بیا میشتیدنه

د بیا میشتیدنې لپاره کوم غوښتنلیک شتون نه لري. د UNHCR اداره په هغه هیواد کې چیرې چې کډوال موقعیت لري دا معلوموي چې آیا یو کډوال بیا میشتیدنې ته اړتیا لري او که نه. په دې اړه نور معلومات په “څرنګه کولی شم د بیا میشتیدنې لپاره په په پام کې ونیول شم؟” کې موندلی شئ؟

د کډوالو بیا میشتیدنه څه ته وايي؟

د کډوالو په بیا میشتیدنه کې له یوه داسې دولت څخه د کډوالو ټاکل او لیږد شامل دي چې په هغه کې دوی یو دریم هیواد داسې ته د خوندیتوب غوښتنه کړي وي چې د استوګنې له اوږدمهاله موقف سره یې – د کډوال په توګه – د منلو موافقه شوي وي. بیا میشتیدنه د خوندیتوب اړوند اندیښنو لپاره یو اوږدمهاله حل دی چې یو کډوال ښايي په خپل پناه غوښتونکي هیواد کې ورسره مخ وي.

ګټوره به داوي چې د بیا میشتیدنې په اړه د UNHCR ادارې اړوند د معلوماتو له پورټال څخه لیدنه وکړئ. په دې کې د UNHCR د بیا میشتیدنې د فعالیتونو په اړه ډېر تازه معلومات شتون لري او د هرې میاشتې په لومړۍ نیټه تازه کیږي. دغې پورټال ته په آنلاین بڼه دلته لاسرسی موندلی شئ. د ځانګړو هیوادونو لپاره د بیا میشتیدنې اړوند د نورو معلوماتو د موندلو لپاره د دودیز لټون اختیار هم شتون لري، په آنلاین بڼه یې دلته موندلی شئ.

زه یو کډوال یم او غواړم چې په انګلستان کې میشت شم. ایا په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره له ما سره مرسته کولی شي؟

له بده مرغه، نه. په انګلستان کې UNHCR اداره د دې پریکړه نه کوي چې آیا کډوال دې په انګلستان هېواد کې میشت شي او که نه. د بیا میشتیدنې په فعالیتونو سره به د UNHCR کړنې د دې ارزونه وکړي چې آیا یو کډوال دریم هیواد ته د بیا میشتیدنې معیارونه پوره کوي او که نه. که ستاسو د کډوالۍ قضیه د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې ونیول شي، نو د UNHCR اداره به په هغه ځای کې له تاسو سره اړیکه ونیسي چېرته چې اوسېږئ. په انګلستان کې د UNHCR اداره په دې پروسه کې کوم رول نه لري.

څرنګه کولی شم څو د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې ونیول شم؟

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د بیا میشتیدنې لپاره هیڅ غوښتنلیک شتون نه لري. د پناه غوښتنې په هیواد کې د UNHCR د ادارې فعالیتونه به په هغه هیواد کې د میشتو کډوالو د خوندیتوب اندیښنو ته د رسیدو په لټه کې وي، ډیری وختونه ورته په هغه ځای کې حل پیداکوي چېرته چې کډوال قرار لري. ځینې وختونه، په هغه ځای کې د کډوالو د خوندیتوب اندیښنې نه شي حل کیدلی په کوم ځای کې چې دوی قرار لري، نو په دې حالت کې ښايي د UNHCR اداره د کډوالو د بیا میشتیدنې هڅه وکړي. په دې توګه به د پناه غوښتنې په هغه هیواد کې چېرې چې د UNHCR ادارې دفتر موقعیت لري د کډوال په قضیه باندې کره کتنه کوي. که چیرې یو کډوال د بیا میشتیدنې لپاره په پام کې ونیول شي، نو دوی ته به د UNHCR د ادارې له لوري په هغه ځای کې خبر ورکړل شي چېرې چې قرار لري.

له خپل هېواده د باندې کډوال باید د UNHCR ادارې له دفتر سره نږدې اړیکه ونیسي که چیرې دوی د خوندیتوب د اندیښنو په اړه یادې ادارې ته راپور ورکوي یا هم د بیا میشتیدنې په اړه معلومات غواړي.

