په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ په اړه یې زده کړه وکړئ:
• د کډوالو او د فرعي محافظت مستحقینو لپاره د دوی د حالت بیاکتنه
• د زغمل شوي حالت لرونکو لپاره د وضعیت یا حالت بیاکتنه
د کډوالو او د فرعي محافظت مستحقینو لپاره د دوی د حالت بیاکتنه
که تاسو ته د 2016 کال د جون تر 1 نېټې وروسته په هنګري کې د کډوالۍ یا د فرعي محافظت حالت درکړل شوی وي، د بهرنیانو د پولیس یا څارنې ملي ریاست (NDGAP) کولی شي ستاسو پر دغه حالت یا وضعیت هر درې کاله وروسته بیاکتنه وکړي. یعنې، اداره به له سره وارزوي چې ایا د محافظت درکولو شرایط لا هم پوره کېږي که نه. د حالت د بیاکتنې پایله کېدای شي داسې وي چې ستاسو د محافظت حالت وساتل شي او یا هم لغوه کړای شي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ستاسو پر حالت یا وضعیت هغه مهال هم بیاکتنه کېدای شي، که د ستاسو د استرداد یا سپارلو غوښتنه ترلاسه شي.
د حالت د بیاکتنې پروسه
که د وضعیت بیاکتنه پیل شي، NDGAP باید تاسو ته په لیکلي ډول خبر درکړي. دا مهمه ده چې تاسو ادارې ته د خپلې اوسنۍ پتې په اړه خبر ورکړئ، ځکه چې رسمي خبرتیاوې دوی هلته استوي. که تاسو خبرتیا ترلاسه نه کړئ (ځکه چې په بل ځای کې اوسېږئ)، نو دا تاسو له پروسې او د هغې له مهلتونو څخه نه معاف کوي. که تاسو په ټاکلي وخت کې د ادارې له خوا غوښتل شوې مرکې ته حاضر نه شئ، نو ښایي ستاسو د حالت په اړه منفي پرېکړه وشي.
اداره به تاسو ته خبر درکړي چې ولې باید ستاسو وضعیت وساتل شي او ثابته کړئ چې د رد لپاره هېڅ دلیل نشته. تاسو به د شخصي مرکې لپاره هم ورشئ. دا پروسیجر باید له 60 ورځو ډېر وخت ونه نیسي. که اداره ستاسو د محافظت حالت د لغوه کولو پرېکړه وکړي، تاسو به د پرېکړې پر وړاندې د تجدید نظر یا استیناف غوښتلو لپاره 8 ورځې وخت ولرئ، چې په حضوري یا شخصي ډول به یې ادارې ته وړاندې کړئ، او بیا به محکمې ته واستول شي. د تجدید نظر یا استیناف په اړه پرېکړه کولو پر مهال، محکمه باید له تاسو سره یوه شخصي مرکه وکړي او په 60 ورځو کې به خپله وکړي.
د حالت یا وضعیت د لغوه کولو دلیلونه
قانون د هغو دلایلو مفصل لیست وړاندې کوي چې له مخې یې NDGAP ستاسو د محافظت حالت لغوه کولی شي:
- تاسو په خپله خوښه خپل اصلي هیواد یا هغه هیواد ته چې تاسو ترې راوتلي وئ، بېرته ستنېږئ او هلته پاتې کېږئ (چې دا ښيي تاسو بیا د خپل هیواد محافظت ترلاسه کوئ).
- تاسو خپل اصلي تابعیت بیا ترلاسه کوئ یا نوی تابعیت خپلوئ او د هغه هیواد له محافظت څخه برخمن کېږئ.
ستاسو حالت همداراز هغه وخت لغوه کېدای شي چې تاسو په لیکلي ډول د پرېښودلو پرېکړه وکړئ؛ یا که اداره دې پایلې ته ورسېږي چې د محافظت ورکولو شرایط نور نه پوره کېږي یا د غوښتنلیک پر مهال هېڅ نه وو موجود.
په ورته ډول، که اداره باور ولري چې تاسو مهم معلومات نه دي ښودلي، قصداً مو ادارې ته ناسم معلومات ورکړي یا مو جعلي اسناد کارولي؛ نو ستاسو د محافظت وضعیت لغوه کولی شي.
د زغمل شوي حالت لرونکو لپاره د وضعیت یا حالت بیاکتنه
که تاسو د زغمل شوي وضعیت لرونکي یاست، نو ستاسو وضعیت کولی شي هر کال د NDGAP لخوا بیا وکتل شي. که تاسو د ادارې له خبرتیا وروسته حاضر نه شئ، اداره کولی شي ستاسو وضعیت په اتومات ډول لغوه کړي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که اداره ستاسو زغمل شوی حالت لغوه کړي او تاسو د پرېکړې د ننګولو لپاره د تجدید نظر یا استیناف غوښتنه وکړئ، محکمه یوازې هغه وخت له تاسو سره شخصي مرکه کوي چې دا کار اړین وګڼي.