په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ په اړه یې زده کړه وکړئ:
• په هنګري کې د بې هیوادتوب د ټاکنې پروسیجر یا کړنلاره
• په هنګري کې د بې هیوادو کسانو حقونه
بې هیوادتوب یعنی چې تاسو هیڅ تابعیت نه لرئ (تاسو د نړۍ د کوم هیواد د تابعیت لرونکي په توګه نه پېژندل کېږئ). که تاسو فکر کوئ چې تاسو بې هیواده یاست، نو باید لومړی د هنګري د کډوالۍ ادارې څخه غوښتنه وکړئ چې تاسو په رسمي ډول د بې هیواده کس په توګه وپېژني.
په هنګري کې د بې هیوادتوب د ټاکنې پروسیجر یا کړنلاره
تاسو کولی شئ د بې هیوادتوب د ټاکنې لپاره د کډوالۍ ادارې (د بهرنیانو د څارنې یا پولیس کولو ملي ریاست) ته غوښتنلیک وړاندې کړئ. د دې غوښتنلیک لپاره کوم ځانګړی فورم نشته؛ تاسو کولی شئ په لیکلي ډول یا د دې ادارې د دوسیې یوه افسر ته په شفاهي ډول خپله غوښتنه وړاندې کړئ.
تاسو کولی شئ د بهرنیانو د پولیس کولو یا څارنې ملي ریاست د پیرودونکو هر خدمت کې غوښتنلیک وړاندې کړئ.
تاسو اړتیا نه لرئ چې په هنګري کې د استوګنې لپاره معتبر جواز ولرئ ترڅو د بې هیوادتوب د ټاکنې لپاره غوښتنه وکړئ. په دې حالت کې به د کډوالۍ اداره تاسو ته د “موقتي استوګنې سند” درکړي. د دې سند په مرسته، کولی شئ د دغې پروسې یا پروسیجر پر مهال، تر هغې چې اداره ستاسو د غوښتنلیک په اړه پرېکړه وکړي، په قانوني ډول په هنګري کې پاتې شئ. دا پروسه وړیا ده، تاسو اړتیا نه لرئ چې کوم فیس ورکړئ.
کله چې تاسو غوښتنلیک وسپارئ، د کډوالۍ اداره به تاسو ته د دوو شخصي یا حضوري مرکو لپاره بلنه درکړي. په لومړنۍ مرکه کې به له تاسو څخه د ځان په اړه اساسي معلومات وغوښتل شي، او په تفصیلي مرکه کې به له تاسو څخه وغوښتل شي چې د خپل بګرونډ یا تېر ژوند په اړه نور معلومات شریک کړئ.
د دې پروسې په اړه نور معلومات تاسو د کډوالۍ ادارې په ویبپاڼه کې په انګلیسي ژبه موندلی شئ.
که تاسو د بې هیوادتوب حالت لپاره د غوښتنې کولو په اړه فکر کوئ، سپارښتنه کېږي چې له یوه وکیل سره مشوره وکړئ. د هنګري هلسینکي کمېټه وړیا قانوني مشوره او استازیتوب چمتو کوي.
تاسو کولی شئ له UNHCR سره هم اړیکه ونیسئ، ځکه چې موږ کولی شو په مرکو کې برخه واخلو او تاسو ته ملاتړ او مرسته چمتو کړو.
تاسو کولی شئ له UNHCR سره هم اړیکه ونیسئ؛ ځکه چې موږ کولی شو په مرکو کې برخه واخلو او تاسو ته ملاتړ او مرسته چمتو کړو.
په هنګري کې د بې هیوادو کسانو حقونه
که تاسو د بې هیواد کس په توګه وپېژندل شئ، نو حق لرئ چې په هنګري کې د بشردوستانه استوګنې جواز ترلاسه کړئ.
- دا جواز په اتومات ډول نه ورکول کېږي؛ تاسو باید دا جواز د کډوالۍ له ادارې څخه وغواړئ.
- د استوګنې جواز لومړی د درېو کلونو لپاره معتبر وي، او له هغې وروسته کولی شئ هر کال د هغه د تمدید غوښتنه وکړئ.
- تاسو د یوه پېژندل شوي بې هیواد کس په توګه کار کولای شئ، خو باید د کډوالۍ له ادارې څخه د کار او استوګنې واحد جواز غوښتنه وکړئ.
د کورنۍ بیا یوځای کېدل: د یوه پېژندل شوي بې هیواد کس په توګه، تاسو حق لرئ چې له خپلې کورنۍ سره بیا یوځای شئ؛ د دې لپاره تاسو باید په هنګري کې د کافي معیشت، استوګنې، او روغتیایي بیمې ثبوت وړاندې کړئ، او همدارنګه د کورنۍ اړیکې سند هم ولرئ.
عامه زده کړې: په هنګري کې پېژندل شوي بې هیواد ماشومان حق لري چې د هنګري د نورو اتباعو پشان د دولت له لوري تمویلېدونکي وړکتون، لومړنۍ، او منځنۍ زده کړې ترلاسه کړي. د یوه پېژندل شوي بې هیواده کس په توګه، تاسو همداراز حق لرئ چې د هنګري د نورو اتباعو پشان د دولت له لوري تمویلېدونکو، نیمه تمویلېدونکو، یا په خپل لګښت لوړو زده کړو کې نوملیکنه وکړئ.
ټولنیز امنیت: د بې هیوادتوب حالت ترلاسه کول تاسو ته د ټولنیز امنیت یا ټولو عمومي وړیا روغتیایي خدمتونو حق نه درکوي؛ مګر دا چې تاسو ګمارل شوي یاست یا د ټولنیز امنیت حق لرئ. که تاسو د ټولنیز امنیت (لکه د ګمارنې له لارې) بیمه نه لرئ، تاسو د بهرنیانو په څېر روغتیایي خدمتونو (یعنې بیړنۍ پاملرنې) ته لاسرسی لرئ، او ښایي د دغو خدمتونو لپاره پیسې تادیه کړئ.
د سفر سند: د یوه بې هیواده کس په توګه، تاسو حق لرئ چې د سفر ځانګړی سند ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ له دغه سند څخه بهر ته د سفر لپاره کار واخلئ او بیا بېرته هنګري ته راستانه شئ. دا سند د یو کال لپاره معتبر وي او د تمدید یا نوي کولو غوښتنه یې کولی شئ. د استوګنې یا اوسېدو یوه معتبر جواز سره، یو بې هیواد کس کولی شي د اروپایي اتحادیې بل غړي هیواد ته سفر وکړي او هلته د 180 ورځو په موده د 90 ورځو لپاره پاتې شي. که تاسو پلان لرئ چې له اروپایي اتحادیې او شینګن سیمې څخه بهر هیوادونو ته سفر وکړئ، نو له خپل پلان شوي سفر څخه مخکې دا وګورئ چې آیا دا هیواد د 1954 د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له مخې د بې هیواده کسانو لپاره د سفر صادر شوي اسناد مني او ایا د ویزې اړتیاوې یا شرایط شته کنه.