د 2025 کال د سپتمبر په 4مه نېټه، د بریتانیې حکومت د کورنۍ د بيا یوځای کېدو پروګرام (Family Reunion route) په موقتي ډول وځنډاوه. دا په دې مانا چې اوس مهال د کورنۍ د غړو یوځای کېدو (ساتنې) پروګرام مقرراتو پر بنسټ د نویو غوښتنلیکونو سپارل ممکن نه دي. د دې ځنډ په جريان کې، هغه کسان چې په بریتانیه کې د پناه اخیستونکي (Refugee Status) یا بشري ساتنې (Humanitarian Protection) وضعيت لري او غواړي د خپلې کورنۍ له نږدې غړو (مېرمن/مېړه، او تر 18 کلونو کم عمره ماشومان) سره یوځای شي، باید د ضميمې ايف ايم «Appendix FM» په نوم د نورو مقرراتو د ټولګې پر بنسټ غوښتنلیک وړاندې کړي. موږ په کلکه سپارښتنه کوو چې که تاسو غواړۍ د Appendix FM پر بنسټ غوښتنلیک وسپارئ، نو له یوه وړ قانوني سلاکار څخه قانوني مشوره ترلاسه کړئ. د حقوقي مشورې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د بریتانیا کې حقوقي مرستې ته لاسرسی – UNHCR په بریتانیا کې ویبپاڼه وګورئ.
که تاسو د 2025 کال د سپتمبر د 4مې نېټې د مازدیګر له 3 بجو څخه مخکې د پناه اخیستونکو د کورنۍ د بيا یوځای کېدو غوښتنلیک د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی وي، ستاسو غوښتنلیک به د دې ځنډ له اغېزې څخه خوندي وي. تاسو به د غوښتنلیک سپارلو له نېټې څخه 240 ورځې وخت ولرۍ تر څو اړین اسناد راټول کړۍ او ستاسو خپلوان وکولای شي خپل بایومټریک معلومات ثبت کړي.
حکومت اعلان کړی چې د 2026 کال د پسرلي په موسم کې به د هغو کسانو لپاره چې د پناه اخیستنې یا بشري ساتنې وضعيت لري او غواړي د خپلې کورنۍ له نږدې غړو سره یوځای شي، نوي مقررات معرفي کړي. حکومت تر اوسه دا نه دي تایید کړي چې نوي مقررات به څه وي.
د وروستیو بدلونونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، تاسو کولای شئ د بریتانیې سره صلیب ویبپاڼه وګورئ: British Red Cross | Family Reunion for Refugees. د کورنۍ وېزې د عمومي معلوماتو په اړه، مهرباني وکړئ د بریتانیې د حکومت ويبپاڼه وګورئ: Family visas: apply, extend or switch: Overview – GOV.UK
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه د بریتانیې حکومت ته وړاندې کېږي. په بریتانیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري (UNHCR) د وېزې غوښتنلیکونو په ترلاسه کولو یا ارزونه کې برخه نه لري او نه هم د غوښتنلیک سپارلو په اړه چا ته مشوره ورکولای شي.
