زما خدمتونه پورټل

د یو اېن اېچ سی آر او د هغې د شریکانو لخواه ټول خدمتونه وړیا دی تاسو اړتیا نلرئ چې دوی ته د لاسرسي لپاره هیڅ پیسې ورکړئ.

د یو این ایچ سی آر زما د خدمتونو پورټل یو انلاین د ځان-خدمت پورټل دی چې په پاکستان کې به د ټولو پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره موجود وي. دا به په پړاويز ډول عملي شي

دا پورټل محفوظ دې او په استعملولو کې اسان دې ،تاسو په خپل موبايل یا کمپیوتر کې دې ته لاسرسی کولې شئ، دا په انګلیسی، پښتو، دری او. فارسی زبان کې موجود دې

زما د خدمتونو د پورټل د لارې تاسو کولئ شئ

📱 د خپلو معلوماتو تمدید

🗓️ د نوي زیږیدلي ماشوم د کورنۍ د اضافه کولو غوښتنه وکړئ

✈️ د خپل بیا میشتیدنې حالت وګورئ

📄 پوښتنلیکونه / سروېګانې ډکې کړئ

🪪 د یو این ایچ سی آر لخوا  لخوا صادر شوي ځینې اسنادو ډیجیټل کاپي ترلاسه کړئ

مهم: د زما خدمتونو پورټل کارولو لپاره، په پاکستان کې ثبت شوي کډوال باید لومړی یو اکاؤنټ جوړ کړي

که تاسو د یو اېن ایچ سی آر سره د مخکې ثبت شوي یاست، نو د خپل اکاؤنټ جوړولو د بهیر د پیل لپاره به د خبرتیا یو پېغام ترلاسه کړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا بهیر به په تدریجي ډول ترسره شي او کېدای شي تاسو ته د خپل وارد راتلو پورې انتظار وکړئ. 

د ایمیل پته او ځائې د ټیلیفون شمېره د اکاؤنټ جوړولو لپاره حتمي شرطونه دي. تاسو کولی شئ دا فورمه ډکه کړئ څو خپله ایمیل پته او ځائې د ټیلیفون شمېره شریکه او نوې کړئ، یا د ملي هیلپ‌لاین د شمېره ۰۸۰۰۶۷۷۸۸ له لارې د یو این ایچ سی آر سره اړیکه ونیسئ. او یا د پېښور، کوئټه یا کراچۍ کې زموږ د شریکانو دفتر ته مراجعه وکړئ او د یو این ایچ سی آر د اکاؤنټ جوړولو او لېږلو په اړه لارښوونه ترلاسه کړئ. زموږ د دفترونو د اړیکو جزئیاتو په اړه بشپړ معلومات د لاندې پاڼې له لارې شتون لري. د یو این ایچ سی آر پاکستان او زموږ شریکانو سره اړیکه ونیسئ.

که تاسو د ایمیل ادرس نه لرئ، دا ویډیو وګورئ ترڅو زده کړئ چې څنګه یې جوړ کړئ

که تاسود یو این ایچ سی آر لخوا زما د خدماتو پورټل ته بلنه ترلاسه کړې وي
د یو این ایچ سی آر  لخوا ثبت شوي ستاسو د شخصي ایمیل له لارې، مهرباني وکړئ خپل اکاؤنټ جوړ کړئ.

که تاسو د یو این ایچ سی آر لخوا زما په پرټل کې بلنه نه وی تر لاسه کړې نو مهرابانی وکړئ د ملی مرستې د لارې ۰۸۰۰۷۶۶۷۷ سره اړیکه ونیسئ

آیا ته د مخکې نه زما د خدمتونو اکاؤنټ لرې

مهم

یو این ایچ سی آر اوس هُم خپل انلائن پورټل جوړه وی . موږ به د وړتیا ګروپونو، دندو او خدماتو اضافه کولو ته دوام ورکړو او د نوي معلوماتو په شتون سره به د مرستې سایټ تازه کړو.

نور معلومات وګورئ