په پاکستان کې پناه

که تاسو غواړئ په پاکستان کې د پناه غوښتنه وکړئ ـ 

که تاسو تازه راغلي یاست او غواړئ په پاکستان کې د پناه غوښتنه وکړئ ، نو تاسو باید د يو اين ايچ سۍ ار یا زموږ یو ملګري سره اړیکه ونیسئ ، ستاسو موقعیت پورې اړه لري 

تاسو کولی شئ د يو اين ايچ سی ار او زموږ ملګرو لپاره د خپلو اړیکو پانړو کې د اړیکو ټول معلومات ومومئ 

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ ، که تاسو دا مهال د راجسټریشن ثبوت (پۍ او ار) کارت یا د افغان اتباع کارت (اے سی سی) لرئ ، نو تاسو به د نوم لیکنې وړ نه اوسئ. 

که تاسو دمخکے نه په پاکستان کې د پناه غوښتنه کړې وي 

که تاسو دمخکے د پناه غوښتنه کړې وي او د راجسټریشن تمرین برخه یاست چې د پاکستان حکومت لخوا ترسره شوي وي او تاسو ته د راجسټریشن ثبوت (پۍ او ار) کارت درکړل شوی وي ، تاسو اړتیا نلرئ د راجسټریشن لپاره بیا غوښتنه وکړئ. دا کارت تاسو ته په پاکستان کې لنډمهاله قانوني استوګنه او د تګ راتګ آزادي درکوي 


اړوند معلومات 

د پاکستان هوم پانړے ته وگرځه  زموږ د مرستې پانړی کې بل هیواد غوره کړئ