د افغانستان ته د ستنېدو پیغام

د بېرته ستنېدونکو د شمېر د زیاتېدو له امله، د ۲۰ اګست ۲۰۲۵ نېټې څخه، هغه افغانان چې د نيلی رنګ پې او آر کارتونه لري (چې د اپرېل ۲۰۲۱ په مياشت کې صادر شوي دي) او غواړي افغانستان ته بېرته ستانه شي، کولی شي پرته له دې چې د داوطلبانه بېرته ستنېدنې مرکز )وي آر سي  (  مراجعه وکړي، نېغ په نېغه سرحد ته ولاړ شي. د پاکستان د استوګنې د سيمې او په افغانستان کې د تګ د ځای له مخې، دوی کولی شي د تورخم يا د چمن/سپين بولدک له لارې سفر وکړي. کله چې دوی د افغانستان له اړخه سرحد ته ورسېږي، بايد خپل پې او آر کارت، يا د یو اېن اېچ سي آر سلېپ، يا د پناه غوښتنې سند، او يا هم د یو اېن اېچ سي آر د کډوال کارت  د افغانستان د اوسني نظام چارواکي ) ډي اېف اې( او د یو اېن اېچ سي آر يا د هغه د شريکو ادارو کارکوونکو ته وړاندې کړي

مهرباني وکړئ يادونه وکړئ چې د داوطلبانه بېرته ستنېدنې مرکزونه (وي‌ آر‌ سي‌ز) په کې پي (ازاخېل) او بلوچستان (بلېلي) کې لا هم پرانيستي دي، تر څو د بېرته ستنېدنې بهير اسانه کړي، او خلک کولای شي له دې اسانتياوو څخه ګټه پورته کړي.

کله چې افغانان افغانستان ته ورسېږي، نو دا مهمه نه ده چې دوی د یواین‌ایچ‌سی‌آر د داوطلبانه بېرته ستنېدنې فورمه (وي‌ آر‌ اېف) لري او که نه، هغوی ته به د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدنې رياست (ډي‌ او‌ آر‌ آر) له خوا د بېرته ستنېدنې سند ورکړل شي، مخکې له دې چې د سرحد په سيمه کې د یواین‌ایچ‌سی‌آر د شريک ادارې لخوا ورسره مرکه وشي. د مرکې وروسته، د یواین‌ایچ‌سی‌آر شريکه اداره به هغوی د نغدو مرستو مرکز (اېنکېشمنټ سنټر) ته وروليږي. په اېنکېشمنټ سنټر کې به هغوی د یواین‌ایچ‌سی‌آر له خوا ثبت شي او د مرستې او خدمتونو لاسرسی به ورکړل شي. مرستې پکې شاملې دي: هدفمند نغدي مرسته ، د ساتنې اړوند خدمتونه، لومړنی روغتيايي پاملرنه، د ماینونو د خطر پوهاوی، او معلوماتي لارښوونېپه هغو سيمو کې چې خلک بېرته ستنېږي، هغه کسان چې له ستونزو سره مخ وي، کولی شي د یو اېن اېچ سي آر د ساتنې، د موجوده استوګنې، او د معیشت د ملاتړ مرستې ترلاسه کړي. هغوی به د نورو ملګرو ملتونو ادارو او شریکو بنسټونو له‌خوا وړاندې کېدونکو اضافي مرستو او خدمتونو لپاره ور وپېژندل شي.

د افغانستان د بېرته ستنېدنې بهير د چټکتيا لپاره، ټولو افغانانو ته مشوره ورکول کېږي چې د خپلو اسنادو اصلي بڼې يا نقلونه له ځان سره ولري )پې او آر کارت، اې سي سي، او د یواین‌ایچ‌سی‌آر سلېپ يا د پناه غوښتنې سندونه.( سپارښتنه کېږي چې د دغو اسنادو کاپۍ وساتئ او که امکان ولري، د موبايل په ټيليفون کې یې سکين او خوندي کړئ.

