په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ په اړه یې زده کړه وکړئ:
• ناسم چلند څه دي؟
• درغلي څه ده؟
• فساد څه دی؟
• جنسي استثمار یا ناوړه استفاده څه شی دي؟
• جنسي ځورونه څه ده؟
ناسم چلند څه دي؟
ملګري ملتونه ناسم چلند داسې تعریفوي: “د کارکوونکو مقرراتو او اصول په اړه د ملګرو ملتونو د منشور او نورو ادارې خپرونو له مخې د خپلو مکلفیتونو پوره کولو یا د نړیوال ملکي کارکوونکي د چلند معیارونو د رعایت په برخه کې د یوه کارکوونکي ناکامي یا پاتې راتلل”. په ځانګړې توګه، درغلۍ، فساد، او جنسي استثمار یا ناوړه استفاده او ځورونه د ناسمو کړنو یا چلندونو په توګه ګڼل کېږي؛ هغه که د UNHCR د کارکوونکو لخوا وي او که د همکارو کارکوونکو لخوا.
که تاسو د UNHCR یا د هغې د همکارانو اړوند د احتمالي ناسم چلند په اړه خبر یاست، اندېښنه یا شک لرئ، نو مهرباني وکړئ په مستقیم ډول یې د UNHCR مرکزي دفتر د پلټنې عمومي څانګې (IGO) ته راپور ورکړئ:
- د شکایت انلاین فورمه: www.unhcr.org/about-unhcr/governance-and-oversight/inspector-generals-office-igo/reporting-misconduct/igo-online
- محرم بریښنالیک: [email protected]
ستاسو له راپور سره به په احتیاط چلند وشي او په کلکه به محرم او پټ وساتل شي. د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ دلته ورشئ: www.unhcr.org/about-unhcr/governance-and-oversight/inspector-generals-office-igo.
درغلي څه ده؟
درغلي هر هغه عمل دی چې هدف یې قصداً د ګټې ترلاسه کولو لپاره د بل چا دوکه کول وي. په دې کې د جعلي اسنادو یا جعلي ادعاوو پر بنسټ مرسته ترلاسه کول هم شامل دي.
فساد څه دی؟
فساد هغه عمل دی چې د ارزښتناکه شی د وړاندې کولو، ورکولو، ترلاسه کولو، یا غوښتنې په ډول (په مستقیم یا غیر مستقیم ډول) د بل اړخ کړنې په ناسمه توګه اغېزمنې کړي.
د UNHCR ټول خدمتونه وړیا دي! پر هيڅ هغه کس یا سازمان باور مه کوئ چې له تاسو څخه د UNHCR یا د هغې د همکارانو د خدمتونو په بدل کې پيسې غواړي. که له تاسو څخه د پیسو یا کومې بلې بڼې په توګه د ګټو (په جنسي ډول هم) غوښتنه کېږي، نو مهرباني وکړئ سمدستي یې UNHCR ته راپور ورکړئ. په یاد ولرئ چې د UNHCR هر هغه خدمت چې تاسو ته د پیسو په بدل کې وړاندې کېږي، درغلي ده.
جنسي استثمار یا ناوړه استفاده څه شی دي؟
جنسي استثمار هر هغه واقعي یا هڅه شوې ناوړه ګټه اخیستنه ده چې د جنسي موخو لپاره د یو چا له کمزورتیا، توپیر لرونکي ځواک، یا باور څخه اخیستل کېږي.
- د بشردوستانه مرسته مرستو کارکوونکو ته اجازه نشته چې د پیسو، کار، توکو یا خدمتونو په بدل کې جنسي اړیکې ولري – لکه هغه توکي او خدمتونه چې اړمنو خلکو ته د مرستې په توګه وړاندې کېږي. هغوی ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د دغو توکو ورکولو د ژمنو په بدل کې نور خلک د داسې چلند منلو ته اړ کړي چې هغوی ته سپکاوی یا له هغوی څخه ناوړه ګټه اخیستنه ګڼل کېږي. په دې کې له جنسي کاروبار کوونکي کس سره د جنسي اړیکو په بدل کې د پیسو ورکول یا وړاندیز کول هم شامل دي.
- د بشردوستانه مرسته مرستو کارکوونکي د دې پرېکړې کولو توان لري چې توکي او خدمتونه څوک ترلاسه کوي. دا هغوی ته پر اړمنو خلکو باندې د واک موقف ورکوي. له همدې امله، د بشردوستانه مرستو چمتو کونکي سازمانونه ټینګار کوي چې کارکوونکي باید د بشري بیړنیو حالتونو له کبله اغېزمنو خلکو سره جنسي اړیکې ونه لري. دا ډول اړیکې پر بشري مرستو باور کموي او غیر صادقانه یې ښیي.
جنسي ځورونه څه ده؟
جنسي ځورونه هغه فزیکي تېری دی چې جنسي ماهیت ولري او په زور، یا د نا برابره یا جبري شرایطو له مخې ترسره کېږي یا یې د ترسره کولو ګواښ کېږي.
- د بشردوستانه مرستو کارکوونکي اجازه نه لري چې تر 18 کلونو کم عمر لرونکو کسانو سره جنسي اړیکې ولري؛ ان که دا کار په هغه هیواد کې قانوني هم وي. دا خبره کول چې دوی د هغه کس د سن په اړه نه وو خبر، د منلو وړ پلمه یا دلیل نه شي کېدی.
[یادونه: RCC]