![](https://help.unhcr.org/afghanistan/wp-content/uploads/sites/79/2024/03/pashto-image-unhcr-2-1-1024x667.jpg)
د UNHCR وېبپاڼې ته ښه راغلاست. موږ په افغانستان کې له هغو خلکو سره مرسته کوو چې د جګړو، تاوتریخوالي یا طبیعي پېښو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. موږ د بېځایه شویو کورنیو ژوند ژغورنې ملاتړ او مرسته کوو تر څو د اوسېدو لپاره خوندي ځای ومومي.
زموږ په خدماتو کې بيړنۍ نغدي مرستې او سرپناه، حقوقي مرستې او د ښوونځیو او کلینیکونو په څېر زېربنايي پروژې شاملې دي. موږ همداراز د حرفوي زده کړو روزنې او د کاروبار پیلولو لپاره پورونه ورکوو ترڅو له خلکو سره د عاید په ترلاسه کولو کې مرسته وشي.