د انګلستان دولتي ویب پاڼه د نویو کډوالو لپاره یو خپور شوی لارښود لري چې دلته یې موندلی شئ.
د اتباعو د مشورې (Citizens Advice) ادارې ویب پاڼه په دې اړه ګټور معلومات لري چې تاسو باید د کډوالۍ د اجازې له ترلاسه کولو وروسته د کومو پایلو تمه وکړئ — چې دلته یې موندلی شئ.
زه یو کډوال یم، ایا په انګلستان هېواد کې شته امتیازاتو ته لاسرسی موندلی شم؟
کډوال حق لري چې د هیواد د اتباعو سره یو شان په انګلستان کې د سوکالۍ د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. په اړه یې نور معلومات دلته موندلی شئ.
زه یو کډوال یم، ایا په انګلستان هېواد کې کار کولی شم؟
که تاسو یو کډوال یاست، تاسو به وکولی شئ پرته له کوم محدودیت څخه په انګلستان کې کار وکړئ. تاسو به یواځې د خپلې ملي بیمې شمیرې ته اړتیا ولرئ – دا د تورو او عددونو لرونکې یوه شمېره ده چې ستاسو د استوګنې د جواز په بایومتریک کارت باندې چاپ شوي وي. نور معلومات یې دلته په 4 م څپرکي کې موندلی شئ.
که زه یو پناه غوښتونکی یم نو ایا دلته مالي او د کورنۍ ملاتړ ترلاسه کولی شم؟
که تاسو یو داسې پناه غوښتونکی یاست چې ادعا یې پاتې وي یا حتی که ستاسو د پناه غوښتنه رد شوې هم وي، تاسو ښايي د پناه غوښتنې د ملاتړو خدماتو لپاره وړ یاست.
د ملاتړو خدماتو درې اساسي ډولونه یې عبارت دي له: 95 مه برخه، 98 مه برخه او د 4 مې برخې ملاتړي خدمات. له دې ملاتړو خدماتو سره، تاسو کولی شئ د کور او مالي مرستې، یا دواړو لپاره وړ وبلل شئ.
د 95 مې برخې ملاتړي خدمات
تاسو د 95 مې برخې د ملاتړ لپاره هغه مهال وړ یاست که تاسو یو داسې پناه غوښتونکی یاست چې د د پاتې کیدو ادعا مو په جریان کې وي او تاسو له 18 څخه زیات عمر لرئ او همدارنګه د د ډېرې بې وزلۍ ازموینه مو بریالۍ کړي وي. یو شخص هغه مهال ‘بې وزله’ ګڼل کیږي که چیرې دوی د اوس یا راتلونکو 14 ورځو په اوږدو کې د ځان او کورنۍ د کوم بل غیر متکي غړي لپاره د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره کافي استوګنځي یا کافي پیسې ونه لري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئASAP د 95 مې برخې د ملاتړ د حقایقو پاڼې ته مراجعه وکړئ .
د 98 مې برخې ملاتړ
98 مه برخه هغه لنډمهاله مرسته ده چې هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې داسې ښکاري چې بې وزله دي او هم هغه کسان چې د 95 مې برخې د ملاتړ لپاره غوښتنه یې کړي وي خو خپلې پریکړې ته په تمه وي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ ASAP د 98 مې برخې د ملاتړ په اړه د حقایقو پاڼه وګورئ.
د 4 مې برخې ملاتړ
د 4 مې برخې ملاتړ د هغو رد شویو پناه غوښتونکو لپاره د لاسرسي وړ دی چې د بې وزلۍ د ازموینې له بریالي کولو سربیره یوه اندازه ټاکلي معیارونه پوره کوي.
د دې ملاتړ لپاره د وړتیا معیارونو او پروسې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ ASAP د 4 مې برخې د ملاتړ د حقایقو پاڼې ته مراجعه وکړئ.
د پناه غوښتنې د ملاتړ په اړه نور معلومات د انګلستان د دولت له ویب پاڼې دلته ترلاسه کولی شئ.