هغه افغانان چې لا هم غواړي د داوطلبانه بېرته ستنېدنې فورمه (وي‌ آر‌ اېف) ترلاسه کړي، کولای شي د داوطلبانه بېرته ستنېدنې مرکزونو (وي‌ آر‌ سي‌ز) ته لاړ شي او خدمتونه ترلاسه کړي. مهرباني وکړئ يادونه وکړئ چې د ۳۱ اګست ۲۰۲۵ وروسته د ملاقات لپاره مخکې وخت اخيستل ضروري نه دي.

مهرباني وکړئ يادونه وکړئ چې د یواین‌ایچ‌سی‌آر ټول خدمتونه په بشپړ ډول وړيا دي.هیڅ چاته پيسې، ډالۍ يا بله ګټه مه ورکوئ ترڅو د بېرته ستنېدنې بهير درته اسانه کړي

لاندې پروسه لا هم د هغو راجستر شويو افغان کډوالو لپاره پلي کېږي چې غواړي د داوطلبانه بېرته ستنېدنې مرکز (وي‌ آر‌ سي) له لارې بېرته ولاړ شي، که دا په بالېلي، کويټه کې وي يا په ازاخېل، نوشهره کې.

په خپله خوښه بېرته ستنېدنه

مهم اعلان د افغان کډوالو (پي‌او‌آر کارت لرونکو) د بېرته ستنېدنې لپاره د وي‌ آر‌ سي بالېلي – کو يټه، بلوچستان له لارې

د ټولو داوطلبانه بېرته ستنېدنې پوښتنو او معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د یواین‌ایچ‌سی‌آر فرعي دفتر، کو يټه سره اړيکه ونيسئ.
هيلپ لاين: 0800-86677 دوشنبه تر جمعې: ۸:۰۰ سهار – ۸:۰۰ ماښام (د جمعې د لمانځه وقفه: ۱۲:۳۰ – ۲:۰۰)

مهم اعلان د افغان کډوالو (پي‌او‌آر کارت لرونکو) د بېرته ستنېدنې لپاره د وي‌ آر‌ سي ازاخېل – نوشهره، خېبر پښتونخوا له لارې. د ټولو داوطلبانه بېرته ستنېدنې اړونده پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د یواین‌ایچ‌سی‌آر فرعي دفتر، پېښور سره اړيکه ونيسئ.

هيلپ لاين 923008585600+:

 د ستنېدلو مشوره

یو اېن اېچ سي آر د هر انسان دا حق مني چې خپل اصلي هېواد ته بېرته ولاړ شي. هغه مرستې چې یو اېن اېچ سي آر د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره برابروي، هدف یې دا دی چې هغو خلکو ته ملاتړ ورکړي چې د خپل اصلي ځای يا د خپلې خوښې بل ځای په اړه پوره معلومات لري او په خپله خوښه د بېرته ستنېدو پرېکړه کوي.

    .2 رضاکارانه ستنېدنه

  • ستاسو پرېکړه چې افغانستان ته بېرته ستنېږئ او که په اوسني ځای کې پاتې کېږئ، دا په بشپړه توګه ستاسو خپله خوښه او د معلوماتو پر بنسټ ده. د بېرته ستنېدو له پرېکړې مخکې، تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي باید ډاډ ترلاسه کړئ چې د افغانستان په ټاکل شوي ځای کې د ژوند شرایط ښه پېژنئ. دا شرایط د امنیت او خوندیتوب، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو، اقتصادي فرصتونو او نورو مهمو شیانو پورې اړه لري چې ستاسو د کورنۍ لپاره ارزښت لري، مخکې له دې چې وروستۍ پرېکړه وکړئ.
  •  تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي باید د هېڅ فشار یا جبر له امله د بېرته ستنېدو احساس ونه کړئ، او نه هم دا ځکه چې تاسو د اوسني ځای پرېښودو ته اړ ایستل شوي یاست.
  • که په پیل کې تاسو د بېرته ستنېدنې نیت څرګند کړی وي، خو وروسته که پرېکړه وکړئ چې ستنېدل ستاسو او د کورنۍ لپاره غوره نه دي، تاسو کولی شئ خپله پرېکړه بدله کړئ. خو مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې دا بدلون د تاسو او ستاسو د کورنۍ د پې او آر / کډوال کارت د لغوه کولو او د داوطلبانه بېرته ستنېدنې فورم (وي آر اېف) د صادرېدو مخکې اعلان کړئ.
    • د يو اېن اېچ سي آر د ول‌ریپ پروګرام له لارې د اسانه داوطلبانه بېرته ستنېدنې پروسس لپاره څوک وړ دي؟

