په انګلستان کې پناه غوښتنه
په انګلستان هېواد کې، د انګلستان دولت (د کورنیو چارو وزارت) د کډوالو د وضعیت د ټاکلو د پروسې مسولیت لري. په دې توګه، په انګلستان کې د UNHCR اداره نه شي کولی چې د پناه غوښتنې د ادعاوو په اړه کومو پرېکړو ته چټکتیا ورکړي.
پناه هغه خوندیتوب دی چې یو هیواد یې په خپله خاوره کې غیر تبعه افرادو ته ورکوي. د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې 14 مه ماده (UDHR) بیانوي هرڅوک حق لري چې د تعقیب، شکنجې او ازار څخه د خوندیتوب په موخه د پنا غوښتونکی شي.
پناه غوښتونکی هغه څوک دی چې خپل اصلي هیواد د دې لپاره پریږدي ترڅو په بل هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي. په عملي او قانوني توګه د هغه کس لپاره اړینه ده چې ژر تر ژره په رسمي توګه د پناه غوښتنه وکړي.
د 1951 کال د کډوالو کنوانسیون له مخې د کډوال په تعریف کې هغه څوک شاملیږي چې:
‘د نژاد، دین، تابعیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب له مخې د ځورونې له امله د ښه اساسي وېرې له امله، یا د سیاسي مفکورې له کبله، له خپل هیواد څخه بهر وي، او د دې توان نه لري یا د دې ډار له امله، په خپل هېواد کې د ځان په ګټه له خوندیتوب څخه د ګټې پورته کولو لیوالتیا نه لري.’
د کډوالو د وضعیت معلومول هغه پروسه ده چې یا یې د کډوالو کوربه دولت یا هم د UNHCR اداره معلوموي چې آیا یو پناه غوښتونکی د کډوال اړوند تعریف په شرایطو برابر دی او که نه.
د وړ کېدو په اړه معلومات د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په انګلستان هېواد کې د پناه د غوښتنې لپاره، تاسو باید په فزیکي توګه په انګلستان کې شتون ولرئ.
که څه هم د نړۍ په نورو هیوادونو کې د UNHCR اداره خپله کډوال معلوم او ثبتوي، خو په انګلستان هېواد کې د UNHCR ادارې رول داسې نه دی چې معلومه کړي چې چاته باید په انګلستان کې پناه ورکړل او چاته ور نه کړل شي. دا د انګلستان هېواد د کورنیو چارو د وزارت مسولیت دی چې په دې هیواد کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه او په اړه یې پریکړه وکړي. په دې اساس، د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه باید په مستقیم ډول د انګلستان هېواد د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
په انګلستان هېواد کې د UNHCR ادارې دفتر نه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه مني او نه هم د پناه غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
د دې په اړه معلومات چې څرنګه او چېرته کولی شئ خپله د پناه غوښتنې ادعا ثبت کړئ د انګلستان د دولتي خدماتو په ویب پاڼه کې یې موندلی شئ.
په دې اړه معلومات چې تاسو باید د پناه غوښتنې د ادعا د ثبتولو لپاره کوم اسناد چمتو کړئ د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې یې موندلی شئ.
د کوچنيانو (د 18 کالو څخه کم عمره کسانو) لپاره دا معلومات چې څرنګه کولی شي په خپله ورته غوښتنلیک وسپاري د انګلستان د دولتي خدماتو په ویب پاڼه کې موندل کیدلی شي.
په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره نه شي کولی چې کومه حقوقي مشوره ورکړي. د پناه غوښتونکو حقوقي استازیتوب او مشوره د شخصي وکیلانو او یا هم د متخصصو ادارو له لارې ورکول کیږي چې کیدای شي د حقوقي مرستې تر پروسې لاندې خپل خدمات په وړیا ډول وړاندې کړي.
د دې په اړه د معلوماتو په ګډون چې ستاسو د کتنې له مرکې وروسته څه پیښیږي: ستاسو د پناه غوښتنې د ثبت کارت (ARC) او د کډوالۍ د ایستلو توقیف د انګلستان هېواد د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شي.
د پناه غوښتنې اړوند د خپلې مرکې په اړه معلومات د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شئ.
د هغو ممکنه پریکړو په اړه معلومات چې ستاسو د پناه غوښتنې له مرکې وروسته د انګلستان د کورنیو چارو وزارت له لوري ترسره کیدلی شي د انګلستان د دولتي خدماتو په وېب پاڼه کې یې موندلی شئ.
له بده مرغه، نه.په انګلستان هېواد کې، د انګلستان د دولت (د کورنیو چارو وزارت دفتر) د کډوالو د وضعیت د ټاکلو د پروسې مسولیت لري. په انګلستان کې د UNHCR ادارې دفتر په دې هېواد کې نه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه مني او نه هم د پناه غوښتنې په اړه پریکړه کوي.
نه. په انګلستان هېواد کې د UNHCR ادارهنه شي کولی چې په دې اړه کډوالو ته کومه حقوقي مشوره ورکړي او موږ نه شو کولی د افرادو د پناه غوښتنې په پروسه او استیناف په غوښتنه کې د هغوۍ استازیتوب وکړو.
نه. په انګلستان هېواد کې د پناه غوښتنې لپاره باید، تاسو په فزیکي توګه په انګلستان کې شتون ولرئ. د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه له UNHCR پرته د انګلستان دولت ته سپارل کیږي. په دې اړه نور معلومات د انګلستان د دولتي خدماتو په دې ویب پاڼه کې موندلی شئ.
نه. په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره نه شي کولی له هغو اشخاصو سره چې په دې هېواد کې دي بل هیواد ته د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په سپارلو کې مرسته وکړي.
هر هیواد د پناه غوښتنې او د پناه غوښتنې د ادعا د څرنګوالي په اړه بېلابېل اصول او مقررات لري. د بېلابېلو هیوادونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د UNHCR ادارې د بېلابېلو مرستو اړوند پاڼې ته دلته مراجعه وکړئ.
سربیره پردې، په انګلستان هېواد کې د UNHCR اداره نه شي کولی له انګلستان څخه بل هیواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د لیږد یا ځای په ځای کولو لپاره ترتیب برابر کړي. که تاسو له انګلستان څخه بل هیواد ته د لیږدولو لپاره د غوښتنلیک په چمتو کولو کې لیوالتیا لرئ، تاسو باید د اړوند هیواد له چارواکو سره اړیکه ونیسئ.
که تاسو اوسمهال په انګلستان کې یاست او غواړئ په دې تصدیق کولو کې مرسته وغواړئ چې تاسو په بل هیواد کې د UNHCR له ادارې سره د کډوال په توګه ثبت شوي یاست، مهرباني وکړئ موږ ته خپل معلومات په دې بریښنالیک راولېږئ: [email protected].