ملاتړ او خدمتونو ته لاسرسی

په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ په اړه یې زده کړه وکړئ:
د اسنادو لپاره غوښتنه
مالي ملاتړ
مسکن او استوګنځای
روغتیاپالنه
د قانوني مرستې ترلاسه کول


د اسنادو لپاره غوښتنه

د شخصي پېژندپاڼې، د پتې کارت یا د سفر سند د غوښتنې لپاره، تاسو باید یوه حکومتي دفتر (په هنګري ژبه Kormányhivatal) ته لاړ شئ. د لا ډېرو معلوماتو لپاره د حکومت د هاټلاین ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ. د حکومتي دفترونو په اړه عمومي معلومات دلته موندل کېدی شي.

مالي ملاتړ

کله چې تاسو د کډوالۍ یا د فرعي محافظت حالت لرئ، تاسو د هنګري د اتباعو په څېر یو شان حقونه لرئ، او تاسو د هغو ټولنیزو ګټو او مرستو مستحق یاست چې د هنګري اتباع یې په ورته حالاتو کې ترلاسه کوي.

نوم / مرستهمعلومات
د کورنۍ مرسته (Családi Pótlék)دا یوه میاشتنی عمومي مرسته ده چې د هر ماشوم لپاره د زېږون له وخته تر ۲۰ کلنۍ پورې ورکول کېږي، که ماشوم زده‌کړه کوي، او د ځانګړو اړتیاوو لرونکو ماشومانو لپاره تر ۲۳ کلنۍ پورې. دا مرسته د کورنۍ د مالي وضعیت پورې اړه نه لري. غوښتنه د دولتي ادارې له لارې د اړوند فورم په ډکولو سره کېږي.
(فورم)
د ماشومانو د ساتنې منظم امتیاز (Rendszeres Gyermekvédelmi Kedvezmény)د اړتیا وړ کورنیو لپاره مالي او غیر مالي ملاتړ دی، چې د ښوونځي وړیا خواړه او د رخصتیو پر مهال خواړه، او په کال کې دوه ځله مالي مرسته پکې شامل دي. غوښتنه د سیمه‌ییزې ښاروالۍ د نوتري دفتر ته سپارل کېږي.
د زېږون مرسته (Anyasági Támogatás)د ماشوم له زېږون وروسته یو ځل ورکړل کېدونکې مالي مرسته ده، پرته له دې چې د کورنۍ مالي وضعیت څه وي. غوښتنه د دولتي ادارې له لارې د اړوند فورم په ډکولو سره کېږي.
(فورم)
د نوزاد پاملرنې مرسته (CSED) / د ماشوم پالنې مرسته (GYED)دا د هغو والدینو لپاره مرسته ده چې د ټولنیز بیمې شرایط پوره کړي. CSED د ماشوم له زېږون وروسته ۱۶۸ ورځې ورکول کېږي، او GYED د هغې وروسته تر ۲ کلنۍ پورې (او د دوه‌ګونو ماشومانو لپاره تر ۳ کلنۍ پورې) ادامه لري. غوښتنه د والد د کارکوونکي ادارې ته سپارل کېږي.
(فورم)
د ماشوم پاملرنې مرسته (GYES)میاشتنی مرسته ده چې د هر ماشوم لپاره تر ۳ کلنۍ پورې ورکول کېږي، د دوه‌ګونو ماشومانو لپاره تر ښوونځي پورې، او د سختې ناروغۍ یا معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره تر ۱۰ کلنۍ پورې. غوښتنه د دولتي ادارې له لارې سپارل کېږي.
(فورم)
د ماشوم روزنې مرسته (GYET)میاشتنی مرسته ده د هغو والدینو یا سرپرستانو لپاره چې درې یا زیات کم عمره ماشومان لري. دا مرسته د تر ټولو کوچني ماشوم له ۳ کلنۍ څخه تر ۸ کلنۍ پورې ورکول کېږي، په دې شرط چې لږ تر لږه درې ماشومان په کورنۍ کې وي. غوښتنه د دولتي ادارې له لارې کېږي.
(فورم)
د بیکارۍ امتیاز (Álláskeresési Járadék)میاشتنی امتیاز دی د ثبت شویو بېکارو کسانو لپاره، تر ۹۰ ورځو پورې، د ځانګړو شرایطو پر اساس. غوښتنه په حضوري ډول د کار ادارې کې یا آنلاین ویبپاڼې د TAJ نمبر او د زېږون نېټې په کارولو سره کېږي.