د لاندې اشخاصو لپاره د پاکستان په داوطلبانه بېرته ستنېدنې مرکزونو )وي آر سيز  ( کې د بېرته ستنېدنې پروسس ممکن دی:

  • هغه افغانان چې د راجسټریشن سندونه ) پي او آر  کارتونه ( لري.
  • د ثبت شوو کورنیو تصدیق شوي غیر ثبت شوي غړي ) يو اېم آر اېف. (
  • هغه پناه غوښتونکي چې د يو اېن اېچ سي آر د منډېټ لاندې په انفرادي یا مشتق ډول پېژندل شوي او د يو اېن اېچ سي آر د کډوال کارت لري.

د بېرته ستنېدنې مرکزونو ته د پروسس لپاره مراجعه کولو لپاره مخکې وخت اخيستل اړین نه دي.

هغه افغانان چې پي او آر کارت نه لري، د يو اېن اېچ سي آر له خوا د بېرته ستنېدنې مرستې ترلاسه کولو حق نه لري.

  • افغان پناه غوښتونکي باید کوم اسناد له ځان سره د وي آر سيز  ته راوړي؟
  • هغه افغانان چې د پاکستان د حکومت سره ثبت شوي دي، اړ دي چې د  ) پي او آر کارت (له ځان سره راوړي. د ثبت شوو کورنیو تصدیق شوي غیر ثبت شوي غړي ) يو اېم آر اېف  (باید د حکومت له خوا ورکړل شوی د کورنۍ د معلوماتو سند له ځان سره راوړي.
  • د بېرته ستنېدنې مخکې، افغان پناه غوښتونکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې ټول هغه اسناد چې په افغانستان کې به ورته اړتیا وي، لکه د خپلو ماشومانو د ښوونځي د نوم لیکنې اسناد (تعلیمي سندونه او ریکارډونه)، نوي شوي او په سمه توګه د افغانستان سفارت یا په ایران/پاکستان کې د افغانستان کنسولګرۍ لخوا لاسلیک شوي/تصدیق شوي وي.
    •  د افغانستان لپاره د یو اېن اېچ سي آر د ول‌ریپ پروګرام له لارې د نغدي مرستې ترلاسه کولو لپاره څوک وړ دي؟

د ۱۴ نومبر ۲۰۲۵ څخه، یو اېن اېچ سي آر به لاندې کسانو ته نغدي مرسته ورکړي:

A)  د)  پې او آر کارت (او د داوطلبانه بېرته ستنېدنې فورم (وي آر اېف( لرونکي:

  • یوازینی ښځې
  • د ښځې په مشرۍ کورنۍ
  • هغه کورنۍ چې د معیوب غړي سره وي

B)  د پناه غوښتنې سند او د یو اېن اېچ سي آر سلېپ لرونکي، او همدارنګه هغه بې اسناد افغانان چې د خونديتوب لوړ خطرونه لري، د یو اېن اېچ سي آر د نړیوالې ساتنې د لارښود یادښت  سره سم.

د پورته اسنادو وړاندې کولو وروسته، د یو اېن اېچ سي آر او  د شریکانو د ساتنې ټیمونه به د پورته ذکر شویو وړتیا معیارونو په اساس ارزونه ترسره کړي. هغه کسان چې پورته معیارونه پوره کوي، د یو اېن اېچ سي آر د راجسټریشن او مرستې میزونو ته ور معرفي کیږي.

