د پناه غوښتونکو لپاره د کورنۍ بیا یوځای کېدل

په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ په اړه یې زده کړه وکړئ:
د کډوال یا د فرعي محافظت مستحق په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدل
د پناه غوښتونکي په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدل


د کډوال یا د فرعي محافظت مستحق په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدل

د کډوال یا د فرعي محافظت مستحق په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدو لپاره وړتیا

که تاسو ته د کډوالۍ حالت یا د فرعي محافظت حالت درکړل شوی وي، کولی شئ د خپلې کورنۍ غړي هنګري ته راولئ یا له هغوی سره د اروپايي اتحاديې په بل غړي هیواد کې یوځای شئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د کورنۍ بیا یوځای کېدل یوه پېچلې پروسه ده، نو سپارښتنه کېږي چې د قانوني مرستې او مشورې لپاره اقدام وکړئ.

په هنګري کې د کډوال یا د فرعي محافظت مستحق په توګه، تاسو کولی شئ د خپلې کورنۍ لاندې غړي راولئ:

  • د ژوند ملګری (میرمن یا خاوند)؛ که تاسو هنګري ته د ننوتلو پر مهال واده کړی وي.
  • تر 18 کلونو ټيټ عمر لرونکي ماشومان؛ په زویولۍ نیول شویو ماشومانو په ګډون.
  • والدین یا سرپرست؛ که تاسو تر 18 کلونو کم عمر لرئ.
  • هغه والدین چې د جدي روغتیایي ستونزو له امله د ځان ملاتړ نشي کولی، یا پر تاسو متکي دي.
  • وروڼه یا خویندې، یا نور مستقیم خپلوان چې د جدي روغتیایي ستونزو له امله د ځان ملاتړ نه شي کولی.

د کډوال یا د فرعي محافظت مستحق په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدو پروسه

د پېژندل شویو کډوالو او د فرعي محافظت مستحقینو لپاره، د کورنۍ غړي د کورنۍ بیا یوځای کېدو د پروسې د پیل مسولیت لري. ستاسو د کورنۍ غړي باید د هنګري تر ټولو نږدې کونسلګرۍ ته سفر وکړي ترڅو خپله غوښتنه په حضوري یا شخصي ډول وسپاري. خو د کونسلګرۍ لخوا وروستۍ پرېکړه نه کېږي. دوی غوښتنلیکونه په بوداپست کې د بهرنیانو د پولیس یا څارلو ملي ریاست (NDGAP) ته استوي، هغوی بیا پرېکړه کوي.

د کورنۍ د بیا یوځای کېدو پروسې د پیل لپاره، باید د کورنۍ د هر غړي لپاره لاندې اسناد کونسلګرۍ ته وړاندې شي:

  • د عمومي استوګنې جواز د غوښتنلیک بشپړه شوې فورمه او د کورنۍ بیا یوځای کېدو لپاره ځانګړې پوښتنپاڼه.
  • معتبر پاسپورټ.
  • یو تازه د پاسپورټ سایز عکس.
  • د پروسې د فیس د تادیې ثبوت (€ 110).
  • هغه اسناد چې ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړي ترمنځ د اړیکې ثبوت وړاندې کوي.
  • اضافي ملاتړي اسناد، لکه د روغتیایي ستونزو لپاره طبي راپورونه یا په تاسو پورې د تړاو یا متکي‌والي ثبوت.

د کورنۍ اړیکې د هرې معتبرې وسیلې له لارې چې تاسو یې لرئ (لکه د زیږېدو سند او نکاح خط یا د واده سند)، ثابتېدای شي. تاسو دا انتخاب هم لرئ چې د DNA ټیسټ غوښتنه وکړئ؛ خو مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د دې لګښتونه به تاسو پخپله ورکوئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که تاسو د فرعي محافظت مستحق یاست، یا هغه کډوال وئ چې د کورنۍ غړو یې ستاسو د حالت د تایید له لومړیو درېیو میاشتو وروسته د کورنۍ بیا یوځای کېدو پروسه پیل کړې وي؛ نو ستاسو د کورنۍ غړي باید د لاندې اضافي اړتیاوو ثبوت وړاندې کړي:

  • په هنګري کې د ځان لپاره د استوګنې ځای.
  • په هنګري کې د ځان لپاره د ژوند اړتیاوې.
  • په هنګري کې د ځان لپاره د روغتیایي بیمې ثبوت.

که NDGAP ستاسو غوښتنه ومني، دوی به د هنګري هغې کونسلګرۍ ته خبر ورکړي چې ستاسو د کورنۍ غړو د کورنۍ بیا یوځای کېدو غوښتنه پکې کړې وه. کونسلګري به ستاسو د کورنۍ غړو ته د یو ځل داخلېدو ویزه (چې د “D” ډول ویزه بلل کېږي) ورکړي؛ دا هغوی ته اجازه ورکوي چې هنګري ته سفر وکړي. تر راتګ وروسته په 30 ورځو کې دننه، دوی کولی شي خپل د استوګنې جواز ترلاسه کړي، چې د غوښتنلیک په فورمه کې په نښه شوې پتې ته لیږدول کېږي.

د پناه غوښتونکي په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدل

د پناه غوښتونکي په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدو لپاره وړتیا

د ځانګړو حالاتو په صورت کې، که تاسو په هنګري کې پناه غوښتونکی یاست او ستاسو د کورنۍ نږدې غړی (تر 18 کلونو ټیټ عمر لرونکی ماشوم، د ژوند ملګری، د بې سرپرسته ماشوم اوسېدو په صورت کې یو نږدې بالغ خپلوان، یا د تړاو یا متکي‌والي په حالتونو کې والدین، وروڼه/خویندې یا ماشوم) د اروپایي اتحادیې په بل غړي هیواد کې د پناه غوښتونکی یا کډوال وي، د کورنۍ بیا یوځای کېدل ممکن دي.

د پناه غوښتونکي په توګه د کورنۍ بیا یوځای کېدو پروسه

که تاسو له خپل هیواد څخه د تېښتې پر مهال د خپلې کورنۍ له غړو څخه جلا شوي یاست او په د اروپایي اتحادیې په مختلفو غړو هیوادونو کې مو د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړی وي، نو د کورنۍ بیا یوځای کېدل ممکن دي، او ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه به په ګډه په پام کې ونیول شي. که ستاسو د نږدې کورنۍ د غړي د پناه غوښتنې پروسه په بل هیواد کې روانه وي یا که دوی په قانوني ډول هلته ژوند کوي یا د کډوالۍ حالت لري، نو دغه هیواد به غوښتنلیکونه مخته یوسي.

د دې پروسې د اسانتیا لپاره، د خپلې لومړنۍ مرکې پر مهال د کورنۍ د هغو غړو په اړه د پناه غوښتنې چارواکو ته خبر ورکړئ، چې د اروپایي اتحادیې په نورو غړو هیوادونو کې مېشت دي. تاسو باید د دې لپاره لیکلی رضایت وړاندې کړئ چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک مو د اروپايي اتحادیې په مختلفو هیوادونو کې د خپلې کورنۍ د غړو له غوښتنلیکونو سره یوځای شي.