د یو این ایچ سی ار د تایید تمرین تمدید / تمدید کیدل

د مارچ له 28 څخه تر اپریل 5 پورې، یو این ایچ سی ار به د تایید تمرین وغځوي ترڅو هغه اشخاصو ته ورسیږي چې موږ
ورسره د تلیفون له لارې اړیکه نه شو نیولی

د تمرین موخه د هغو اشخاصو د معلوماتو تصدیق کول دي چې د 2021 راهیسې د ثبت کولو لپاره زموږ شریکانو شارپ یا سحر سره اړیکه نیولې ده. د دې تصدیق موخه / مقصد دا ده چې زموږ ریکارډونه د اړیکو معلوماتو او د کورنۍ د غړو توضیحاتو سره تازه کړو کوم چې په پاکستان کې پاتې دي

د اپریل تر 5 پورې، تصدیق به په شخصی ډول زموږ د شریکانو په دفترونو ( شارپ او سحر ) او همدارنګه په مختلفو محافظتي مرکزونو کې ترسره شي

د هغو کسانو لپاره چې په شخصی تصدیق کې لیوالتیا  / علاقه لري، مهرباني وکړئ په یاد ولرئ
یوازې هغه کسان چې د تایید لپاره وړ دي (د بیلګې په توګه د اعتبار وړ استقبال سلیپ لرونکی وی او د نوم لیکنې /  ثبتول په تمه دي) مګر تر اوسه د تلیفون لخوا تایید شوي ندي منل کیږي او پروسس کیږي
ستاسو د کورنۍ څخه یوازې یو کس باید د تایید لپاره مراجعه وکړي

که تاسو تر اوسه د تلیفون له لارې تایید شوي نه یاست، تاسو کولی شئ د لاندې ځایونو څخه یو ته ورشئ

پتهد ځای نومساحه / ځای
کوڅه 16، سکټور 4، خیابان سر سید، راولپنډۍد ښاري همغږۍ مرکز ( اینسپایر)اسلام اباد
پلاټ # 17، د سرویس سړک، اسلام آباد ، I-11/3 سکټورشارپ اسلام اباداسلام اباد
کور # 365، پاک بلاک، علامه اقبال ټاون، لاهورشارپ لاهوراسلام اباد
کور #5-A رحمان کوڅه. اسامه باغ، مسلم کالونۍ ته نژدې، میانوالیشارپ میانوالیاسلام اباد
عبدالباسط کور، قریشي ویلاز، نسیم ټاون، د پوهنتون سړک ته مخامخ، مین / اصلي هترسړک، هریپور شارپ هریپور دفترپېښور
کور نمبر 82، سکټور-9، فیز-1،  کی ډي ای ، کوهاټ   شارپ کوهاټ دفترپېښور
اعجاز هاوس، اندری سړک د پوهنې دفتر ته څېرمه بالامبات کالونۍ، تيمرګرهشارپ تیمرګرا  پېښور
کور نمبر 13 جمال الدین افغاني سړک مومن خان مسجد ته نژدې، یونیورسټي ټاون، پېښورشارپ ارډي سی پېښورپېښور
کور نمبر 162، کوڅه 05، سیکٹر-کی ، شیخ ملتون ټاون، مردانشارپ مردانپېښور
کور # 18، بخاري کوڅه، ارباب سی این جی ته نږدې، سپیني سړک ، کویټهسحر کویټهکویټه
کور B-204A، بلاک # 10، کی ډي ای سکیم # 24 ګلشن اقبال کراچۍ  شارپ کراچۍکراچۍ

یوځل چې تاسو د تایید ځای ته ورشئ، د یو این ایچ سی ار یو کارمند غړی یا زموږ یو همکار به تاسو د تایید پروسې ته داخل کړي، خپل ځان به درته معرفي کړي او ستاسو رضایت به وغواړي ترڅو ستاسو او ستاسو د کورنۍ معلومات تایید کړي ترڅو زموږ ریکارډونه تازه کړی
مهرباني وکړئ د امکان تر حده دقیق ځواب ورکړئ
د یو این ایچ سی ار ټول خدمتونه وړیا دي. د یو این ایچ سی ار یا زموږ همکارانو هیڅ کارمند به ستاسو د معلوماتو تصدیق کولو په بدل کې ستاسو څخه د هیڅ شی غوښتنه ونه کړي
که تاسو غواړئ د تلیفون له لارې تایید شئ یا شکایت وکړئ یا د دې تمرین په اړه کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ له لاندې شمیرو څخه یوه سره اړیکه ونیسئ
















یو این ایچ سی ار د درغلۍ، فساد یا جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې لپاره صفر زغم لري