د ثبت شوو کورنیو تصدیق شوي غیر ثبت شوي غړي )يو اېم آر اېف ( باید د خپلې کورنۍ له لږ تر لږه یوه ثبت شوي   پې او آر کارت لرونکي سره بېرته ستانه شي ترڅو د نغدي مرستې لپاره وړ وګرځي.

  • آیا د نغدي مرستې ترلاسه کولو لپاره وي آر اېف  ته اړتیا لرم؟

نه. د ۲۰ اګست ۲۰۲۵ څخه، هغه افغانان چې د نيلی رنګ  پي او آر کارت  لري (چې د اپرېل ۲۰۲۱ په میاشت کې صادر شوي دي) او غواړي افغانستان ته ستانه شي، کولی شي پرته له دې چې د داوطلبانه بېرته ستنېدنې مرکزونو وي آر سيز  ته مراجعه وکړي، نېغ په نېغه سرحد ته لاړ شي. د پاکستان د استوګنې د سیمې او په افغانستان کې د تګ ځای پورې، دوی کولی شي د تورخم یا د چمن/سپين بولدک له لارې سفر وکړي.

کله چې د افغانستان له اړخه سرحد ته ورسېږئ، نو خپل  پي او آر کارت، يو اېن اېچ سي آر سلېپ ، د پناه غوښتنې سند ، یا يو اېن اېچ سي آر د کډوال کارت د افغانستان  د اوسني نظام چارواکي) ډي اېف اې ( او د يو اېن اېچ سي آر یا د هغه د شریکو ادارو کارکوونکو ته وړاندې کړئ، ترڅو مرسته ترلاسه کړئ.\

  •  د افغانستان لپاره د یو اېن اېچ سي آر د ول‌ریپ پروګرام له لارې وړ بېرته ستنېدونکو ته د نغدي مرستې اندازه څومره ده؟
  • هغه بېرته ستنېدونکي چې افغانستان ته ورسېږي، به د کورنۍ د غړو شمېر په اساس یو ځلنی څو موخیزه بېرته ستنېدنې نغدي مرسته ترلاسه کړي  . دا مرسته به د افغانستان دننه په نغدي اخیستلو مرکزونو  کې وړاندې شي، چې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري، او د کوربه هېواد څخه د وي آر اېف  ترلاسه کولو څخه بله ورځ به شتون ولري.
Assistance
  • له ۲۰۲۵ د اکتوبر له ۵مې نېټې وروسته، د ترانسپورټ مرستې ورکول بند شوي دي.
  • هغه بېرته ستنېدونکي پناه غوښتونکي چې د یو اېن اېچ سي آر  وي آر سي ازاخیل څخه په نوشهره، خیبر پښتونخوا کې د وي آر اېف ترلاسه کړي او د تورخم د تګلارې له لارې ستنېږي، به خپله نغدي مرسته او نور خدمات د یو اېن اېچ سي آر د بېرته ستنېدنې پروسس مرکز کې ترلاسه کړي، چې د تورخم په عمري ریسیپشن سنټر، د ننګرهار ولایت کې موقعیت لري.
  • هغه بېرته ستنېدونکي پناه غوښتونکي چې د یو اېن اېچ سي آر وي آر سي بلیلي څخه په کویټه، بلوچستان کې د وي آر اېف ترلاسه کړي او د سپین بولدک د تګلارې له لارې ستنېږي، به خپله نغدي مرسته او نور خدمات د یو اېن اېچ سي آر د بېرته ستنېدنې پروسس مرکز کې ترلاسه کړي، چې د سپین بولدک په تختاپول ریسیپشن سنټر، د کندهار ولایت کې موقعیت لري.
  • نغدي مرسته به په مرکزونو کې د پاکستان کې د وي آر سي څخه د وي آر اېف ترلاسه کولو څخه بله ورځ څخه شتون ولري.
  • هغه اشخاص چې په تیر کالونو کې د بېرته ستنېدنې لپاره نغدي مرسته ترلاسه کړې وي، بیا د نغدي مرستې لپاره وړ نه دي.
  • سربیره پردې، بېرته ستنېدونکي/بیځايه شوي به لاندې خدمات هم ترلاسه کړي:
Markaz
  • د داوطلبانه بېرته ستنېدنې مرکزونه او د نغدي اخیستلو مرکزونه په داسې اړینو تدابیرو سمبال دي چې د کووېډ-۱۹ د انتقال مخه ونیسي. ټولو بېرته ستنېدونکو ته سپارښتنه کېږي چې د کووېډ-۱۹ د مخنیوي وړاندیز شوي تدابیر رعایت کړي، لکه د لاسونو مینځل، فاصلې ساتل، او د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کول.

