د ‘مرستې’ اړوند هغې ویب پاڼې ته ښه راغلاست چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یا UNHCR له لوري پر مخ وړل کیږي. هغه کډوال، پناه غوښتونکي، او بې وطنه کسان چې په انګلستان (برتانیه) کې دي کولی شي د خپلو هغو حقوقو او مکلفیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، چې په انګلستان هېواد کې د دوی لپاره شتون لري. خپل شاوخوا مو وګورئ او دا چې چېرته کولی شئ اړونده مرسته ترلاسه کړئ د دې په ګډون، هغه څه پیداکړئ چې تاسو د انګلستان په اړه په پوهېدو کې ورته اړتیا لرئ.