که تاسو له ټروما (ترخو خاطرو) یا تاوتریخوالي سره مخ شوي یاست

د بیړني حالت خدمتونه – د ټلیفون وړیا شمېرې

  • د بیړنیو خدمتونو عمومي شمېره: 112
  • امبولانس: 104
  • پولیس: 107
  • د اور وژنې خدمتونه: 105

له جنسي/کورنۍ ځورونې، ناوړه چلند، یا تاوتریخوالي ژغورل شوي کسان

که تاسو له جنسي/کورنۍ ځورونې، ناوړه چلند، یا تاوتریخوالي څخه ژغورل شوي یاست او د معلوماتو، استوګنې، یا بل ډول مرستې ته اړتیا لرئ، نو له دغو ادارو سره اړیکه نیولی شئ:

  • د ناورین حالت او معلوماتو وړاندې کولو ملي ټیلیفوني خدمت (OKIT) وړیا شمېره، 24 ساعته په هنګري او انګلیسي ژبو: +36 80 20 55 20
  • Hungarian Interchurch Aid (HIA) یا د هنګري بین‌الکلیسایي مرسته؛ له دې سره په اوکرایني، هنګري یا انګلیسي ژبو اړیکه نیولی شئ: +36 70 410 0187 یا په پټ نوم د دوی له ویبپاڼې څخه آنلاین مشوره ترلاسه کړئ: segelyszervezet.hu/anonimtanacsadas یا دلته ورشئ: https://ukraine.hia.hu/ua/

که تاسو له ټروما (شدید تاوتریخوالي، شکنجې، یا بل ډول ټروماټیکې یا ترخې پېښې) سره مخ شوي یاست او غواړئ رواني یا د ذهني روغتیا ملاتړ ترلاسه کړئ، نو کولی شئ Cordelia Foundation یا د Menedék –د هنګري د کډوالو ټولنې ته مراجعه وکړئ.

که تاسو د کوم ډول جرم قرباني یاست، د ذهني روغتیا او رواني، قانوني، او مادي ملاتړ لپاره د قرباني له وړیا ټلیفوني هاټلاین یا کرښې (ÁSK) سره په هنګري ژبه په +36 80 225 225 وړیا شمېره اړیکه ونیسئ.

له خپل براوزر څخه UNHCR ته وړیا زنګ ووهئ

تاسو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره د زنګ وهلو په حال کې ياست. که چمتو ياست، مهرباني وکړئ «راتلونکی» تڼۍ کېکاږئ او د غوښتنې پر مهال مایکروفون ته د لاسرسئ اجازه ورکړئ تر څو موږ ستاسو غږ واورو

د خپل براوزر اجازې تنظیم کړئ

مهرباني وکړئ چې کله ستاسو براوزر غوښتنه وکړي، خپل مايکروفون او موقعيت ته د لاسرسي اجازه ورکړئ. د ځای شريکول اختياري دي، خو مايکروفون فعالول اړين دي، څو د UNHCR اپراتور ستاسې غږ واوري.

د مايکروفون د اجازې هغه بیلګه پیغام چې ښايي وښودل شي
د مايکروفون د اجازې هغه بیلګه پیغام چې ښايي وښودل شي بېلګه

UNHCR ته په وړیا توګه زنګ ووهئ