همدارنګه، ځینې نورې غیرمالي (غیر نقدي) ټولنیزې مرستې شته (لکه خواړه، د ښوونځي ډوډۍ، مواد) چې معمولاً له هغو ښاروالیو څخه یې غوښتنه کېدای شي چې ستاسو دایمي پته پکې ثبت شوې وي. لکه د ټاکل شویو درملو لپاره له تادیې معافیت (وړیا یا ارزانه درمل)؛ د ماشومانو لپاره د موسسې وړیا یا تخفیف لرونکي خواړه او د ماشومانو لپاره وړیا د رخصتۍ خواړه؛ او د ماشوم د ساتنې لپاره د یو ځل غیر نقدي ملاتړ (د درسي کتابونو او تعلیمي موادو لپاره مرسته، د زده کړې له فیس څخه معافیت، او داسې نور).

د وړتیا شرایطو او د غوښتنې پروسې په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د محلي ښاروالۍ د ښاروال د خپل ښارګوټي د مامور له دفتر سره اړیکه ونیسئ.

(هر خدمت ځانګړې پروسه لري، نو غوره ده چې ګټه اخیستونکی د خپلې محلي ښاروالۍ دفتر ته واستول شي).

مسکن او استوګنځای

د کډوال، د فرعي محافظت مستحق، یا د زغمل شوي وضعیت لرونکي په توګه، تاسو کولی شئ د حالت یا وضعیت د پرېکړې له ترلاسه کولو وروسته 30 ورځو پورې په بالاساګیارمات (Balassagyarmat) د منلو مرکز کې پاتې شئ. د دغو 30 ورځو تر پای ته رسېدو وروسته، د کدوالۍ اداره (د بهرنیانو د څار یا پولیس ملي ریاست، چې په هنګري کې “OIF” بلل کېږي) تاسو ته یو لیکلی بیان درکوي چې تاسو باید له کمپ څخه ووځئ.

په دغو 30 ورځو کې، د نورو کارونو -لکه د اړینې پېژندپاڼې، روغتیایي بیمې او مالیې اسنادو ترلاسه کول- ترڅنګ، تاسو باید د مسکن یا استوګنې فرصتونه پیدا کړئ. د مرکز ټولنیز کارکوونکي باید په دې کې ستاسو سره مرسته وکړي.

لاندې یاد شوي سازمانونه ښایي د مسکن/استوګنې یا د کور موندلو په برخه کې ملاتړ یا مشوره چمتو کړي، خو دا تضمین نشته چې دوی به په ټولو مواردو کې مرسته وکړي.

روغتیاپالنه

په لومړیو 6 میاشتو کې وړیا روغتیایي خدمتونه

د کډوالۍ یا د فرعي محافظت حالت له ترلاسه کولو وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې، تاسو د وړیا لومړنیو روغتیایي خدمتونو حق لرئ. په دغو خدمتونو کې طبي معاینې، ازموینې، او درملنه شامله ده، چې هم عمومي او هم ځانګړې برخې لري.

معمولاً، په هغه د پناه ځای کې چې تاسو پکې اوسېږئ، ټولنیز کارکوونکي ستاسو لپاره د روغتیایي بیمې کارت (چې په هنګري کې “TAJ kártya” بلل کېږي) چمتو کوي. خو ښایي دا کارت تر دې وړاندې چې تاسو کمپ پرېږدئ، تیار نه وي. پر ځای یې، تاسو به د “Hatósági Bizonyítvány” په نوم یو A4 اندازه سند ترلاسه کړئ، چې تاسو ته به اجازه درکړي چې په بوداپست یا نورو ښارونو کې اصلي روغتیایي کارت ترلاسه کړئ.

که ټولنیز کارکوونکي ستاسو لپاره د روغتیایي بیمې کارت برابر نه کړي، تاسو باید پخپله په خپل ځايي دولتي دفتر کې (چېرته چې ستاسو دایمي پته ثبت شوې ده) دا کار ترسره کړئ.

