
ما اوریدلي دي چې د نورو هیوادونو لخوا د ځانګړو پروګرامونو په اړه چې د هغو افغانانو سره مرسته کوي چې د هغو هیوادونو سره کار کوي او یا هم هغه هیوادونو ته سفر کوي. ایا UNHCR پاکستان کولی شي موږ سره دې پروګرامونو ته لاسرسی کې مرسته وکړي؟
ځینو هیوادونو د هغو افغان اتباعو لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي چې له کومو هیوادونو سره یې کار کړی او یا یې ورسره تړاو درلود، ترڅو دغو هیوادونو ته د سفر د اجازې غوښتنه وکړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا پروګرامونه د دې هیوادونو لخوا رامینځته شوي، او UNHCR افراد دې پروګرامونو ته نه راجع کوي، او نه هم د دې وړتیا لري چې د افرادو په استازیتوب غوښتنلیکونه مالتړ، پروسس یا وسپاري. د دې پروګرامونو جزیات د اړوندو هیوادونو په ویب پاڼو کې موندل کیدی شي، لکه په لاندې ډول:
🇺🇸 امريكا متحده ايالات 🇺🇸
متحده ایالات د هغو افغان اتباعو لپاره ځینې فرصتونه اداره کوي چې د متحده ایاالتو حکومت، نظامي، نادولتي موسسو یا رسنیو سره کار کوي یا ورسره تړاو لري. مهرباني وکړئ د جزیاتو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لاندې ویب پاڼې وګورئ:
- د افغان لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزه (SIV) د متحده ایالاتو د حکومت لخوا یا په استازیتوب ګمارل شوي
- د افغان لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزه (SIV) چې د متحده ایالاتو د اردو ځواکونو لپاره یې د ژباړونکو / ترجمانانو په توګه کار کړی
🇨🇦 کاناډا 🇨🇦
افغان اتباعو لپاره د کاناډا پروګرام ترتیب شوی چې “د کاناډا له حکومت سره د
پام وړ او / یا دوامدارې اړیکې لري” په شمول د کاناډا د اردو او محلي
کارمندانو لپاره ژباړونکي چې د کاناډا سفارت لپاره کار کوي یا کار کړی وي. مهرباني
وکړئ د جزیاتو لپاره لاندې ویب پاڼې وګورئ:
د هغو افغانانو لپاره ځانګړی پروګرام چې کاناډا سره مرسته کوي
🇬🇧 انګلستان 🇬🇧
انګلستان په افغانستان کې د
اوسنیو او پخوانیو محلي کارمندانو لپاره ځینې پروګرامونه اداره کوي. مهرباني وکړئ
د جزیاتو لپاره لاندې ویب پاڼې وګورئ:
د افغانستان د ځای پرځای کولو او مرستې پالیسي (ARAP)