ښه راغلاست

يو اين ايچ سۍ ار پاکستان - د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مرستې

په ایران او پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په خپله خوښه د بیرته راستنیدو پروګرام/تعدیل

د نوې هیلپ لاین شمېره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په کویٹہ کې دى 00923311110237
د مرستې پخوانۍ شمیرې (00923330792969 او 0092 3337819601) تخنیکي مسایل لري
او ممکن پدې شمیره محدود ارتباط شتون ولري 

د راجستر شوي افغان کډوالو لپاره د خپلی خوښی  د بیرته راستنیدو ملاتړ چې غواړی چی له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد (افغانستان) ته د ملګرو ملتونو دکډوالو عالی کمشنری د مرستی له لارې په داوطلبانه ډول راستنیدو پروګرام لاندې د ۲۰۲۲ کال د 1 اګست له څخه تنظیمیږي.

هغه افغان راستنېدونکي چې په ایران او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنری د خپلی خوښی د بیرته ستنیدو په مرکزونو کې د خپلی خوښی د بیرته ستنیدو فورمه (وي آر ایف) صادر شوي وي د افغانستان په ټاکل شوي د نغدو پیسو مرکزونو کې هر کس  375 امریکایي ډالر د ترلاسه کولو مستحق ګڼل کیږي.

دا تعدیل په کوربه هیوادونو او افغانستان کې د ټرانسپورټ او استوګنې په لګښتونو کې د غیر معمولي زیاتوالي، د انفلاسیون مخ په زیاتیدو او په افغانستان کې د خراب شوي اقتصادي او بشري وضعیت په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.

د پخوا په شان، دا تعدیل  به د ترانسپورت اود بیا یوځای کیدو لګښتونه په برنیسي.

په هرصورت، راجستر شوي افغان کډوالو ته د یادولو وړ دی چې افغانستان ته هر ډول راستنیدل پخپله خوښه راستنیدل ستاسو رضایت پر بنسټ دی.

ایا تاسو له افغانستان څخه یاست اوس پاکستان ته راغلي یاست؟ د نویو راتلوونکو لپاره نور معلومات ومومئ دلته 

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د UNHCR ټول خدمتونه وړیا دي. د UNHCR د اړیکو یوازینۍ میتودونه چی پدې سایټ کې خپاره شوي دی هغه بریښنالیک آدرسونه، د تلیفون شمیرې او ځانکړي د ټیلیفونی کرښې دي. که څوک ووایی چی دوی د پیسو په بدل کې ستاسو سره  مرسته کوی، دا اشخاص د UNHCR استازیتوب نه کوي.



د يو اين ايچ سۍ ار ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان “هيلپ” (کومک) ویب پانړۍ ته ښه راغلاست. دا پانړه د هغو اشخاصو لپاره مهم معلومات چمتو کولو لپاره رامینځته شوی چې په پاکستان کې ملاتړ غواړي 

که تاسو د يو اين ايچ سۍ ار څخه د پاکستان څخه بهر هیوادونو کې د معلوماتو په لټه کې یاست ، تاسو دا دې هیوادونو “مرستې” پا نړو کې موندلی شئ ، پشمول امریکا ، کاناډا ، ترکیه ، آسټرالیا ، افغانستان او نو

⬅️ په پاکستان کې پناه

⬅️ يو اين ايچ سی ار او زموږ همکارانو سره اړیکه ونیسئ

⬅️ د نویو راتلوونکو لپاره معلومات

⬅️ د کورنۍ بیا یوځاۍ کیدل

يو اين ايچ سۍ ار هره هڅه کړې ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې پدې سایټ کې موجود معلومات سم دي. معلومات به تازه کولو ته دوام ورکړي 


>> زموږ د مرستې پانړی کې بل هیواد غوره کړئ