په هنګري کې د UNHCR په اړه

په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ په اړه یې زده کړه وکړئ:
په هنګري کې UNHCR ستاسو لپاره څه کولی شي؟
UNHCR په هنګري کې څه نشي کولی؟


[ یادونه: RCC]

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا UNHCR، یو نړیوال سازمان دی چې اصلي دنده یې د پناه غوښتونکو، کډوالو، بې هیوادو خلکو، داخلي بې ځایه شویو کسانو، او بېرته راستنېدونکو (هغه کسان چې له خپل هیواد څخه تر تېښتې وروسته بېرته ستنېدل غواړي) حقونه او هوساینه خوندي کول دي.

هنګري د کډوالو د حالت یا حیثیت په اړه د ملګرو ملتونو د 1951 کنوانسیون او د هغې د 1967 پروتوکول برخه ده، او له همدې امله حکومت مسولیت لري چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس کړي او دا پرېکړه وکړي چې آیا یو کس په هنګري کې د کډوال یا د فرعي محافظت یا خوندیتوب حالت ترلاسه کولی شي که نه.

UNHCR له هنګري چارواکو، غیر دولتي سازمانونو یا انجوګانو (NGOs) او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي ترڅو د پناه غوښتونکو، کډوالو، او بې هیوادو کسانو خوندیتوب ډاډمن او دفاع یې وکړي.

په هنګري کې UNHCR ستاسو لپاره څه کولی شي؟

د UNHCR دنده او مسولیتونه په عمومي توګه هغه کسان رانغاړي چې د ځورونې له ویرې له خپل اصلي یا د اوسېدو هیواد څخه بهر وي.

که تاسو غواړئ په هنګري کې د پناه غوښتنې حق او د پناه غوښتنې پروسو په اړه عمومي معلومات ترلاسه کړئ، یا که د پناه غوښتنې اړوند خدمتونو په اړه پوښتنې لرئ، نو کولی شئ په [email protected] بریښنالیک په هنګري کې له UNHCR هنګري سره اړیکه ونیسئ.

که کومې ځانګړې اړتیاوې لرئ، UNHCR-هنګري کولی شي د اړینې مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو مناسب لوري ته رهنمايي کړي. UNHCR-هنګري د خپلو همکارو سازمانونو له لارې قانوني مرسته، رواني-ټولنیز ملاتړ، او د ادغام ملاتړ چمتو کوي.

UNHCR-هنګري هغه مرکزونه او تاسیسات څاري چې پناه غوښتونکي، کډوال، یا د محافظت اړتیا لرونکي احتمالي کسان پکې ساتل شوي یا ځای پر ځای شوي دي. همدارنګه، دا اداره هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې هنګري خپلې نړیوالې ژمنې پوره کوي او د پناه غوښتونکو، کډوالو، او بې هیوادو کسانو حقونو ته درناوی کوي.

UNHCR په هنګري کې څه نشي کولی؟

UNHCR-هنګري د پناه غوښتنې په پروسه کې برخه نه اخلي؛ بلکې د بهرنیانو یا بیګانه‌وو د پولیس یا څارنې ملي ریاست (د کډوالۍ اداره) د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت او پروسس کوي.

موږ همدارنګه په نورو هیوادونو کې د بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته نه کوو. د هنګري په ګډون د اروپایي اتحادیې له غړو هیوادونو څخه د بیا مېشتېدو پروسه نه ترسره کېږي.

له UNHCR هنګري سره اړیکه ونیسئ؟

[ یادونه: RCC]