که زه په انګلستان هېواد کې پناه غوښتونکی وم ایا دلته کار کولی شم؟
ډېرکي پناه غوښتونکي په انګلستان کې د کار کولو حق نه لري. که څه هم د کډوالۍ مقررات د هغو خلکو لپاره یاده اجازه ورکوي چې د کار کولو اجازه وغواړي، که تاسو د خپلې پناه غوښتنې ادعا په تړاو “له خپلې ګناه پرته” تر 12 میاشتو ډېر انتظار کوئ. دغه اجازه ممکن په پیل کې د پناه غوښتنې تر ادعا کولو 12 میاشتې وروسته وي یا تر لا زیاتو سندونو سپارلو 12 میاشتې وروسته د نوې ادعا په توګه وګڼل شي. هغه کسان چې د کار کولو اجازه لري او د 2024 د اپریل په 3مه نېټه یا ترې مخکې يې غوښتنلیک سپارلی، د دندو\مصروفیت کم لیست کې تر شته دندو پورې محدود دي. هر هغه ډول غوښتنلیکونه چې د 2024 د اپریل په 4مه نېټه یا ترې وروسته سپارل شوي، هغه چا ته چې سپارل شوي، د کډوالۍ معاشونو په لیست کې تر شته دندو پورې محدود دي
د کډوالۍ د عدالت پروژې په قانون مرکز NI کې یوه لارښود مسوده جوړه کړې ده. دا له هغو کسانو سره مرسته کو يچې د پناه غوښتنې په لټه کې دي تر څو پوه شي چې په داسې حال کې چې د کډوالۍ پایله یې پاتې وي، څه ډول او ایا دوی کولی شي د کار کولو اجازې غوښتنه وکړي. یاد لارښود په څو ژبو کې د لاسرسي وړ دی: انګلیسي، ترینګیا، سومالیايي، فارسي، او عربي.
که څه هم پناه غوښتونکي کولی شي په رضاکار ډول په داسې حال کې چې د دوی ادعا په پام کې نیول کیږي، کار وکړي. په رضاکارانه کار کولو کې د وخت مصرف کول، بې معاشه کار کول، او د هغه څه ترسره کول شامل دي چې موخه یې د چاپیریال یا یو چا (شخص یا ډلې) څخه پرته، یا د نږدې خپلوانو سربیره، نور ګټه اخلي.
د 2024 د اکتوبر له 31 څخه، د کورنیو چارو وزارت به د نوي BRP کارډونو صادرول ودروي. هرڅوک چې د دې نیټې وروسته د پناه غوښتنې مثبت پریکړه ترلاسه کړي، د کورنیو چارو وزارت به د هغوی eVisa په اوتومات ډول جوړ کړي.
د BRP د ټولو کارډونو نېټه به هم د 2024 د ډسمبر پر 31 پای ته ورسیږي. که تاسو موجود BRP کارډ لرئ، نو تاسو باید د eVisa لپاره ځان راجستر کړئ.
تاسو نور نه شئ کولای د بدیل BRP کارډ غوښتنه وکړئ. دا چې که ستاسو BRP کارډ ورک شي، غلا شي یا زیانمن شوی وي، نو څه باید وکړئ، په دې اړه دا لارښود وګورئ. د eVisas په اړه د رسمي تازه معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ دغه ويبپاڼي ته مراجعه وکړئ: www.gov.uk/eVisa
د انګلستان حکومت د BRPs کارډونو په شمول، د فزیکي کډوالۍ سندونه د کډوالۍ حالت په ډیجیټل ثبوت سره چې د eVisa په نوم یادیږي بدلوي. د eVisa سره به تاسو خپل د کډوالۍ حالت ته په آنلاین بڼه لاسرسی ولرئ او دا به ددې لپاره وکارول شي چې ثابته کړئ چې تاسو په انګلستان کې د پاتې کیدو اجازه لرئ. تاسو کولای شئ د eVisa په اړه نور معلوماتد کورنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې ومومئ او یوه ویډیو وګورئچې څنګه خپل د کډوالي وضعیت د eVisa په مرسته ثابت کړئ. د eVisa ترلاسه کولو پروسه وړیا ده.
که زما BRP د 2024 د ډسمبر پر 31 نېټه پای ته ورسیږي، نو څنګه کولای شم eVisa ترلاسه کړم؟
که تاسو BRP لرئ چې د 2024 د ډسمبر پر 31 نېټه پای ته رسيږي، نو تاسو بايد د بریتانیا د ویزې او کډوالۍ (UKVI) يو حساب جوړ کړئ ترڅو خپل eVisa ته لاسرسی ومومئ. تاسو باید دا کار مخکې له دې چې ستاسو BRP پای ته ورسیږي، ترسره کړئ. ستاسو د اوسني پاتې کیدو اجازې سره تړلي کډوالي وضعیت او شرایط به لکه څنګه چې دي، هماغسي پاتې شي. تاسو کولای شئ د انګلستان حکومت ویبپاڼه کې د eVisa لپاره ځان راجسټر کړئ: https://www.gov.uk/get-access-evisa. د کورنیو چارو وزارت یو ګام په ګام لارښود او یوه ویډیو جوړه کړې ده چې تاسو ته د دې پروسې په اړه لارښوونه وکړي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ماشومان خپل جلا UKVI حساب ته اړتیا لري. یو والد یا سرپرست کولای شي د خپل ماشوم لپاره د eVisa لاسرسی تنظیم کړي. تاسو کولای شئ د د ماشوم لپاره د UKVI حساب جوړولو په اړه نور معلومات ولولئ.
