د ۲۰۲۵ د تصدیق پروس

  • له ۱۷ جولای څخه تر ۱۵ سپتمبره پورې، یو اېن اېچ سي آر  به د هغو کسانو معلومات تصدیق کوي چې د دوی همکارو ادارو شارپ یا سهر  ته د ثبت لپاره ورغلي وي.
  • په دې موده کې، په یو اېن اېچ سي آر ، شارپ ، او سهر  دفترونو کې د نویو کسانو ثبت بند وي.
  • د دې تصدیق هدف دا دی چې زمونږ معلومات تازه شي.
  • دا تصدیق به د تیلفون له لارې ترسره کېږي.
  • که ستاسو نمبر بدل شوی وي، نو دا لینک خلاص کړئ او نوی نمبر ثبت کړئ:
    https://enketo.unhcr.org/x/XVkUw3Kw
    یا دا QR کود چې د دې پیغام په اخر کې دی، سکین کړئ.
  • یو کارکوونکی به تاسو ته له یو اېن اېچ سي آر  یا د هغوی له شریکو ادارو شارپ  یا سهر  څخه زنګ ووهي، خپل ځان به دروپیژني، او ستاسو اجازه به واخلي چې ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو معلومات تصدیق او تازه کړي.
  • مهرباني وکړئ، معلومات دقیق ورکړئ.
  • د یو اېن اېچ سي آر  ټول خدمات وړیا دي. هیڅ یو کارکوونکی به له تاسو نه د تصدیق په بدل کې څه شی نه غواړي.
  • یو اېن اېچ سي آر  درغلي، فساد، جنسي زورونې او ناوړه چلند ته هیڅ زغم نه لري.
  • که تاسو شکایت لرئ، نو دا لینک وګورئ:
    Report fraud, corruption and misconduct, including sexual exploitation and abuse – UNHCR Pakistan
  • که تاسو پوښتنه لرئ، زمونږ د ملي هیلپ لاین سره اړیکه ونیسئ:
    📞 0800-86677