باید په یاد ولرئ چې د بیا میشتیدنې وړاندیز یواځې ډېر لږ شمیر کډوالو ته د دوی د خوندیتوب د اړتیاوو پراساس ورکول کیږي. د نړۍ د 1% څخه لږ کډوال هر کال د UNHCR د ادارې له لوري د بیا میشتیدنې لپاره منل کیږي .دا ځکه چې د نړۍ د بیا میشتیدنې د اړتیاوو په پرتله هر کال د بیا میشتیدنې ډیر لږ ځایونه شتون لري. له همدې امله د بیا میشتیدنې ځایونه د هغو کسانو لپاره لومړیتوب لري چې ډېره زیاته اړتیا ولري؛ هغه کډوال افراد چې د خپلې پناه غوښتنې په هیواد کې د خوندیتوب له خطرونو سره مخ وي او خپل اصلي هیواد ته د خوندي بیرته ستنیدو یې هیڅ امکان شتون و نه لري. د بیا میشتیدنې په هیواد کې د کورنۍ اړیکې، لکه د انګلستان له هېواد سره، ښايي په پام کې ونیول شي خو دا زیاتره دا نه په ګوته کوي چې آیا افراد به د بیا میشتیدنې لپاره راجع کیږي او که نه.

ایا په انګلستان کې د UNHCR اداره کولی شي چې زما د بیا میشتیدنې پروسه ګړندۍ کړي او/یا یې په اړه تازه معلومات راکړي؟

له بده مرغه، نه. څرنګه چې د بیا میشتیدنې د ارزونې پروسه په نورو هیوادونو کې د UNHCR د فعالیتونو په لړ کې ترسره کیږي، نو په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره نه شي کولی چې د اړونده پروسې په اړه تازه معلومات چاته ورکړي یا هم پروسه ګړندۍ کړي. په انګلستان هېواد کې زموږ دفتر په بیلابیلو دفترونو کې د ثبت شويو کډوالو د قضیو اسنادو ته لاسرسی نه لري او په هر حالت کې موږ نه شو کولی له هېواده د باندې کومې دریمې ډلې ته د کډوالو اړوند معلومات په واک کې ورکړو.

له خپل هېواده د باندې کډوال باید د UNHCR ادارې له دفتر سره نږدې اړیکه ونیسي که چیرې دوی د خوندیتوب د اندیښنو په اړه یادې ادارې ته راپور ورکوي یا هم د بیا میشتیدنې په اړه معلومات غواړي.

څه به وشي که چېرې د UNHCR اداره زما د کډوالۍ قضیه د بیا میشتیدنې لپاره ومني؟

کله چې د UNHCR اداره کوم کډوال د بیا میشتیدنې لپاره ومني، نو وروستۍ پرېکړه د بیا میشتیدنې هیواد ترسره کوي چې ایا د دوی قضیه ومني او که نه.

د کډوالو بیا میشت کیدل په ډیرو فکتورونو پورې اړه لکه د بیا میشتیدنې ځایونو شتون، د بیا میشتیدنې هیواد د داخلیدو معیارونه او د لومړي پناه غوښتونکي هیواد په همکارۍ او نورو پورې اړه لري. د کډوالۍ وضعیت ته له پام پرته، بیا میشتیدنه حق نه دی، او دولتونه د بیا میشتیدنې لپاره د کډوالو د منلو لپاره هیڅ مکلفیت نه لري.

زه غواړم د UNHCR ادارې ته د دې لپاره غوښتنلیک وسپارم چې زما د کورنۍ نور غړي د بیا میشتیدنې له لارې انګلستان هېواد ته راولي؟

دا امکان نه لري چې یو څوک د UNHCR ادارې ته د دې لپاره غوښتنلیک ورسپاري ترڅو د کورنۍ غړي یې د بیا میشتیدنې له لارې انګلستان ته راوستل شي (د بېلګې په توګه، والدین، وروڼه، خویندې یا هغه نور ماشومان چې عمرونه یې له 18 کلونو پورته وي).

د UNHCR اداره هغو کډوالو ته لومړیتوب ورکوي او د بیا میشتیدنې لپاره یې مني چې د دوی لپاره هیڅ اوږدمهاله حل شتون نه لري، او د دوی ژوند د پناه اخیستنې په هیواد کې له خطر سره مخ وي. دا ډېره مهمه دې باید پرې پوه شئ، ځکه چې د دې احتمال چې له مخې دې ستاسو د کورنۍ ټولو غړو ته د UNHCR د ادارې له لوري د بیا میشتیدنې لپاره لومړیتوب ورکړل شي له بده مرغه خورا لږ دی او دا د دوی په انفرادي وضعیت پورې اړه لري. د بیا میشتیدنې لپاره چا ته لومړیتوب ورکول له دې اصل سره تړاو نه لري چې تاسو په انګلستان هېواد کې شتون لرئ. په دې اړه پریکړه چې د بیا میشتیدنې لپاره باید چاته لومړیتوب ورکړل شي، په انګلستان هېواد کې د UNHCR د ادارې یا هغه سازمان یا ډلې چې په انګلستان کې ستاسو ملاتړ کوي، د هغوۍ له کنترول څحه پورته خبره ده.