خپل ختم شوی BRP کارډ وساتئ، ځکه چې دا ممکن د بریتانیا کې د پاتې کیدو لپاره په راتلونکو غوښتنلیکونو کې درسره مرسته وکړي. ممکن تاسو ته دا د خپلو شخصي ریکارډونو لپاره هم پکار درشي. تاسو کولای شئ تر هغه چې ستاسو BRP کارډ ختمېږي، د خپل کډوالۍ حالت ثابتولو لپاره يې وکاروئ.
که زه BRP نلرم نو څنګه eVisa ترلاسه کړم؟
که تاسو BRP ونه لرئ، ځکه چې تاسو د 2024 د اکتوبر له 31 نېټې وروسته د پناه غوښتنې مثبته پرېکړه ترلاسه کړې یا د کورنۍ د یوځای کیدو لپاره د بریتانیا راتګ ته منل شوي یاست، نو د کورنیو چارو وزارت به ستاسو د UKVI حساب جوړ کړي. بیا تاسو کولی شئ د دې حساب په مرسته خپل eVisa آنلاین لاسرسی ومومئ. تاسو ته به د بریښنالیک یا لیک له لارې خبر درکړل شي چې څنګه دې ته لاسرسی ومومئ.
ایا پناه غوښتونکي باید د eVisa لپاره غوښتنلیک ورکړي؟
هغه خلک چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي، د پناه غوښتنې د ثبت کارتونه (ARC) لري، او داسې پلانونه شته چې په ډیجیټل بڼه یې هم بدل کړي. په هرصورت، د لیکلو په وخت کې، پناه غوښتونکي نشي کولای د UVKI حساب جوړ کړي.
مرسته ترلاسه کړئ
که تاسو د خپل eVisa یا UKVI حساب سره کومې ستونزې لرئ، تاسو کولی شئ د لاندې لارې څخه مرسته ترلاسه کړئ:
- د ستونزو د حل مرکز، چې هلته ملاتړ ته د ویب چیټ برخي ته لاسرسی لرلای شئ www.gov.uk/eVisa.
- هر هغه څوک چې انټرنیټ ته لاسرسی نه لري یا د کمپیوټر، لپټاپ یا ځيرک ټليفون په څیر وسایلو ته لاسرسی نه لري، کولای شي د مرستندويه ډیجیټل خدماتو له لارې مرسته ترلاسه کړي:
- بریښنالیک: [email protected]
- “VISA” او یوه شمېره وليکئ چې ستاسو سره د هغې لاري تماس نیول کېدای شئ او 944 416 07537 شمېرې ته يې ولېږئ.
- ټلیفون: 675 445 03333 شمېره له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه تر 6 بجو پورې فعاله ده
- که ستاسو eVisa کې کومه تېروتنه وي، لکه د نوم، عکس یا ناسم وضعیت په اړه، تاسو کولای شئ دا راپور کړئ او د لاندې آنلاین خدمت له لارې د تېروتنې د اصلاح غوښتنه وکړئ: د خپلې eVisa – GOV.UK کې د یوې تېروتني په اړه راپور ورکړئ
سربیره پردې، تاسو کولای شئ د هغه سازمانونو لیست ومومئ چې کولی شي د UKVI حساب او eVisa په جوړولو کې ستاسو سره مرسته وکړي د سازمانونو لیست – GOV.UK.
زه څنګه کولای شم د خپل eVisa سره سفر وکړم؟
د انګلستان څخه له وتلو مخکې، تاسو باید خپل eVisa جوړه کړئ او هغه خپل د سفر اسنادو سره لینک کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو eVisa ستاسو د سفر څخه مخکې سمه وي. د انګلستان حکومت په دې اړه يو لارښود او یوه ویډیو خپره کړې ده.
کله چې تاسو نړیوال سفر کوئ، تاسو باید خپل BRP هم تر هغې پورې له ځان سره ولرئ ترڅو چې هغه پای ته رسیږي.