې ولسوالۍ ته ولاړ شئ چې هلته UNHCR کار کوي، موږ تاسو ته په هغې ولسوالۍ کې د موجودو خدماتو په اړه معلومات درکولی شو. د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

د بل څه په لټه کې یاست؟


د بل څه په لټه کې یاست؟