په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ له دې پاڼې لیدنه وکړئ: https://www.unhcr.org/5f8f11e04.pdf او https://www.unhcr.org/5f8f122d4

زه د خپلې کورنۍ د هغو غړو په اړه اندیښمن یم چې کډوال دي او له انګلستان څخه د باندې ژوند کوي. څه کولی شم ترڅو له دوی سره مرسته وکړم؟

که ستاسو کورنۍ له انګلستان څخه د باندې پناه غوښتونکي، کډوال یا بې وطنه کسان وي او دوی د خپل خوندیتوب یا هوساینې په اړه اندیښنه لري، دوی بایدد UNHCR ادارې اړوند له نږدې دفتر سره اړیکه ونیسي. د دوی د ستونزو پر اساس، دوی ښايي د UNHCR ادارې د برنامو، دولتي خدماتو یا نورو مرستندویه سازمانونو له لوري د پناه غوښتنې هیواد ته راجع شي.

له انګلستان هېواد څخه د باندې د UNHCR د دفترونو لپاره د اړیکو معلومات دلته موندلی شئ. د UNHCRد ادارې اړوند زیاتره دفترونه د کډوالو لپاره هغه آنلاین معلومات لري چې څرنګه کولی شي د دوی خدماتو ته لاسرسی پیداکړي او د دوی له نږدې دفتر سره د اړیکې لپاره د ځانګړي مشورې وختونه مهالوېش شي.

تاسو ته هم دې ته ښه راغلاست ویل کیږي چې که چیرې ستاسو خپلوان نه شي کولی د UNHCR ادارې له نږدې دفتر سره اړیکه ونیسي ترڅو په مستقیم ډول خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړي، نو په انګلستان هېواد کې د UNHCR 0203 761 9500 له ادارې سره اړیکه ونیسئ. کولی شئ له موږ سره د تلیفون له لارې په  شمېره (داخلي شمېره 2) یا د بریښنالیک له لارې [email protected] د کاري ساعتونو په اوږدو کې اړیکه ونیسئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په انګلستان کې UNHCR اداره زیاتره د بیا میشتیدنې په پروسه کې دخالت نه لري او موږ د هغو کډوالو د قضیو اسنادو ته مستقیم لاسرسی نه لرو چې په نورو هیوادونو کې ثبت شوي وي. همدارنګه، موږ نه شو کولی د کډوالۍ د قضیې محرم معلومات چاته په واک کې ورکړو. دا په دې معنا ده چې په انګلستان کې زموږ دفتر ښايي له دې هېواد څخه د باندې کډوالو د قضیو په اړه تازه معلومات و نه لري او موږ به په عمومي توګه ډول سارښتنه وکړو چې ستاسو د کورنۍ غړي دې په مستقیم ډول د UNHCR له دفتر سره اړیکه ونیسي.

آیا د کډوالو لپاره بیا میشتیدنه وړیا ده؟

هو. د بیا میشتیدنې د پروسې په هیڅ پړاو کې یا د په UNHCR اداره، یوې بهرنۍ نادولتي موسسې، یا کوم بل فرد یا سازمان له لوري باید له کډوال څخه د پیسو ورکولو یا هر ډول خدماتو چمتو کولو غوښتنه و نه شي. له هر چا څخه سره چې د بیا میشتیدنې په اړه د پیسو یا خدماتو لپاره اړیکه ونیول شي باید د محرم شکایتونو په بکسونو یا د تلیفون د شمیرو له لارې د UNHCR له سیمه ییز دفتر ته د پېښې په اړه راپور ورکړي.

که تاسو د درغلیو په اړه شکایت لرئ، ن کولی شئ د UNHCR اړوند د عمومي پلټنې له خپلواک دفتر سره هم اړیکه ونیسئ. په دې اړه نور معلومات دلته شتون لري: https://www.unhcr.org/uk/inspector-generalsoffice.html


نور اړوند معلومات

<< بیرته د انګلستان کورپاڼې ته ورشئ او >> زموږ د مرستې په پاڼه کې بل هیواد غوره کړئ