5.     په افغانستان کې روان وضعیت څه دی؟

  • د افغانستان اوسنی ټولنیز او اقتصادي حالت لا هم بدلېدونکی دی. د خوندیتوب او امنیت وضعیت هم له یوه ځایه تر بل ځایه فرق لري.
  • د ۲۰۲۲ کال د بشري مرستندویو ادارو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې وچکالي ډېره شوې، خلک له سختې لوږې سره مخ دي، او د خوړو نشتوالی ورځ تر بلې زیاتېږي. همدارنګه، رسمي او غیررسمي اقتصادونه هم کمزوري شوي او په ټیټېدو دي.

   .6     د یو اېن اېچ سي آر ملاتړ په اړه معلومات په افغانستان کې

  • په افغانستان کې ۸۰ ولسوالۍ د بېرته ستنېدو او بېرته ځای پر ځای کېدو د لومړيتوب سيمې (پـي اي ار ار) ټاکل شوي دي. په دغو سيمو کې د خدمتونو او مرستو د زياتېدو لپاره مهم کارونه شوي دي. د  پـي اي ار ار سيمو د موجودو خدمتونو معلومات به تاسو ته د رضا کارانه بېرته ستنېدنې مرکز (وي ار سي) کې درکړل شي.

 .7څنګه کولی شم د خاورو پر ماینو / بې چاودېدونکو توکو  په اړه معلومات تر لاسه کړم؟

  • د افغانستان په اېن کېشمنټ مرکزونو کې به معلوماتي پاڼې موجودې وي، مهرباني وکړئ هغه وګورئ۔

  .8څنګه کولی شم د استوګنې، ځمکې او ملکیت په اړه معلومات تر لاسه کړم؟

  • تاسو به اړوند معلومات د افغانستان په اېن کېشمنټ سنټرونو کې ترلاسه کړئ.

  .9  پوښتنې، شکایتونه او نظریات

  • که تاسو د یو اېن اېچ سي آر د فعالیتونو یا د افغانستان ته د ستنېدو د اسانتیا په اړه کومې پوښتنې، نظریات یا شکایتونه لرئ، نو مهرباني وکړئ د لاندې لارو چارو له لارې له یو اېن اېچ سي آر سره اړیکه ونیسئ:

د یو اېن اېچ سي آر د پاکستان د اړیکو معلومات

  • اسلام‌اباد: د عمومي مرستې شمېره: 0800-86677 )د دوشنبې څخه تر جمعې: 8:00 سهار – 8:00 ماښام، د جمعې د لمونځ وقفه: 12:30 – 2:00، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې: 10:00 سهار – 5:00 ماښام(
  • پيښور: د عمومي مرستې شمېره: +92 3000 858 5600) – پرانېستې: دوشنبه – پنجشنبه: 8:00 سهار – 4:30 ماښام، جمعه: 8:00 سهار – 1:00 غرمه(
  • کوټه: د عمومي مرستې شمېره: 0800-86677 ) د دوشنبې څخه تر جمعې: 8:00 سهار – 8:00 ماښام، د جمعې د لمونځ وقفه: 12:30 – 2:00، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې: 10:00 سهار – 5:00 ماښام(
  • بریښنالیکونه:
  • د درغلۍ راپور ورکولو لپاره:

