د هېوادونو ځانګړي د منلو پروګرامونه

I have heard about special programs set up by other countries to help Afghans who worked with or for those countries to travel to those countries. Can UNHCR Pakistan help me access these programs?

ما اوریدلي دي چې د نورو هیوادونو لخوا د ځانګړو پروګرامونو په اړه چې د هغو افغانانو سره مرسته کوي چې د هغو هیوادونو سره کار کوي او یا هم هغه هیوادونو ته سفر کوي. ایا UNHCR پاکستان کولی شي موږ سره دې پروګرامونو ته لاسرسی کې مرسته وکړي؟

ځینو هیوادونو د هغو افغان اتباعو لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي چې له کومو هیوادونو سره یې کار کړی او یا یې ورسره تړاو درلود، ترڅو دغو هیوادونو ته د سفر د اجازې غوښتنه وکړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا پروګرامونه د دې هیوادونو لخوا رامینځته شوي، او UNHCR افراد دې پروګرامونو ته نه راجع کوي، او نه هم د دې وړتیا لري چې د افرادو په استازیتوب غوښتنلیکونه مالتړ، پروسس یا وسپاري. د دې پروګرامونو جزیات د اړوندو هیوادونو په ویب پاڼو کې موندل کیدی شي، لکه په لاندې ډول:

امريكا متحده ايالات
متحده ایالات د هغو افغان اتباعو لپاره ځینې فرصتونه اداره کوي چې د متحده ایاالتو حکومت، نظامي، نادولتي موسسو یا رسنیو سره کار کوي یا ورسره تړاو لري. مهرباني وکړئ د جزیاتو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لاندې ویب پاڼې وګورئ:

انګلستان

د برېتانیا حکومت د کډوالو د ملاتړ (سپانسرشپ) نوې لارې اعلان کړې دي، چې له مخې یې د ځینو ټاکلو هېوادونو کډوال کولای شي برېتانیا ته لاړ شي. دا پروګرامونه د برېتانیا حکومت جوړ کړي او عملي کوي یې.
د ملاتړ (سپانسرشپ) پروګرام له لارې، ټولنیزې ډلې او ادارې کولای شي د هغو کډوالو ملاتړ وکړي چې اړین شرایط پوره کوي، ترڅو برېتانیا ته لاړ شي. د زده کړو پروګرام له لارې، هغه پوهنتونونه او د لوړو زده کړو ادارې چې په دې پروګرام کې برخه اخلي، کولای شي د کډوالو محصلینو ملاتړ وکړي. همدارنګه، د کار پروګرام له لارې، کار ورکوونکي کولای شي د کډوالو ملاتړ وکړي، ترڅو د کار لپاره برېتانیا ته لاړ شي.
د نورو معلوماتو لپاره، چې پکې د کډوالو او ملاتړ کوونکو (سپانسرانو) لپاره اړین شرایط هم شامل دي، مهرباني وکړئ د برېتانیا حکومت وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ:
د کډوالو د سپانسرشپ پروګرامونه – د بریتانیا حکومت
تمه کېږي چې د ملاتړ (سپانسرشپ) او زده کړو پروګرامونو له لارې به لومړني کډوال د 2027 کال د مني په موسم کې برېتانیا ته ورسېږي. همدارنګه، تمه کېږي چې د کار پروګرام لپاره د غوښتنلیکونو ثبتول به د 2027 کال په پسرلي کې پیل شي او د 2027 کال په وروستیو میاشتو کې به کډوال د دې پروګرام له لارې برېتانیا ته لاړ شي. د برېتانیا حکومت به په راتلونکي وخت کې نور معلومات وړاندې کړي.
په دې پروګرامونو کې یو اېن اېچ سي آر یوازې د هغو کسانو د کډوالۍ وضعیت تاییدوي، چې د ملاتړ (سپانسرشپ) غوښتنلیکونه یې د برېتانیا حکومت ته سپارل شوي وي. یو اېن اېچ سي آر په دې پروګرامونو کې د کډوالو په پېژندلو یا معرفي کولو کې هېڅ رول نه لري او د سپانسرشپ د غوښتنلیکونو په اړه په پرېکړو کې هم برخه نه اخلي. دا پرېکړې د برېتانیا حکومت کوي. له همدې امله، یو اېن اېچ سي آر نه شي کولای په برېتانیا کې د سپانسرانو د شرایطو، د کډوالو د معرفي کولو او د غوښتنلیکونو د وضعیت په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.