تر لومړیو 6 میاشتو وروسته د روغتیایي بیمې ترلاسه کول

د لومړیو شپږو میاشتو له تېرېدو وروسته، تاسو کولی شئ په لاندې څو لارو داسې روغتیایي بیمه ترلاسه کړئ چې ټول طبي لګښتونه پوښي:

  1. د کار له لارې؛ ستاسو کارګومارونکی به د ټولنیزې بیمې لپاره اړینې ونډې تادیه کړي. د هنګري د قانون له مخې، کډوال او د فرعي محافظت مستحقین د کورنیو اوسېدونکو په توګه ګڼل کېږي؛ یعنی تاسو مکلف یاست چې د ځان لپاره د ټولنیز امنیت کارت لپاره غوښتنه وکړئ. د دې لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې خپل ځايي حکومتي دفتر ته لاړ شئ، د غوښتنلیک فورمه وړاندې کړئ، او د خپل پېژندپاڼې اسناد د خپلې کډوالۍ حالت له سند سره یوځای وسپارئ.
  2. د “ټولنیزې اړتیا” پر بنسټ؛ دا هغه حالت دی چې ستاسو میاشتنی عاید له ټاکل شویو حدودو څخه زیات نه وي؛ لکه:
    1. د کورنیو لپاره: د کورنۍ هر غړي پر سر میاشتنی عاید باید له 34,200 HUF (شاوخوا 94 یورو) څخه زیات نه وي.
    2. د یوازې یا مجردو کسانو لپاره: میاشتنی عاید باید له 42,750 HUF (شاوخوا 118 یورو) څخه زیات نه وي.
    3. سربېره پر دې؛ تاسو او ستاسو کورنۍ باید د پام وړ شتمني ونه لرئ.

    د دې لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې خپل ځايي حکومتي دفتر ته غوښتنه وړاندې کړئ ترڅو ستاسو وړتیا وارزوي او یو سند صادر کړي، چې د یو کال لپاره معتبر وي.

    1. د بیمې لپاره پخپله د میاشتنۍ تادیې کولو له لارې؛ په دې صورت کې، تاسو اړتیا لرئ چې هره میاشت 11,300 HUF (شاوخوا 29 یورو) تادیه کړئ. د دې لپاره، تاسو باید لږترلږه د یوه کال لپاره په دوامداره توګه ثبت شوې دایمي پته ولرئ او د ملي مالیې او ګمرکاتو دفتر (په هنګري کې NAV) ته، چې په دغه لینک کې موندل کېدی شي، یوه اعلامیه وړاندې کړئ. د NAV د پیرودونکو خدمتونو لیست دلته موندل کېدی شي.

    د قانوني مرستې ترلاسه کول

    که تاسو په هنګري کې وړیا قانوني مرستې ته اړتیا لرئ، څو سازمانونه شته چې په بېلابېلو قانوني مسایلو کې مرسته چمتو کولی شي.

    د هنګري هلسینکي کمېټه (Hungarian Helsinki Committee)

    • د کډوالۍ / د فرعي محافظت حالت (د پناه غوښتنې پروسیجر)،
    • د بې هیواده کسانو محافظت،
    • طبیعي کول (= څنګه د هنګري تابعیت ترلاسه کړئ)،
    • د کورنۍ بیا یوځای کېدو پروسه (= له اصلي هیواد یا نورو هیوادونو څخه د مستقیمو کورنۍ غړو بیا یوځای کول، لکه کوچني ماشومان، میرمن/خاوند، والدین)،
    • د وضعیت بیاکتنه (= که اداره ستاسو د کډوالۍ یا د فرعي محافظت پر حالت بیاکتنه وکړي، یا تر اجباري دوره‌اي بیاکتنې لاندې وي)،
    • بد چلند، تاوتریخوالی، یا د چارواکو له خوا ناوړه چلند (لکه د کډوالۍ اداره، پولیس، یا امنیتي ساتونکي)،
    • د کرکې جرمونه (= کله چې تاسو د خپلې ټولنیزې ډلې، لکه مذهبي، قومي ډلې یا د کډوالۍ حالت لرولو له امله تر فزیکي یا لفظي برید لاندې راشئ).

    د Menedék ټولنه

    • د پناه غوښتنې، کډوالۍ یا جنایي پروسې اړوندو پوښتنو پرته نورې قانوني پوښتنې،
    • ویزه او د استوګنې یا اوسېدو جواز،
    • ټولنیز حقونه (= د ټولنیز ملاتړ حق، د کار حقونه، د تعلیم یا زده‌کړې حق او داسې نور).