د یو اېن اېچ سي آر د افغانستان د اړیکو معلومات

  • عمري ریسپشن سنټر، تورخم، ننګرهار ولایت
    پته: له تورخم صفر نقطې تر عمري ریسپشن سنټر پورې 5 کیلومتره، او له عمري ریسپشن سنټر تر جلال‌اباد پورې 67 کیلومتره.
    وخت: هره ورځ (اتوار تر شنبې) د 8:00 سهار – 5:00 ماښام او 5:00 ماښام – 11:00 ماښام.
    تلیفون: +93 (0) 781830404 یا +93 (0) 791990236
  • تخته‌پول ریسپشن سنټر، سپین بولدک، کندهار ولایت
    پته: د کندهار – سپین بولدک سړک، له سپین بولدک صفر نقطې شاوخوا 70 کیلومتره/ له تختاپول ولسوالۍ 6 کیلومتره لرې، انزرګی سیمه.
    وخت: هره ورځ (اتوار تر شنبې) د 6:30 سهار – 9:00 ماښام.
    تلیفون: +93 708081802
  • د یو اېن اېچ سي آر مرکزي دفتر، کابل
    پته :آيکن کمپاونډ، سوپريم سړک ، نهمه ناحیه، جلال‌اباد سړک، کابل، افغانستان.
    د کار وخت: یکشنبه – پنجشنبه: 7:45 سهار – 4:15 ماښام.
    د مرستې شمېرې: 0791990225، 0790691746، 0704996168 )د کار په ورځو کې فعالې(
    د خوندیتوب ایمیل [email protected] 
    شکایت یا نظریاتو لپاره د لیکلي پیغام بکس د دفتر په دروازه کې موجود دی.
  • د اوااز له لارې:
    تلیفون: 410 (وړیا، یوازې په افغانستان کې فعال) – اوه ورځې په اونۍ کې.
    وېبپاڼه https://awaazaf.org/
    اوااز یوه پټه مرستې کرښه ده چې د افغانستان هر اوسېدونکی د موبایل له لارې وړیا اړیکه نیولی شي ترڅو د بشري مرستو په اړه معلومات تر لاسه کړي یا خپل نظر شریک کړي. د ښځینه او نارینه استازي د پښتو، دري، اردو، انګلیسي او نورو ژبو خبرې کوي.

یادونه: ټول معلومات چې تاسو وړاندې کوئ (نوم، شمېره، پته، پوښتنې او نظریات) به په بشپړ ډول محرم وساتل شي.

  .10پوښتنې، شکایتونه او نظریات

تاسو کولای شئ د درغلۍ  او ناسم چلند راپور مستقیمآ د یو اېن اېچ سي آر د انسپکټر جنرل دفتر (آی جي او) ته ورکړئ، کوم چې د سویسرا د جنیوا په ښار کې د یو اېن اېچ سي آر د مرکزي دفتر برخه ده او د یو اېن اېچ سي آر او د هغې د شریکانو د ناسم چلند د پلټنې مسؤلیت لري [email protected]  

ټوله مرسته چې د یو اېن اېچ سي آر لخوا یا د هغې د شریکانو له لارې برابریږي، د هر چا لپاره وړیا د ي.
یو اېن اېچ سي آر د جنسي ناوړه استفادې او ځورونې پر وړاندې د «صفر زغم» تګلاره لري.

که له تاسو څخه د مرستې، کار، معلوماتو یا بل هر څه په بدل کې د پیسو، احسان یا بلې ګټې غوښتنه وشي، یا که تاسو د یو اېن اېچ سي آر یا د هغې د شریکانو د کارکوونکو د درغلۍ یا ناسم چلند په اړه معلومات لرئ، مهرباني وکړئ دا پېښې د پورتنیو تماس لارو له لارې راپور کړئ.

مهرباني وکړئ په پام کې ونیسئ چې ټول خدمات چې د یو اېن اېچ سي آر له‌خوا وړاندې کېږي، په بشپړه توګه وړیا دي. هېڅکله چا ته د خپلې بېرته ستنېدنې د اسانتیا لپاره پیسې یا کومه بله ګټه مه ورکوئ.