د درغلیو، فساد او بد چلند راپور ورکړئ په شمول د جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې
یو این ایچ سی آر ټول خدمتونه وړیا دي. په هیچا یا کوم سازمان باور مه کوئ چې تاسو سخه د یو این ایچ سی آر یا د هغې شریکانو خدماتو لپاره پیسو غوښتنه کوي. که چیرې تاسو سخه د یو این ایچ سی آر خدماتو په بدل کې، د پیسو یا کوم بل ډول مرستې غوښتنه وشي،د جنسي طبیعت په شمول، مهرباني وکړئ سمدستي یو این ایچ سی آر او/ یا نږدې پولیسو ته راپور ورکړئ
یو این ایچ سی آر د درغلۍ، فساد او بد چلند په شمول د جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې لپاره صفر زغم لري.
درغلۍ
درغلي څه ده؟
دا هر هغه عمل دی چې د غلط بیان او / یا د مادي حقایقو پټول دي چې په پوهه یا قصدي توګه ګمراه کوي، یا د ګمراه کولو هڅه کوي، د ګټې ترلاسه کولو لپاره، که مستقیم یا غیر مستقیم، که د ځان لپاره یا د دریمې ډلې لپاره.
د درغلیو کړنې مثالونه شامل دي
– د مرستې یا خدمت څخه د ګټې اخیستنې لپاره د یو چا د شخصي شرایطو په اړه د غلط معلوماتو چمتو کول
– د جعلي اسنادو یا اصلي اسنادو څخه په غلط ډول کارول
– د شخصي ګټې لپاره د پیسو غوښتنه کول یا د مرستې یا خدماتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د پیسو تادیه (د بیلګې په توګه راجستر کول، بیا میشته کول)
– د یو این ایچ سی آر نورو ادارو یا شریکو ادارو استازیتوب کولو لپاره په دروغه توګه ادعا کول
فساد
فساد څه شی دی؟
دا د ارزښت وړ هر څه وړاندیز کول، ورکول، ترلاسه کول یا غوښتنه کول (مستقیم یا غیر مستقیم) د بل ګوند په کړنو ناسم اغیزه کوي
فساد کیدای شي په بڼه خپله کړي
د ګټو ناڅرګنده شخړه –
– د اعزازونو، ډالیو یا معاشونو غیرمجاز منل
– رشوت (د شاتګ/ کک بیکس په شمول)
– ناقانونه وړیا مرستې
– اقتصادي تاوان
ناوړه چلند
ناوړه چلند څه شی دی؟
د یو این ایچ سی آر ټول کارکوونکي د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د اصولو او مقرراتو پابند دي. بد چلند د دې اصولو او مقرراتو په رعایت کولو کې د کارمندانو لخوا د ناکامۍ په توګه تعریف شوی.
احتمالي ناوړه چلند کېدای شي پدې کې شامل وي
– د اندیښنو لرونکو خلکو جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنه
– درغلۍ (د بیلګې په توګه د ګټې ترلاسه کولو لپاره د سند جعل کول)
– فساد (د بیلګې په توګه د مهاجرینو یا نورو څخه پیسې اخیستل)
– د راجسټریشن/ ثبت او بیا میشتیدنې پروسې پورې اړوند درغلۍ
– غلا او اختلاس (د بیلګې په توګه د تجهیزاتو یا پیسو غلا کول
– جنسي ځورونه
په ځانګړې توګه، مالي درغلۍ، د راجستریشن او بیا میشتیدنې درغلۍ، فساد، جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنه (ایس ای ایی) او جنسي ځورونې جدي ناوړه چلند ګڼل کیږي، که د یو این ایچ سی آر پرسونل، شریک کارمندان یا د پلورونکو/ قراردادونو لخوا وي.
یو این ایچ سی آر د جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې په وړاندې د صفر زغم پالیسي لري. دا یو جدي ناوړه چلند ګڼل کیږي او د یو این ایچ سی آر ټول کارمندان په کلکه په داسې چلند کې له ښکیلتیا منع دي.
د ملګرو ملتونو د چلند د معیارونو سره سم، د یو این ایچ سی آر او نادولتي موسسو کارکونکي باید دا کار ونه کړي.
– د پیسو، کار، غوره چلند، توکو یا خدماتو په بدل کې د هر یو چا سره جنسي فعالیت کول
– له هر هغه چا سره جنسي اړیکې لرل چا چی له ۱۸ کلنۍ څخه عمر کم وی
– د جنسي سپکاوي، ناوړه یا استحصالي چلند په بل ډول کې ښکیل کیدل
د جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې په شمول د درغلیو، فساد او بد چلند راپور ورکولو څرنګوالی
د کډوالو او پناه غوښتونکو لخوا د درغلیو راپور
تاسو باید د کډوالو او پناه غوښتونکو لخوا د هر ډول درغلۍ یا فساد راپور ورکړئ چې تاسو یې د لاندې ذکر شوي شکایت میکانیزمونو له لارې ګورئ. ټول راپورونه به په محرم ډول پروسس شي
:بریښنالیک
د هیواد دفتر اسلام آباد : [email protected]
فرعي دفتر کویټه : [email protected]
فرعي دفترپشاور : [email protected]
د مرستې کرښه / مرستې شماره:
د هیواد دفتر اسلام آباد : 00923041111437
فرعي دفتر کویټه : 00923311110237
فرعي دفترپشاور : 00923008585600
لیک: د شکایتونو / وړاندیزونو بکس/ صندوق د یو این ایچ سی آر په دفترونو، شریک دفترونو او ټولنیز ځایونو کې شتون لري
د یو این ایچ سی آر د پرسونل یا کومې ادارې لخوا د ناوړه چلند راپور ورکړئ چې ورسره یو این ایچ سی آر قراردادي اړیکې لري، په شمول د شریکانو، امنیتي پرسونل او ترجمانانو
تاسو باید د هر ډول درغلۍ، فساد یا بد چلند په شمول د یو این ایچ سی آر کارمندانو، ترجمانانو، امنیتي ساتونکو یا شریکانو لخوا د جنسي استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې ، پرته له دې چې تاسو د هغه کس موقف په پام کې ونیسئ یو این ایچ سی آر په مرکزي دفتر کې د عمومي مفتش دفتر (ای جی او) ته راپور ورکړئ . ستاسو راپور به په خورا احتیاط سره چلند کیږي او په کلکه محرم ساتل کیږي. تاسو باید د لاندې محرمو چینلونو څخه یو له لارې راپور ورکړئ
https://www.unhcr.org/igo-complaints.html – د آنلاین شکایت فارم په کارولو سره :
[email protected] د محرم بریښنالیک له لارې :
د بریښنالیک له لارې:
د تحقیقاتي خدماتو مشر
د عمومي پلټونکي دفتر
یو این ایچ سی آر
جینوا، سویس 94 رو دي مونتبریلانت 1202
ټول بریښنالیکونه د محرم په توګه په نښه کړئ